شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د ښځو په ویښتانو بارې دوه لارۍ ۳ تورنو قاچاقبران...

ننګرهار کې د ښځو په ویښتانو بارې دوه لارۍ ۳ تورنو قاچاقبران سره نیول شوي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۴مه) په ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې د جلال آباد ښار اومې امنيتي حوزې منسوبينو درې تنه نيولي، چې په دوه لارۍ موټرو کې یې اوه دېرش بوجۍ ښځينه وېښتان ځای پرځای کړي وو.

د دوی په وینا، په نيول شويو کسانو کې يو تن د موټرو څښتن، چې د کباړو کاروبار هم کوي او پاتې دوه نور یې موټر چلوونکي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو د ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي په خبره؛ نيول شوي کسان اوسمهال د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې په مدیریت کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي، چې وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

طالب چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو مخکې یې پاکستان ته د ښځو د ویښتانو د قاچاق په تور د یو شمېر کسانو د نیول کېدو خبرونه ورکړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب