شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ټي ټي پي او داعش خلاف پر مبارزې د امریکا او...

د ټي ټي پي او داعش خلاف پر مبارزې د امریکا او پاکستان خبرې

تاند ( ۳ شنبه، د ثور ۲۵مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا متحدو ایالتونو سره د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان ډلو خلاف د مبارزې په اړه د خبرو خبر ورکړی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان او امریکا په دې باور دي چې د ټي ټي پي، داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو سره ګډه مبارزه به په سیمه کې امنیت راولي او له بهر د ترهګرۍ ګواښونه به له منځه یوسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یادې خبرې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان په چارو کې د د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید حیدر شاه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد د هڅو همغږې کوونکې الیزابت ریچارد ترمنځ اسلام اباد ته د ریچارد د سفر پر مهال شوې دي.

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا ادعا کړې، چې هېواد یې له اوږدو کلونو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی او په دې برخه کې د نړیوالو په تېره بیا امریکا همکاریو ته اړتیا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د ترهګرۍ ضد مبارزو په اړه د امریکا او پاکستان تر منځ د ورته ناستو له تېرې دورې چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې ترسره شوې تر دې دمه امریکا د پاکستان ۳۰۰ امنیتي ځواکونه روزلي او مرستې یې ورسره کړي.

پاکستان همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې به برخه کې د ظرفیتونو په لوړولو، د تجربو د تبادلې او د پلټنو د تګلارو د عملي کولو په مسلې ټينګار لري.

امریکایی لوري په دې تړاو څه نه دي ویلي.

پاکستان په وروستیو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمن رژیم څخه بیا- بیا شکایت کړی چې ګواکې د افغانستان خاوره یې د دوی خلاف د ټي ټي پي ډلې د استفادې لپاره پریښی.

طالب چارواکو دا ادعا رد کړې او برعکس یې ادعا کړې، چې پاکستان د افغانستان خلاف د داعش له خراسان څانګې سره مرسته کوي.

1 COMMENT

  1. د بشریت او انسانیت دښمنه امریکا او ددوۍ لاسپوڅی کافرستان ددغو ډلو ډیزاینران او اختراع کونکي دي. اوس هغه وخت نه ده سي د بشریت دښمنې امریکې په خبرو څوک وغولیږي. کافرستان لعنتي خو دوهم اسرائیل ده 😡🤮🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب