Homeخبرونهد کابل رژیم: ۸ سوو مخکینیو دولتي منسوبینو ته د مصونیت کارتونه...

د کابل رژیم: ۸ سوو مخکینیو دولتي منسوبینو ته د مصونیت کارتونه وېشل شوي

تاند ( ۳ شنبه، د ثور ۲۵مه) له سیاسي شخصتیونو سره د طالبانو د رژیم د تماس کمېسیون ۸ سوو مخکینیو دولتي منسوبینو او سیاسي څېرو ته د مصونیت کارتونو د وېش خبر ورکړی.

د کمېسیون ویاند احمدالله وثیق دا هم ویلي، چې تېرو څو ورځو کې ۱۰ مخکیني دولتي منسوبین او سیاسي څېرې د دوی په هڅو هېواد ته ستنې شوي.

سرچینې د دغو څېرو یادونه نه ده کړې او نه دي ویلي، چې په دوی کې په کومه سطحه مخکیني دولتي منسوبین او سیاسي فعالان شامل دي.

طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره له هېواده وتلي ټول پخواني دولتي منسوبین او سیاستوال هېواد ته وبلل او په دې برخه کې یې یو کمېسیون اعلان کړ، خو ویل کیږي چې دا کمېسیون او کړنې یې تر ډېره سمبولیک دي او د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

څارونکي باور لري، چې د طالبانو د افراطي کړنو دوام او د قدرت انحصار د نجونو او ښځو پر وړاندې د ظالمانه قیوداتو تر څنګ هېواد ته د مخکینیو دولتي منسوبینو او نورو افغانانو د نه ستنیدو اصلي لاملونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...