شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې بیا د طالبانو په ډزو معترضانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بدخشان کې بیا د طالبانو په ډزو معترضانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۴مه) له بدخشان څخه راپورونه وایي، چې د کوکنارو د فصلونو د جبري اړولو د کمپاین پر معترضانو د طالبانو ځواکونو ډزې کړي او بیا یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

ځینو سیمه ییزو سرچینو په دې ډزو کې د ۲ معترضانو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

د دوی له قوله، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دوشنبې په ورځ غرمه مهال طالب ځواکونو د کوکنارو کروندې ویجاړولې خو د دوی لخوا یې مخنيوى وشو او لاریون یې وکړ.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپورونه ښيي، چې نوي اعتراضونه د ارګو ولسوالۍ  په برلاس شمر کلي کې شوي دي.

مخکې د مې په درېمه نېټه د  بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې په دې تړاو لاریونونو شوې وو، چې دوه ولسي وګړي په کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې له ولسي خلکو سره د رامنځته شویو ناندریو د حل و فصل ادعا کړې وه، خو لیدل کیږي چې لا دوی او کروندګر د کوکنارو د په زوره اړولو کمپاین د څرنګوالي او وروستیو اعتراضونو په اړه تفاهم ته نه دي رسېدلي.

تېره اوونۍ د طالبانو ځواکونو د ننګرهار په بټي کوټ سیمه کې هم پر یو شمېر ولسي معترضانو ډزې کړې وې چې یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

هغه اعتراض د طالبانو لخوا د هغو کورونو د نړیدو پر ضد و، چې طالبانو ویل ولسي خلکو غصب کړي، خو خلکو ویل چې د ځمکو اسناد لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب