یکشنبه, جون 16, 2024
Home+د یمن پاچا | محمود مرهون 

د یمن پاچا | محمود مرهون 

په سوو کاله پخوا په یمن کي یو پاچا وو د پاچا د انصاف او عدل شهرت په ټول هیواد کي خپور وو ټول ملت پاچا ته د عادل نوم ورکړی وو نه یوازي دا چي د پاچا څخه خپل ملت خوشاله وو بلکي ملکه هم د خپلو ښو عادتونو په وجه پر خپل ملت ډېره ګرانه وه. عادل پاچا دغه طبیعت درلود چي د شپې به د شاهي ماڼۍ څخه راووتی د ښار د خلکو حالات به یې معلومول ملکه به هم ورسره وه. پاچا یوه لور درلودله خدای زوی نه وو ورکړی پاچا د زوی ډېر ارمان درلودی ویل کشکي خدای یو زوی راکړى وای چي زما د مرګ په ایسته یې تاج و تخت سمبال کړی وای د مرګ په ایسته به زما نوم پر یادېدلای. پاچا د خدای په رضا راضي وو ویل پروانه لري دا به د خدای نه وي خوښه چي ما ته زوی راکړي په داغه کي به مي خیر وي.

یوه شپه پاچا او ملکه دواړه د شپې د ښار دخلکو د حالاتو معلومولو لپاره په کوڅو کي ګرځېدل نیمه شپه وه د ټول ښار خلک په خواږه خوب بیده وه پاچا او ملکه دواړه پر اسانو سپاره وه. په دې وخت کي دواړو د مسافرو جامه کړې وه په یوه تنګه کوڅه کی تیرېدل د یوه کوچني سرای څخه میده میده ږغ راوتی داسي معلومېدله لکه چي ټپي یا ناجوړه وي د ډېره تکلیفه څخه یې تر خوله ږغونه خېژي. پاچا او ملکه دواړه د اسانو څخه کښته سوه هغه کور ته ودرېدل دروازه یې ور وټکوله دنني خوا څخه د هیڅ چا درک نه سو معلوم دوه درې واره یې نور دروازه ور وټکوله مګر هیڅ څوک را نه غلل چي دروازه ور خلاصه کړي. پاچا حیران سو چي د دې کور پر خلکو څه ټکه لوېدلې ده چي دروازه نه را خلاصوي آخر مجبوره سو دروازه یې په زوره پوري وهله. د لرګي زړه ورسته دروازه وه چي لږ زور پر راغی خلاصه سوه دواړه ور ننوتل که ګوري یو کوچنی سرای دی یوه د خاورو خونه پکښې ده ږغ د هغې خوني څخه راتلی دواړه خوني ته ورغله.

 په خونه کي یو ځوان هلک وو پر یوه زاړه کټ پروت وو خورا په تکلیف معلومېدی رنګ یې تک ژړ اوښتی وو سترګي یې وچي ولاړي وې لکه زکندن چي یې وي پاچا یې پر ځیګر غوږ ونیوی چي زړه یې حرکت کوي که يا ځوان ژوندی وو یو ګړی بعد یې سترګي راروڼې کړې پاچا پوښتنه ځني وکړه زویه څه تکلیف در پېښ دى ولي داسي زهیر پروت یې ما ته ووایه زه به ضرور مرسته درسره وکړم؟

د ځوان په شونډو کي حرکت نه سو پیدا داسي معلومېدی لکه بې هوښه چي وي سترګي یې روڼي وې مګر خبره یې تر خوله نه ختله. ملکې پاچا ته ویل دا خو لکه چي په سترګو نه ویني پاچا ورته ویل ورسه یو څه اوبه راوړه چي وې څښي. نژدې یو منګی د اوبو ډک پروت وو ملکې اوبه راوړلې یو څه یې په خوله کي ور توی کړې وروسته یې د اوبو یو څو څاڅکي پر مخ ور وپاشل یو ګړی بعد د ځوان شونډي وښورېدلې د خبرو کوښښ یې وکړی مګر تر خوله یې ږغ ونه ختی. پاچا یې پر سر لاس کښېښوى ورته و يې ویل ځوانه خبري وکړه څه تکلیف در پیښ دی زه څه مرسته درسره کولای سم  ته څوک یې؟

په ډېر تکلیف د ځوان تر خوله خبره ووتله. پاچا څنګه ورته ویلي وای چي زه د دې وطن پاچا یم وروسته یې ورته ویل موږ مسافر یو دلته تېرېدلو ستا ځګيروی مو واورېدی درته راغلو اوس راته وایه څه در باندي تېر سوي دي. ځوان پایڅه راپورته کړه پر پښه یې یو لوی ټپ وو ویني تر بهېدلې تر دې د مخه چي پاچا ته ټول حال بیان کړي بیا بېهوښه سو. پاچا ملکې ته ویل زما په فکر دغه ځوان موږ باید شاهي ماڼۍ ته بوزو هلته بې شاهي طبیب ښه په تسلي سره علاج وکړي. ملکي ورسره خوښه کړه بیا یې ځوان را واخیستى پر آس یې پرې ایستی شاهي ماڼۍ ته یې راوستی شاهي طبیب یې راوغوښتى. شاهي طبیب چي د ځوان د پښې ټپ وکتی پاچا ته یې وویل دغه ځوان خو مار خوړلی دی. پاچا پرېشانه سو ویل طبیبه ایا د ده د ژوند یو څه امکان سته که يا؟

شاهي طبیب ورته ویل که یې دغه د پښې ټپ د هغه مار په وینو چي دی یې خوړلی دی پرېولل سي شاید ښه سي. پاچا ویل موږ نو هغه مار چیري پیدا کړو خدای خبر چي هغه به چیري وي کيدلای سي دغه ځوان ته معلوم وي چي هغه څه رقم مار وو او اوس چیري دی مګر دغه ځوان خو اوس بېهوښه دی ته داسي دوا ورکړه چي پر هوښ راسي. طبیب ویل سمه ده وروسته یې دوه درې قسمه دوا سره ګډه کړه د ځوان په خوله کي یې ور توی کړه. هغه دوا چي د ځوان تر ستوني تېره سوه یو ګړی بعد پر هوښ راغی ژر پاچا پوښتنه ځني وکړه ښایسته ځوانه ژر کوه کیسه راته کوه. ځوان په مکلمه توګه پر هوښ راغلی و کیسه یې داسي شروع کړه.

 زه حیدر نومېږم ما په ځنګله کي بوټي کول د غرمې وخت وو تږی سولم نژدې  یو حوض وو هلته ورغلم ما ویل اوبه به وو څښم کله چي د حوض پر غاړه کښېنستلم اوبه مي څښلې په دې وخت کی د یوې خوا څخه مار راووتی زه یې وخوړلم. عجبه مار وو چي زه یې وخوړلم دستي د انسان په بڼه سو زه چي په ځان خبرېدم دی بیا ورک سو ولاړی په ځنګله کي غیب سو. یو ګړی بعد حیدر بې هوښه سو. پاچا ملکي ته ویل ته به د دې ځوان داسي خیال ساتې لکه خپل سکه زوی دى دي وي زه ځم هغه حوض ته ګوندي هغه مار پیدا کړم چي دغه ځوان یې خوړلی دی. ملکې ورته ویل بې غمه اوسه.

پاچا بهر راووتی پر آس سپور سو د حوض پر خوا روان سو کله چي حوض ته ورسېدی که ګوري یو ځوان په حوض کي په بې غمه زړه لمبېږي پاچا ورته ویل هلکه تا خو به دلته مار نه وی لیدلی؟ هغه ویل يا نه مي دی لیدلی. پاچا ورته ویل دلته یو مار پټ دی یو ګړی د مخه یې یو ځوان وخوړی ځه غورځه که راغی خانه به دي در خرابه کي. ځوان یې نه پېژني چي پاچا دی ویل ځه ځه خپله لار دی وهه مار چیري و ولي مي ناحقه بېروې بېرندوکیه. پاچا چي ورته وکتل سترګي یې نه رپولې دستي یې سر له خلاص سو چي دغه مار دی ولي چي مار سترګي نه رپوي ځان یې د انسان په بڼه کړی دی ژر یې توره پر راوکښله د ځوان سر یې په توره وواهه. بوتل یې د مخه لا د ځان سره را اخیستی و دستي یې په وینه ډک کړی وروسته پر آس سپور سو بیرته شاهي ماڼۍ ته راغی وینه یې شاهي طبیب ته ورکړه. شاهي طبیب وینه را واخیستله د ځوان د پښې ټپ یې په پرېولی دغسي درې څلور ورځي د ځوان علاج شروع وو آخر جګ جوړ سو. ځوان چي حیدر نومېدی پاچا او ملکې خو زوی نه درلودی حیدر ته یې ویل موږ زوی نه لرو ته مو د دې په ایسته زوی یې. یو څو عمر چي تېر سو پاچا حیدر ته خپله لور ورکړه اوس نو حیدر د پاچا زوم دی شاهزاده حیدر نومیږي. د پاچا د زوی  درلودلو ارمان هم تر سره سو او خوشاله ژوند یې پیل کړی.

د مارانو باچا او ملنګ | محمود مرهون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب