تاند (دوشنبه، د ثور ۲۳ مه) راپورونه وايي چې د پکتیا ولایت د سپینې شګې او ځاځي اریوب ولسوالیو ته څېرمه پر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.
تراوسه د نښتو علت څرګند نه دی او دا هم معلومه نه ده چې نښته لومړی کومې خوا پیل کړې ده.
تر دې پخوا هم په ځلونو په ځاځي اریوب کې د افغان او پاکستاني ځواکونو اوهمداراز د ځاځي اریوب د اوسیدونکو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.
د وروستیو راپورونو له مخې، جګړه درېدلې ده خو یو نیم ډز لا هم اورېدل کېږي.