شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد چابهار بندر مدیریت د ۱۰ کلونو لپاره هند ته وسپارل شو

د چابهار بندر مدیریت د ۱۰ کلونو لپاره هند ته وسپارل شو

تاند(دوشنبه، د ثور ۲۳ مه) هند او ایران نن (دوشنبې) د چابهار د ستراتیژیک بندر د ترمینل د عملیاتي چارو لس کلن قرارداد لاسلیک کړ.

دا اقدام به سیمه ییز اتصال زیات کړي او چابهار به پر یوه فعال بندر او د ترانزیت پر مرکز بدل کړي.

د دې قرارداد پر اساس به هند په لومړي ځل د چابهار بندر مدیریت او اداره په لاس کې واخلي او ورسره به د هند، افغانستان او ایران سوداګري راکړه ورکړه پراخه شي.

دا بندر د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د هند راکړه ورکړه ممکنوي او د پاکستان له احتیاجه یې خلاصوي.

اسلام اباد هند ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره راکړه ورکړه وکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند او ایران په ګډ بیان کې ویل شوي چې د چابهار بندر د ترمینل قرارداد د هند د نړیوالو بندرونو لمیټید او د ایران د بندر او سمندري چارو سازمان ترمنځ لاسلیک شو.

هندي رسنۍ وايی، دا لومړی ځل دی چې هند د یوه بهرني بندر مدیریت په غاړه اخلي.

دهند د بیړۍ چلونې او اوبلارو وزیر سارباناندا سونووال د قرارداد له لاسلیکېدو وروسته وویل، چابهار نه یوازې هند ته تر ټولو نژدې بندر دی بلکې له تجارتي نظره هم خورا ښه بندر دی.

هند پر دغه بندر لسګونه میلون ډالره پانګونه کړې څو د دې بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره راکړه ورکړه وکړای شي.

ایران په ۲۰۲۰ کې وویل چې له چابهار بندره د سیستان او بلوچستان ولایت تر مرکز زاهدان ښار پورې ۶۲۸ کیلومتره ریللار جوړوي او د دې ریللارې هدف دا دی چې د افغانستان تر پولې او بالاخره د منځنۍ اسیا تر پولو پورې ورسول شي.

که څه هم امریکا چابهار بندر د افغانستان په خاطر له بندیزونو استثنا کړی و، خو ویل کېږي چې په دغه بندر کې د هند پانګونه پر ایران د امریکا د بندیزونو له کبله ټکنۍ ده.

د چابهار بندر لس کلن قرارداد هند ته لاره هواروي چې په لا ډاده زړه په دې بندر کې پانګونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب