Homeخبرونهپه کابل کې د صنعت ملي او نړيوال نندارتون کې د سوداګرو...

په کابل کې د صنعت ملي او نړيوال نندارتون کې د سوداګرو ښځو ونډه

خبریاله: عادله ستانکزۍ – په کابل کې پرون (د غويي په 23 مه) ملي او نړيوال نندارتون پرانيستل شو، دا نندارتون به د روان ثور تر ۲۸ پورې دوام لري.

په نندارتون کې ميرمنو ته ۲۰۰ غرفې ځانګړې شوې دي او د مېرمنو بیلابیلې پنځونې پکې نندارې ته وړاندې کيږي.

د نندارتون ګډونوالو ميرمنو هم خوښي څرګنده ګړه چې په داسې نندارتونونو کې ښځو ته هم فرصتونه ورکول کيږي څو دوى خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي او وکولى شي چې د نورو ميرمنو لاس نيوى وکړي او هم يې خپل اقتصاد په پښو ودرېږي.

د نندارتون يوه ګډونواله وايي چې نندارې ته د خپلو توليداتو په ايښودو يې وکولى شول چې له ډېرو شرکتونه سره تړون وکړي او هيله لري چې دا به د دې لامل شي چې سوداګري يې يوه ورځ د نړۍ نورو هیوادونو ته پراخه شي.

له سوداګرو ميرمنو سره له پنځلسو تر ديرشو نورو ميرمنو هم د کار کولو فرصتونو موندلي چې په وينا يې خپلو سوداګريزو چارو ته به نوره وده هم ورکړي او داسې نندارتونونه به د لاسي صنايعو د بازار موندنې په برخه کې دوى ته ګټور تمام شي.

ملي او نړيوال نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورى جوړ شوى چې بيلابيل افغاني توليدات پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...