جمعه, جولای 5, 2024
Home+مقدس سفر | عزت الله شمسزی

مقدس سفر | عزت الله شمسزی

د نیویارک له اسمانڅکو ودانیو د اردن تر صحراوو

( درېیمه برخه)

تر سفر څو ورځې دمخه مې په امازون کې یو ټابلیټ‌ واخیست او په هغه کې مې قران شریف، د خپلې خوښې یو څه کتابونه او یو څو ډاکمنټرۍ ډاونلوډ کړلې چې په الوتکو او بسونو کې مې وخت لږ ښه تېر شي. هیله مې دا وه چې الوتکه کې د کړکۍ خوا ته چوکۍ راورسېږي چې د اسمان او سمندر ننداره وکړم خو قسمت یاري ونه کړه او د الوتکې په منځۍ برخه کې چوکۍ راکړل شوې وه.له نیویارک نه د ترکیې مشهور ښار استانبول ته شاخوا اته ساعته او بیا له استانبول هوایي ډګر نه اردن ته درې ساعته الوتنه په فزیکي‌ لحاظ‌ ستړې کوونکې خو د هېوادونو د لیدلو لپاره خوندوره تجربه ده. ‌ ښه خبره خو داده چې ددغسې اوږدو پروازونو لپاره مخکې تر مخکې يو پلان ولرو او هغه اړین توکي مو ځان سره راوړې وي چې سفر مو خوندور او احساس مو له ستړیا وساتي. سره له دې چې زه په الوتکه کې خوب نه شم کولی، خو معمولا د سفر لپاره ارامې جامې اغوندم او د مطالعې لپاره کتابونه ځان سره را اخلم.

‌ یوې خوا ته زه او بلې خوا ته یوه تورپوستې جوړه راسره کېناسته. په غاړو کې له ځوړندو کارتونو یې معلومېدل چې دوی هم د مقدس سفر لاروي وو، خو لا مو له یو او بل سره پېژندګلوي نه وه شوې. زما چې اوس زړه بې غمه شوی و، د الوتکې تر روانېدو لږ وروسته مې ځان خوب ته جوړ کړ. که رښتیا ووایم نن ورځ زما لپاره یوه ستړې او نا ارامه ورځ وه، سهار ملا اذان چې له کوره راوتی یم ټوله ورځ مې په منډو تېره شوه او له خپګانه مې هېڅ هم نه دي خوړلي. د چوکۍ مخې ته سکرین مې خلاص کړ، د کتابونو برخې ته لاړم او هلته مې د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند په اړه په انګریزي ژبه یو غږیز کتاب پیدا کړ. د یو څو دقیقو لپاره مې کتاب ته غوږ نیولی و چې همدې کې پرېښانۍ وړی یم. نه پوهېږم څومره خوب به مې کړی وي،‌ خو د چا پوست لاس راباندې ولګېد او سترګې مې خلاصې کړې. څنګ ته مې یوه نرۍ ښکلې ترکۍ نجلې ولاړه وه، د ماښامنۍ لپاره یې خواړه ویشل. یوه مینو یې ماته هم راوړاندې کړه. مېکاروني او د چرګ غوښه په کې وه، نور خاص شی په کې نه و.‌ زه لږ وږی وم د چرګ غوښې ته مې زړه ښه کړ.‌ کله چې زما نوبت راورسېد ما ورته وویل:‌

  • ماته د چرګ غوښه راوړه.
  • د چرګ غوښه نه شته یوازې مېکاروني پاتې ده.
  • مېکاروني خو زه په خپل کور کې هم نه خورم.

څنګ ته مې ناستو مساپرو هم ویل مېکاروني نه خورو د چرګ غوښه غواړو. خدمې موږ ټولو ته وکتل:

  • د چرګ غوښه خلاصه شوه اوس یوازې مېکاروني پاتې ده.

موږ ټولو په یوه اواز.

  • چې میکاروني‌ مو زړه نه مني نو په زوره یې راباندې خورې؟
  • چې نه خورئ،‌ بل هر ډول خواړه چې فرمایش ورکوئ بیل به یې پرې کوئ.‌
  • اوس نو له دې وړۍ شړۍ جوړه کړه.

زه غلی شوم خو زما خواته تورپوستي جوړې ښه توند بحث ورسره وکړ. خدمې ویل: په ترکیه کې زلزلې شوې د چرګانو کارخانې بندې شوي او غوښه یې په اسانه نه پیدا کېږي.‌ خو زما ګاونډیانو احتجاج وکړ ویل یې موږ ډوډۍ نه خورو. زه اوس حیران پاتې وم چې څه وکړم، یوې خواته لوږه او بلې خواته په ګاونډي غیرت. یوه شېبه غلی ناست وم.‌ ترکۍ نجلۍ زموږ شاوخوا نورو مساپرو ته ډوډۍ وېشله او کله کله به یې تر سترګو لاندې موږ ته کتلې.  ښکلې او جذابه څېره یې لږه مړاوې شوه چې دا اوس څه جنجالي‌ خلک دي.‌ بیخي‌ دیو چا غوندې وه هغه چې د مینې سېپارې یې په سترګو کې موسکۍ وې خو ما تر ننه ورته د مینې اظهار ونه شو کړای. له ځان سره مې ویل دا ښکلې څېره ددې لایقه نه ده چې په یو خوراک ډوډۍ وځورول شي.  ایسته مې خدمې ته وویل چې ښه نو بله چاره نه شته زه وږی یم‌ مېکاروني راکړه. هغې د سترګو په کونج کې بلې ته وخندلې چې یو تن خو یې له خپل خره را کوز شو چې هغه نورو سره به څه کوو.‌ خبره نه وه چې هغوی هم افریقایان وو، وږي کېناستل خو تر اخره یې ددوی ډوډۍ ونه خوړه. کاکا ته مې وویل ډېرو مقدسو ځایونو ته روان یو خیر دی ګوزاره کوه، خو د بل چا خبره یې نه منله. زړه کې مې ویل ده سره لکه چې شیطان د مکې معظمې او بیت المقدس چکر هم ووهي.‌

زموږ یو ملګری په ۲۰۱۰ میلادي کال  د سوډان په خرتوم کې ملګرو ملتونو سره کار کاوه. هغه ویل داسې خلک مې په کې ولیدل چې له پاڼو به یې ځان ته څپلۍ جوړې کړې وې، د موسساتو دروازې ته به یې د خیرات کچکول نیولی و، خو داسې وچ مغروره او ضدي خلک وو چې ویل به یې موږ په نړۍ کې تر ټولو خلکو بهترین قوم یو.‌ په پوهنتون کې بیا زموږ د سیاسي‌ علومو یو استاد و، هغه به دې ډول غرور ته عصبانیت ویل او په وینا یې عصبانیت یا دغسې جهل لرل په خپله د شاته پاتې والي‌ او ناپوهۍ نښه ده.‌

ما خو زړه او نا زړه بد خونده مېکاروني‌ په یو شواخون له ستونې تېره کړه، خو زما د تورپوسټي‌ ګاونډي‌ او د الوتکې د خدمې کنایې روانې وې. دی دلته له ځان سره غوړمبېده چې د چرګ غوښه نه شته نو بیا دې هغه مینو ولې راوړله… چې د چرګ غوښه نه شته نو بدیل یې څه شی دی، د چرګ بدیل باید یو بل شی وي. که څوک مېکاروني‌ نه خوري‌ بله غذا به انتخاب کړي.‌ خبره کې یې یو څه وزن و، خو هغه خدمه هم د بلا لور وه، هغې هم شاته د ځان په ګټه لابي‌ کاوه. نورو مساپرو ته په لوړ غږ لګیا وه چې نږدې ملګرې مې،‌ ګاونډۍ مې  او ډېر نور کسان چې ما پېژندل ټول زلزلې تر خاورو لاندې کړل. کورونه او د نګې ودانۍ ونړېدې، خلک زموږ درد نه احساسوي، زیاتې کمپنۍ په ټپه درېدلي، هلته اوس د خلکو لومړیتوب دادی چې بې ځایه شویو سره مرسته وکړي، اوس چې د چرګ غوښه لږ په سختۍ پیدا کېږي نو څه چاره وکړو. تر موږ لږ وړاندې یوه بله ترکۍ نجلۍ هم لګیا وه د زلزلې له امله د اوښتو  زیانونو باره کې یې خبرې کولې.‌

یو وارې خو مې زړه غټ کړ چې ورته ووایم د ترکیې په زلزله کې خو افغانان هم مړه شوې دي، بیا مې ویل هسې نه راته ووایي چې هغوی خپله سرټمبه ګي کړې وه.‌ چا راته کیسه کوله چې د ترکیې تر زلزلې څو ساعته مخکې د خطر زنګونو شور بګت جوړ کړی و چې د زلزلې اټکل دی له خپلو کورونو امن ځایونو ته لاړ شئ خو افغانانو بابیزه وګڼله چې دا هسې پروپاګند دی موږ میندو دومره سست نه یو تړلي.

جالبه خو لا دا وه چې نن ما کله خپل بېکونه کاونټر کې تسلیمول، یو ترکی ځوان ولاړ و، هغه ته مې ویل فلسطین ته ځو، یو څه مرسته مو په امریکا او اروپا کې راټوله کړې، بېوزلو خلکو ته یې رسوو،‌ ویل یې ترکیه هم مه هېروئ.‌ زلزلې ډېر خلک بې کوره کړي او لویه غمیزه رامنځته شوې ده. له ځان سره مې  ویل افغانان یا خو ډېر درانه او یا هم دومره شاته پاتې خلک دي چې حتی نورو ته خپل فریاد هم نه شي رسولی. دومره تکلیفونه چې تېر څلوېښت کاله پر افغانانو راغلل که دا ناخوالې د دنیا پر بل هر قوم راغلی وای نړۍ به یې په چیغو او ژړاو لړزولې وای، خو افغانان لوږه، تنده او بې کوري په چوپه خوله تېروي چې نورو ته سپک ښکاره نه شي.

له ډوډۍ پرته نور له نیویارکه تر استانبوله سفر ښه ارامه و. استانبول ته چې ورسېدو، په ټرمینل کې راته د هوایي ډګر یو مامور ولاړ و او ټول یې په یو ګروپ کې تر بلې الوتکې رهنمایي کړو.

دا ځل مې سیټ د کړکۍ ترڅنګ و او محمدرسول راسره  خوا کې کېناست.

محمدرسول مصری امریکایی دی چې نیویارک کې مو سره وپېژندل او ویل یې زموږ د ګروپ اسانچاری دی. خوش خویه او خدمتګار ځوان چې تل یې پر شونډو موسکا خوره وي.

کله چې الوتکه د استانبول له نړیوال هوایی ډګر څخه پورته شوه،‌ له فضا نه د استانبول خورا بې ساري معمارۍ، تاریخي ماڼۍ، جوماتونه، موزیمونه او بازارونه ډېر ښکلي ښکارېدل. محمدرسول لاندې اوبو ته وکتلې:

  • د باسفورس پل ګورې؟
  • هو، ډېر ښکلی دی.
  • د شپې ډېر ښکلی ښکاري.
  • ماته ډېر جالبه دی. اسیا او اروپا او د شرق او غرب تمدنونه همدا پل له یوه او بل سره نښلوي.

د یادښت کتابچه مې راوویسته. محمدرسول را وکتل:

  • زه هم کله کله…
  • چیشی لیکې؟
  • هر ځای ته چې لاړ شم.‌ د هغه ځای په اړه معلومات لیکم.
  • هغه خو ګوګل کې شته،‌ که څنګه؟
  • هسې ځان سره یې موقعیت لیکم،‌ څومره یو ځای له بله لرې و.
  • زه بیا دا کارونه په ګوګل مېپ‌کوم.

لږ خاموشه شو.

  • ته چشی لیکې؟‌
  • خپل مشاهدات،‌ احساسات،‌ تجربې او خپل وطن.
  • څنګه خپل وطن؟
  • څه وګورم، ښه او بد یې له خپل وطن سره مقایسه کوم.‌
  • دا په مقاله کې لیکې؟
  • نه سفرنامه.‌
  • دا خو به ډېر ښه کار وشي. په کومه ژبه یې لیکې؟
  • په پښتو ژبه.
  • ښه نو که په انګریزي‌ وای ما به هم لوستی و. پښتو نه شم لوستلی ههه.
  • خدای مهربانه دی څوک به یې په انګریزي‌ هم وژباړي.

محمدرسول سره په خبرو خبرو کې خوب راباندې غلبه وکړه. شاوخوا دوه ساعته به مې خوب کړی وي، چې دپيلوټ غږ شو: شلو دقیقو کې به د ملکې عالیې نړیوال هوایی ډګر ته ښکته کېږو.

سترګې مې خلاصې کړې. له فضا نه د عمان منظرو لیدلو ته مې ځان جوړ کړ. یو څو دقیقې وروسته الوتکه د ښار پر سر راټیټه شوه. د الوتکې له کړکۍ مې د عمان پلازمېنې ته وکتل. د ښار ښکلی رنګه ودانۍ یو بل سره څنګ په څنګ لکه د یو لوی هنرمند د ګوتو په څیر ایښودل شوي دي. ښار داسې ښکارېده لکه یوه لویه ماڼۍ چې په جادویي‌ صحرا کې جوړه شوې وي.

محمدرسول ماته وکتل:

  • ډېر ښایسته لمر دی.
  • بالکل، تر لمر لاندې ښار داسې ښکاري لکه طلایي ګلدان.
  • د غرونو او طلایی غونډیو جادویي‌ ښکلا ته خو ګورې. دا غرونه نه یوازې په طبیعت کې سوله ییز او ښکلي دي ، بلکه بډایه تاریخ هم لري.
  • اه څومره به خوند وکړي. زه د میشیګن له ځنګلونو ستړی یم. دا دښتې او غونډۍ ماته افغانستان را یادوي.‌
  • زه دلته ډېر راغلی یم.‌ اردن بیخي‌ ډیری طبیعي جاذبې لري، ډېر به دې خوښ شي.

د سهار لس نیمې بجې وې چې الوتکه د اردن پلازمینې عمان  ته ورسېده. د هوایي ډګر مامورینو راته داسې جار قربان کاوه لکه مزار هوټل کې د ډله ییز واده ناویانو او زومانو هر کلی چې کېږي. پاک، سوتره هوایي‌ ډګر او هر څه منظم. د دارالسلام ټوریسټي‌ کمپنۍ لکه چې زموږ تر راتګ دمخه ډنډوره غږولې وه چې د امریکا او اروپا سیلانیان را روان دي.‌ یو مامور راغی لکه تاویزونو یې ډېر په قدر  له موږ ټولو نه پاسپورټونه واخیستل،‌ کتار یې د میدان یوه انتظار ځای ته بوتلو او هلته یې د یو څو شېبې انتظار راته وویل.‌ له سیلانیانو او زیارت کوونکو سره له چلند نه یې معلومېدل چې د اردن حکومت ټوریزم ته ډېره پاملرنه کوي. د ټولو اتیا کسانو خروجی وهلو پروسې ښایي نیم ساعت وخت نیولی وي. له هوایي ډګره چې د باندې ووتلو، په دروازو کې ګڼ شمېر خلکو د خپلو مساپرو انتظار کاوه. د ځینو خلکو په لاسونو کې وړې لوحې وې چې د خپلو مساپرو نومونه یا یې خپل نومونه پرې لیکلي وو ترڅو یو بل وپېژني. ما ته تر ټولو دا جالبه وه چې د هوایي ډګر د باندې د موټرو په تمځای کې خدایزده په کومه خوشالۍ ډول او سرنا غږېده. کېدای شي رسمي مراسم به و، زه تر اخره پوی نه شوم، خو خدای مې دې نه ګنهګاروي ښه په سور او تال برابر ساز و.  نږدې و له مانه هم په کې یو لیونی اتڼ وشي خو له خپلو ملایانو ملګرو حیا راغله.

د اردن د خاورې بوی راباندې ښه ولګېده دا ځمکه برکتي ده. سویل ته یې مکه مکرمه او مدینه منوره ده او لویدیځ ته یې د نړۍ لوی روحاني مرکز بیت المقدس ښکاري. شمال ته یې د شام برکتي خاوره او ختیځ ته یې د پیرانو پیر عبدالقادر جیلاني وطن، عراق دی. دا چې اردن ددوی په منځ کې دی نو په همدې خاطر اردن ته ارض مبارکه وایي. مشهور مفسرین او علما په دې سره همغږي دي چې د نبی علیه السلام دخیر په دعا الهم بارک فی شامنا کې د اردن ځمکه هم شامله ده، ځکه هغه وخت د اردن اوسنۍ جغرافیه هم د شام برخه وه. دلته ډېر پيغمبران یا اوسېدلی یا یې په همدې لاره سفر کړی دی. نبی کریم صلی الله علیه وسلم دوه ځلي د شام پر لوري سفر کړی. په کوم ځای کې چې هغه د ونې تر سیوري لاندې دمه کړې وه نن هم هغه ونه د هغه برکتي یادونه ژوندي ساتي. دلته ډېرې تاریخي جګړې هم شوي او تاریخي ځایونه هم شته چې دلیدلو چانس یې په قسمتونو دی.

د دارالسلام استازو موږ ته دوه لوی بسونه درولي وو.  د سفر لارښود خبر کړو چې په بس کې وایفای، اوبه او یو بېړنی تشناب شته. دواړو بسونو یو په بل پسې د هوټل خواته ورو ورو مزل کاوه او ما له کړکۍ شاوخوا لوکسو ودانیو او ابادۍ ته کتل. لکه سینما کې چې دوه پارټه فلم چلېږي،‌ د تخیل اس به مې کله افغانستان ته منډه ووهله او کله به اردن کې تم شو، کله به پنځوس کاله مخکې وختونو کې ډوب شو کله به بېرته د عمان د ښار لوړو غونډیو کې ښکاره شو. د اردن خلک بختور دي چې رهبرانو یې خپل وطن له جګړې، فساد، واسطه بازیو او نور بلابتر نه ساتلی.‌ موږ خو خپلو رهبرانو د پولۍ ټک ته کېنولو.‌ پنځوس کاله مخکې افغانستان مې یاد شو، له ځان سره مې ویل یو وخت موږ هم ښایسته وطن درلود خو اوس نه هغه پخوانی بادر خا ن شته، نه یې سره پیلان. د هغه وخت تصویرونه مې ذهن کې تېر شول، هغه وخت چې کابل ښار د اعلاء کلمت الله د کاذبو دعوه دارانو د بزکشې میدان نه و. هغه وخت چې اردن لکه دوبۍ او قطر یوه سوځنده دښته وه، خو موږ هرڅه لرل. په دوی پسې بلا چې هره ایډیالوژي یې خوښوله د هاشم لیوني خبره موږ یې غرق کړو. همدا چرتونه مې وهل چې یو ناڅاپه مې د فکرونو لړۍ د چا په سلام وشلېده.

  • د عمان تاریخي ښار ته ښه راغلاست. زما نوم رضوان دی.

ټول په یوه غږ:

  • مننه.
  • زه، مصطفی او محمد به اردن کې ستاسې د لارښوونکو په توګه درسره یو. محمد هغه بل بس کې دی. مصطفی هوټل کې راته انتظار کوي. زه هیله لرم چې تاسې به له اردن نه ښو خاطرو سره لاړ شئ.
  • انشاالله.
  • دا یو ډېر تاریخي‌ او کلتوري‌ وطن دی. دلته په تېرو څو کلونو کې ډېر پرمختګ شوی. تاسې لږ دې شاوخوا ودانیو ته وګورئ. ډېر لرې نه، څو لسیزې دمخه اردن هم لکه د نورو خلیجې هېوادونو یو شاته پاتې هېواد و.‌ خو د اردن شاهي کورنۍ ټینګې ارادې له سیالانو سره سیال کړ.

ما له ځان سره حدس وهلو چې اوس به دتیلو د عایداتو یادونه وکړي. خو  رضوان یو ځل بیا سړک ته اشاره وکړه.

  • که تاسې پر سړک روانو موټرو ته پام وکړئ. ارو مرو به د ټوریسټانو کاسټر او یا بسونه په کې وګورئ.‌ دا هېواد لکه د نورو عربي‌ هېوادونو یوازې پر تیلو تکیه نه کوي. ټوریزم ته یې دومره وده ورکړې چې ډېرو خلکو ته یې له همدې لارې کار پیدا کړی. د اردن پاچا شاه عبدالله د خپلو خلکو د خوشالۍ او سوکالۍ لپاره شپه او ورځ  پر ځان یوه کړه او د هېواد د پرمختګ لپاره یې داسې مثبت ګامونه واخیستل چې اوس یې د نړۍ ډېر خلک سیل ته روان  دي. د طبیعي منظرو څخه نیولې د نړۍ تر عجایبو او مذهبي جاذبې پورې، هرڅه په اردن کې موندل کېدای شي.

ما سره خوا کې ناست، بلال ترې پوښتنه وکړه:‌

  • له دې نه ښکاري‌ چې د اردن خلک له شاهۍ کورنۍ خوشاله دي؟
  • د اردن شاهي حکومت که نور هرڅنګه وي خو دا یې کمال دی چې د لس ملیونو وګړو یو کوچنی هېواد یې د نړۍ د سیلانیانو د پام وړ ګرځولی. هره ورځ زرګونه سیلانیان اردن ته راځی او په میاشتو او اوونیو دلته پاتې کيږي چې له امله یې زرګونو کسانو ته کار پیدا شوی او یوه لویه برخه عایدات له همدې لارې ترلاسه کېږي.

رضوان ډریور ته په عربي‌ ژبه څه وویل،‌ هغه موټر پر یوه بله لاره را تاو کړ. شاته بل بس هم راپسې راتاو شو. څو دقیقې مزل به مو کړی و چې د رضوان غږ بیا واورېدل شو.

  • موږ اوس د عمان ښار لویدیځ کې روان یو. د عمان ښار په دوو برخو تقسیم شوی، لویدیځ کې زوړ ښار او ختیځ ته یې نوی ښار دی. زوړ ښار د لرغوني تمدن د پاتي شونو له امله ډېر مشهور دی، خو د نوي عصري ښار ښایست او ودانۍ هم ځان ته یو څه وایي. په نوي ښار کې درې، یا څلور بسوې ځمکه ان تر لس لکو ډالرو پورې ارزښت لري.

څنګ کې راسره ناست بلال  راته وویل چې ده اردن ته ډېر سفرونه کړي او دده د معلوماتو له مخې په نوي ښار کې زیاتره ودانۍ د روسیې مافیا او د اردن د شاهي کورنۍ ځینو غړو په شریکه جوړ ې کړي چې مشهور هوټلونه، رسټورانټونه او مارکیټونه په کې شامل دي. دوی یو څو ښارګوټي هم جوړ کړي چې کورونه یې خلکو ته په کرایه ورکړي دي. ما ورته په ټوکه وویل چې موږ خو څه تفتیش ته نه یو راغلي‌ چکر ته راغلي یو.

 زموږ بس تر یو څه مزل وروسته د عمان ښار په منځ کې Hilton هوټل ته ورسېد. دې هوټل سم لکه د هوایي ډګر پروتوکول درلود. ‌تر لږې ګډوډۍ وروسته هر چاته د خپلې کوټې کیلي ورسېده او بیکونه مو خپلو کوټو ته یوړل. په بس کې لا دمخه بلال راته وویل چې دارالسلام ټوریسټی شرکت مېلمانه کړي یو. غرمه یې د نوي ښار په یوه څنډه کې صوفیا رسټورانټ ته بوتلو چې د عمان ښار کې ترکانو جوړه کړې او یو له ډېرو عصري رسټورانټونو څخه دی. لکه په نورو برخو کې چې اردن د حیرانۍ وړ پرمختګ کړی دی همداسې یې رسټورانټونه او خواړه هم ډېر عصري شوي. ښایي‌ لامل یې دا وي‌ چې په دې وروستیو کلونو کې د بېلابېلو قومونو خلک اردن او په ځانګړي ډول د عمان ښار ته کډه شوي نو په دې ښار کې د نړۍ د ګوټ ګوټ خوندور خواړه موندل کېږي. په صوفیا رسټورانټ کې موږ ته د منځني ختیځ، اروپایي‌ او امریکایي خوړو یو غورچاڼ تیار شوی و. جالبه دا وه چې د خوړو رنګونو ته ډېر اهمیت ورکول شوی و، پر دسترخوان یې د بېلابېلو خوړو، ‌ میوو او جوسونو داسې رنګونه راته کېښودل چې بیخي‌ لکه یوه نقاشي غوندې ښکاره کېدل. زه چې په امریکا کې اوسېږم هلته بیا دا دود دی چې تر رنګونو فلېور یا خوند ته زیات ارزښت ورکول کېږي، خواړه چې وګوري وایي کوم کوم فلېور په کې شته. زموږ چې کله په کور کې کوم امریکایی مېلمه وي یا دفتر ته ډوډۍ یوسم، لویه ستونزه مې دا وي چې بیا یې تشریح کولی نه شم.

رسټورانټ کې یوه اردني ځوان راته وویل چې ‌ ددوی په رسټورانټ کې یو وخت ډوډۍ تر لس ډالرو کمه نه ده،‌ خو د ښار په نورو برخو کې برګر او نور خواړه پنځه ډالرو پورې دي.‌ زړه کې مې ویل،‌  هغه سالنګ لاره کې چې د پسه د پښتۍ تروه ترخه ښوروا درته راوړي‌ او په یخو شړومبو کې یې وچ وېلنی او بادرنګ درته اچولي وي تر دغو خوړو زر وارې خوندور دی.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته ځینو نجونو ایس کریم هم وغوښت، ما چې ډوډۍ تر خپل همیشني اندازې لږه زیاته خوړلې وه نو له ایس کریم خوړلو مې ډډه وکړه او د باندې ووتم. زموږ په ګروپ کې څلوېښت مېرمنې دي چې زیاتره یې د اسټرالیا، لندن، کاناډا او امریکې د ېلابېلو ایالتونو نه راغلي‌ دي. د رسټورانټ د باندې دوه نجونې هم ولاړې وې. له دوی لږ څنګ ته شوم. د رسټورانټ ښی خواته د موټرو پارکېنګ ته لاره تللې وه. مخې ته یې یوه غرفه ایښې وه او دوه ځوانان په کې ناست وو. څنګ ته یې ودرېدم او سګرټ مې ولګاوه.‌ هغوی ته مې پوښتنه وکړه:

  • اجازه ده دلته سګرټ وڅکم.

 په ډېره مینه یې ویل:

  • هو، هېڅ خبره نه شته.‌

یوه ته یې لکه چې زما قواره نا اشنا ښکاره شوه.

  • د کوم ځای یې.‌
  • اصلاً د افغانستان یم، خو دلته له امریکې نه راغلی یم.

عربي‌ او انګریزي یې سره ګډه کړه:

  • اهلا و سهلا ټو اردن.
  • زما په خیالونو کې دا سیمه لا هم شام دی.

دواړو  وخندل:

  • ښار کې اوس هم ډېر شامي‌ او فلسطیني خلک شته. اوس خو لا حکومت اقامې هم ورکړي بیغمه له موږ سره ګډ ژوند کوي.

شام په تاریخ او ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري. په ماشومتوب کې چې ما د سلطان صلاح الدین ایوبي د جګړو کیسې لوستې او یا به مې د کلاسیکو شاعرانو شعرونه لوستل نو چېرته به چې له زلفو سره د شام لښکرې تشبیه شوې وې یو بل ډول خوند به مې ترې اخیسته. ملا صیب چې به جومات کې راته سعدی او حافظ په ترنم کې لوسته یا به یې د ګلستان حکایتونه بیانول نو د شام شریف د انګورو او انارو نومونه به یې داسې په خوند خوند اخیستل چې ان د جومات له بروزو او وښو به د تازه میوو بوی راپورته شو.

ما چې رسټورانټ کې ډوډۍ خوړله رضوان هم زموږ میز ته راغی او راسره خوا کې کېناست:‌

  • السلام علیکم، زما نوم رضوان دی.
  • وعلیکم السلام، زه دې پېژنم.‌
  • رښتیا؟
  • هو په بس کې درسره وم.
  • خندا – ښه ښه ته همدې بس کې وې.

 په خبرو خبرو کې مو له یوه او بل سره جوړه شوه. رضوان د اردن دی خو په شیکاګو کې یې نرسنګ لوستی، وروسته یې هغه دنده پرېښې او اوس دارالسلام سره د لارښود په توګه کار کوي.

زه لا همدلته د رسټورانټ مخې ته له ګاردانو سره ولاړ وم چې رضوان هم راووت. زموږ خواته راغی. د سګریټو ډبی یې راوویست،‌ ماته یې هم وړاندې کړ. ما ورته په انګریزي وویل:

  • ویلکم ټو ده ټیم رضوان. ته ووایه چې موږ شام کې یو او که اردن کې. دا ځوانان یې راسره نه مني چې دا شام دی.
  • ههه. ستا خبره هم سمه ده او ددوی هم. پخوا وختونو کې فلسطین، اردن، لبنان او سوریه ټول د شام خاوره وه. نن ورځ‌ دا نوم یوازې دمشق ته کارول کېږي. که په سوریه کې څوک د دمشق ښار اوسېدونکی وي ځایي خلک یې شامي بولي. د عربو دا خاوره تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته ټوټه ټوټه شوه او خپلو کې یې سرحدونه وټاکل، خو لا هم یو او بل سره دومره نږد دي چې د بیت المقدس ودانۍ د اردن له غرونو څخه لیدل کېږي.
  • زه خو لا هم په پخوا زمانو کې یم. زما په تصوراتو کې شام ښکاري.
  • له تاریخي‌ پلوه ستا خبره سمه ده.‌ تر مسلمانانو دمخه د پخوانی شام اوسنی اردن د رومي امپراتورۍ په واک کې وه. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر بعثت وروسته په دې سیمه کې د موته او تبوک په نامه دوه مهمې جګړې شوي، وروسته بیا د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت په زمانه کې شام فتح شو او پاتې نورې سیمې د وخت په تېرېدو ونیول شوې. اوس مهال تبوک سیمه د سعودي‌ د خاورې برخه او له اردن سره په سرحد کې واقع ده.‌ له بلې خوا اوس چې سوریه کې جګړې او ګډوډۍ دي نو ډېر خلک له شام او دمشق نه اردن ته مهاجر شوي چې زیاتره یې په عمان ښار کې اوسېږي. دلته د فلسطین او عراق ډېر مهاجرین هم راغلي‌ چې د ښار په مختلفو برخو کې یې کمپونه دي.

ملګري‌ مې لیدل چې یو یو له رسټورانټ نه ووتل. محمدرسول راته وویل چې نن بل ځای ته تګ په پلان کې نه شته، ځینې کسان غواړي په ښار کې چکر ووهي که ته هم غواړې کولی شې په ښار کې چکر ووهې او ماښام هوټل ته راشې.‌

ما رضوان ته خپل موبایل ورکړ چې د رسټورانټ مخې ته مې یو عکس واخلي. عکس یې واخیست، موبایل یې بېرته راکړ:

  • باید د ښار مهم ځایونه وګورم او عکسونه یې واخلم.‌ زه غواړم یوه سفرنامه ولیکم.

رضوان لکه دهر بل وطنپرست انسان زما په خبره خوشاله شو چې دده د هېواد په اړه یو څه لیکم. په ډېره مینه یې راته وویل:

  • که لس پنځلس دقیقې انتظار کولی شې بیا زه هم درسره تللی شم او چاته به زنګ ووهم چې موټر راته راوړي.
  • که ځایونه نږدې وي او په پښو ګرځېدای شو خو موټر ته اړتیا نه شته.

شېبه وروسته یې کارونه خلاص شول او موږ دواړه له نوي ښار نه د زاړه ښار خواته روان شولو.‌ پر لاره ځای ځای د سیلانیانو بسونه لیدل کېدل. رضوان ته مې ویل تاسې باید شکر وباسئ چې سیاستوالو مو اردن لکه د ځینو نورو عربي هېوادونو له جګړو او ناخوالو لرې ساتلی او د سیلانیانو لپاره یو امن وطن دی. په ټوکه مې ورته وویل:

  • خو یوه خبره ده چې موږ سیلانیانو سره لږه ګوزاره کوئ. سل ډالره یې په ویزه رانه واخیستل‌ او یوازینی هېواد دی چې کله ترې بېرته وځې نو بیا به هم شل ډالره ورکوې.

رضوان په خندا:

  • دا خبره دې صحیح ده.‌ خو ستا تاوان به زه درکړم. هر څومره ورځې چې په اردن کې اوسېږې، سګرټ دې پر ما.‌
  • مننه،‌ زه کوشش کوم چې په دې مقدس سفر کې سګرټو سره خدای پاماني وکړم.
  • ما هم نیت تړلی. که تا پرېښود بیا ما هم خبر کړه.
  • هههه.

رضوان راته وویل چې د ښار دا ختیځه برخه ډېره ښایسته ده او زیاتره‌ مېډل کلاس خلک دلته اوسېږي او هغه د های کلاس خلک بیا له ښاره لږ لرې اوسېږي.‌ تر لږ ګرځېدو  وروسته مې وغوښتل د ښار مشهوره کلا وګورم،‌ ما لوستي‌ وو چې دې کلا د تاریخ په اوږدو کې د یوه دفاعي ډال نقش ترسره کړی دی.‌ پر دې ښار ډېرې حملې شوي،‌ د هخامنشیانو په دوره کې ایران د اردن ښار نیسي. وروسته مقدوني سکندر حمله کوي او دا ښار په مقدونیه او روم پورې تړل کېږي. په ښار کې له ډېرو نښو او اثارو داسې معلومېدل چې رومیانو دلته ډېر کار کړی، ځکه چې زیاترو تاریخي ځایونو او ودانیو کې د رومیانو د تمدن نښې ښکاريدې.

پر لاره لکه کابل د موټرو زیاته ګڼه ګوڼه وه، لارې هم بندې وې،‌ رضوان راته وویل چې د مامورینو د وتلو وخت دی، ویل یې دولتي مامورین زیاتره څوک تر یوې او څوک تر درېیو بجو کار کوي خو خصوصي سکټور بیا تر پنځو بجو کار کوي. دغه وخت مامورین وځي نو ښه رش یې جوړ کړی وي، کټ مټ کابل یې را یاد کړ. خو البته د څو کلونو مخکې کابل، ځکه د جمهوریت تر سقوط وروسته ما بیا کابل نه دی لیدلی.

د کلا تر لیدو وروسته موږ رنګین کمان چوک او بیا د عمان زاړه ښار ته لاړو، ددې ښار ښایست په دې کې دی چې لکه د کابل ځینو برخو پر غونډیو ودان دی،‌ کورونه یې په هماغه زاړه دودیز شکل ساتل شوي، تت ژیړ رنګونه په کې ډېر کارول شوي او مډرنې ودانۍ په کې لږ لیدل کېږي. د ښار په کوڅو او سرپټو پخوانیو بازارونو کې لږ وګرځېدو، تر ښار لږ هاخوا یو رومي تیاتر دی. رضوان راته ویل،‌ رومیان چې به هرځای لاړل هلته به یې د خپل کلتور له مخې د ګلاډیټورانو (پهلوانانو) د مسابقو لپاره میدانونه جوړول. اوس چې هغه زمانه او ګلاډیټوران نه شته ځوانان او پیغلې دغه تیاتر ته راځي او پر زینو بنډارونه کوي.

رضوان ته زنګ راغی.

زه د تیاتر پر زینو کېناستم. د ارام ساه مې واخیسته،‌ هغه تېره زمانه مې ذهن کې وګرځېدله چې دلته به څه حال و. پر دې ډګر به د څومره ډېرو مټورو ځوانانو وینې تویې شوې وي. څومره خلکو به دلته دیوه او بل پر سر شرطونه تړلې وي او څومره پېغلو به دلته خپلو مئینانو ته غاړې ورکړې وي. لا په خیالونو کې ډوب وم چې رضوان راته وویل:

  • ځه چې هوټل ته ځو سبا بل ځای روان یو چې لږ خوب وکړې.‌
  • لا خو مې ټول عمان نه دی کتلی.
  • په خندا – ټول عمان په دوه ورځو کې هم نه کتل کېږي.‌

زه رښتیا هم ستړی وم،‌ ځکه ما په ټولیز ډول په دغه دولس ساعته سفر کې خوب نه و کړی،‌ خو له یوې خوا بې خوبي‌ او بله خوا یوه بېساري‌ خوښي وه چې زه دا مهال د شام په خاوره کې وم.‌ هغه خاوره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې فضیلت بیان کړی دی.

اصحاب کهف (د څمڅې یاران)

سهار پنځه بجې وې کررر کررر شو د موبایل زنګ را وېښ کړم. وارخطا شوم چې موبایل مې څنګه لکه کولنګي چرګ بې وخته اذانونه کوي.

څنګ ته مې محمداسلام په خپل چپرکټ کې په بل اړخ واوښت د موبایل زنګ یې غلی کړ.

ما سر جګ کړ او په مانا داره انداز مې محمد اسلام ته وکتل.‌ هغه زما په مقصد پوی شو:

  • وبخښه زه لږ وخته پاڅېږم چې ولامبم بیا جمعې ته ځم.
  • جمعه په څو بجو کېږي.
  • شپږنیمې، خو زه به لږ وخته لاړ شم.

خوب مې پوره نه و. بېرته مې پر بالښت سر کېښود خو میرات مړی خوب خراب شو.

محمد اسلام پاکستانی- امریکایی دی نیویارک کې اوسېږي. پخوا یې د IT یا معلوماتي ټیکنالوژۍ څانګه کې کار کاوه خو اوس تقاعد شوی. جالبه انسان دی. زه چې پرون ماښام کوټې ته راغلم. ټول میز یې په خپلو دواګانو، وچو میوو او پلاستيکي کڅوړو نیولی و. پتلون یې یو ځای پروت و، بیکونه یې بل ځای او د موبایل چارچر بل ځای. بیخي لکه کوټه چې یې یوازې ده ته ورکړې وي. ماته هغه وخت هم غوسه راغله چې بابا لږ نزاکت ښه شی وي. اول خو دې تر ما مخکې منډې وهلې هغه ښه چپرکټ دې ونیو، بیا دې اوس ټوله کوټه کې خپل شیان داسې غوړولي‌ لکه د بنجاري دکان.

محمداسلام چې له تشنابه راووت پوی شو چې زما طبعه خټه ده. جامې یې ژر ژر بدلې کړې، غل غوندې له کوټې ووت.

د سهار چای اوه نیمې بجې د هوټل په کفټریا کې تیار شوی و. نورو ملګرو خبر کړم تر چایو وروسته لاندې لومړي پوړ کې یوه غونډه لرو چې د نن ورځې پلان باره کې خبرې کېږي.‌ ماته له کوره زنګ راغی لږ وځنډېدم. چې کله ورغلم طارق خبرې کولې او د سفر استادان او شیخان یې معرفي‌ کول.

دا استاد مهدي دی،‌ قانونپوه او په شرعیاتو کې هم ماسټري لري. دا بل شیخ عمر دی. چې زموږ د سفرونو روحاني مشر دی. دا مخامخ ناسته شیخه عایشه ده چې دوی به ټول د سفر په جریان کې وپېژنئ.‌ طارق د نن ورځې د سفر په اړه وویل چې تر غرمې وروسته به روانېږو، یو څو ملګري‌ را روان دي، فلایټونه یې نن رارسېږي او تر غرمې وروسته به له موږ سره یو ځای شي. بیا به د پلان له مخې د صفوي په نامه سیمې ته روانېږي چې مبارکه ونه وګورو. دا سیمه د پایتخت عمان شمال لوري ته دښتو کې پرته ده او ویل کېږي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به پر همدې سیمه کاروانونه له عربستان نه شام ته تلل.

همدلته پوی شوم چې طارق زموږ د سفر امیر دی  او کلیفورنیا کې د هغې ټولنې مشري هم کوي چې زموږ د سفر چارې یې اسانه کړي دي.

په رضوان پسې مې سترګې وغړولې، دلته نه و. د باندې چې ووتلم، هال کې یې چا سره خبرې کولې. چې له هغوی وزګار شو.

  • رضوانه څه شو زما سګرټ؟

د سګرټو ډبی یې په خندا راوړاندې کړ.

  • نه کنه، زه خو سپرلی ستا د خندېدو لپاره غواړمه.
  • په خندا،‌ ښه ته صبر د هوټل منیجر سره یو دوه خبرې کوم.

د هوټل منیجر د یوه لوکس میز مخې ته ولاړ و. رضوان ورغی، په عربي یې خپلو کې څه وویل، بېرته زما خواته روان شو.

  • لېټس ګو.

ما ورته په خندا وویل:

  • تعال
  • دغه ده عربي‌ دې هم زده کړه.
  • دومره خو مې زده ده، ټول قران په عربي دی.
  • رښتیا وایې.

د اسمانځکي هوټل سیوری پر ټول پارکینک غوړېدلی و. چپ لاسته د اوبو یوه فواره او ګلان وو. زه او رضوان همغه خواته ورغلو او یوې ډډې ته ودرېدو.

  • د اصحاب کهف باره کې دې راته پرون هېڅ ونه ویل.
  • هو، هغه غار همدلته عمان کې دی.
  • عمان کې څنګه کېدلی شي.
  • ما خو اورېدلي‌ وو چې د مشق کې د رقیم د غره پر سر دی. څلور کاله مخکې چې ترکیه کې وم هلته خلکو ویل چې دلته په یوه لرې پرته سیمه افسون کې هغه د اصحاب کهف غار دی. د مصر خلک هم دعوه لري. دا څنګه کیسه ده؟
  • هغه دعوې غلطې دي. هغه غار دلته په عمان کې دی.
  • ښه نو نن خو سفر هم ځنډېدلی دا ځای به څنګه وګورو؟‌

رضوان یوه شېبه غلی شو. زه پوی شوم چې سړی یو سر هزار سودا دی.‌

  • نه، نه. مطلب مې دا نه و چې ته راسره لاړ شې.
  • دومره لرې نه دی خو زه باید د نن ورځې د سفر تیاری وکړم.
  • ښه ټیکسي به ونیسم.
  • زه به چاته زنګ ووهم یو څو روپۍ ورکړه.
  • سمه ده، خو چې په انګریزي پوی شي. د پیسو غم مه کوه.
  • خدای به خیر کړي.

زه او رضوان بېرته هوټل ته لاړو. ما خپله کوټه کې جامې بدلولې چې د رضوان زنګ راغی.

  • هغه کس به شل دقیقو کې ورسېږي.‌‌ تیار اوسه.
  • وا رضوانه! هسې نه چې سیند ته مې تږی بوځي او تږی مې راولي.
  • دا خو مې ورته ویلي،‌ ځکه بیا بل ځای سفر لرو.

شل دقیقې وروسته زه د هوټل مخې ته ووتم او د خالد په نامه یو کس سره یې ولېږلم.‌ خالد راته په موټر کې وویل چې دی هم په شخصي ډول د ټوریزم برخه کې کار کوي. ځان ته یې ویبپاڼه هم جوړه کړې. چالاکه خو مودبه ځوان و.

خالد یوازې نه دی. زه چې کله اردن ته راتلم نو په ویبسایټونو کې مې معلومات لټول. هلته راته معلومه شوه چې د اردن د ډېرو خلکو پیشه اوس همدا ټوریزم ده. هر سړی کوښښ کوي یو بهرنی پیدا کړي او ورسره وګرځي. لکه افغانستان کې چې یو وخت له بهرنیانو سره د ژباړن دنده د عاید یوه ښه وسیله وه.

سپین کرولا موټر د عمان په زړو کوڅو کې پر یوه او بل موړ پورته کېده.‌ د ښار له ګڼې ګوڼې یوه لوی سړک ته ووت. په تنګو کوڅو کې دوه درې ځایه خالد لویو موټرو ته لاره پرېښوده. یو ځای کې ماشومان ښوونځی ته تلل،‌ لرې ودرېده او ټولو ته یې د بای بای په دود لاس وښوراوه. خالد راته وویل اردن کې دا دود دی چې پر سړک یا کوڅه پلی سړی وینې لرې باید ورته ودرېږې. پر نورو به بېځایه هارنونه نه وهې او د لویو موټرو  لپاره به ستونزې نه جوړوې. کله چې له کوڅې سړک ته وتلو نور موټر ورته ودرېدل او د لاس اشاره یې ورکړه چې ځه مه ډارېږه. که څه هم پر سړک ګڼه ګوڼه وه خو ټول موټر منظم تلل. زه چې دا دوه ورځې په عمان کې ګرځم ماته په سړکونو کې ددوی د اعلی اخلاقو نندارې ډېر خوند راکړ. د یوې ټولنې ټرافیکي‌ نظام د هغې ټولنې د اخلاقو ښه هنداره ده. له بده مرغه زموږ په وطن کې د موټروانانو چلند او اخلاق ډېر خواشینوونکی دی. له سړک نه پورې وتونکو لارویو ته کنځا او بدرد خو بیخي عادي خبره ده، نور ډریوران یې هم له شره په امن نه وي.‌ کله چې یو موټر چېرته بند شي‌ ددې پر ځای چې مرسته وکړي هارنونو یې دنیا په سر اخیستی وي. ما خپله په ماهیپر کې څو ځله د لارې بندیدل تجربه کړي. ددې پر ځای چې ډریوران له حوصلې کار واخلي او مرسته وکړي، هر څوک کوښښ کوي یوه سوړه پیدا کړي او تر نورو مخکې شي.‌ خالد راته وویل چې عمان کې معامله برعکس ده. دلته انسان خو انسان دی د اوښانو خیال به هم ساتې. که د چا اوښ‌ دې په موټر ووهه د یو موټر قیمت تاوان به ورکوې. خالد بله جالبه خبره دا وکړه چې دلته د عمان پر سړکونو نوي او زاړه، قیمتي او ارزانه ګاډي کوم توپیر نه لري، د یوه او بل خاطر کول د قبایلي‌ کلتور یوه برخه ده. داسې نه چې دې موټر کې وزیر صیب، قومندان صیب،‌ ملک صیب یا خان صیب دی پر نورو دې موټر وخیژوي او یا دې ورپسې د موټر کړکیو د ټوپک میل وباسي.‌ دلته زورور او کمزوري دواړه د ژوند حق لري.

له خالد سره خوندور بنډار روان و چې موټر یې ورو کړ او یوه بل سړک ته واوښت.‌ دا سړک یوې غرنۍ سیمې ته تللی و.  پر سړک یوه لوحه لګېدلې وه.

[رجیب، کهف دغه خواته دی]

له هوټل نه تردې ځایه به مو ټول ټال نیم ساعت مزل کړی وي. موټر په یوه چړهایي وخوت، په غالب ګومان یوه زړه کلیسا را ښکاره شوه. د صلیب نښه ورباندې نصب وه، خو ما یې پوښتنه ونه کړه. وروسته یو سپین جومات چې د مرمرو تیږې او منارونه یې د لمر په ځلا کې ځلېدل. پورته د غره په لمنه کې د یوې وړې حجرې په اندازه یو غار  چې خوله یې د ښار خواته وه ښکارېده. په زړه کې مې تېر شول، یوه زمانه به تر دې غاره څومره په تکلیف خلک ختل.‌ دادی اوس غار ته نږدې سړک ختلی. د غار خوله کې غټې غټې تیږې دي.‌ درې قدمه چې لاندې کېږدې وړاندې د غره سینې ته د انسان د قد په اندازه تیاره لاره تللې ده . کیڼې خواته یې یوه سورۍ ده چې د لمر رڼا ترې ځلېږي.

خالد په منډه جومات خوا ته لاړ. لکه چې قضایي لمونځ‌ یې کاوه. یا به تشناب ته تللو. والله اعلم.

زه همدلته ولاړ وم. یو زلمی را وړاندې شو.

  • ګائیډ، ګائید.
  • نه، ګائیډ لرم. مخامخ جومات ته مې اشاره وکړه.

شاوخوا کلي داسې ښکارېدل لکه د غزني کلي. خو هغه اوارې غونډې دي او دا سیمه لږه غرنیزه ده. د ترکانو یوه ډله ولاړه وه. یوه تن ورته معلومات ورکول چې ددوی شمېر څومره دی. څومره وخت دلته ویده وو.‌ خو د چا خبره چې:

زبان یار من ترکي ومن ترکي نمیدانم

زه نو اوس سیلانی یم، تورېست، خالد مې نیمه لارښود، نیمه ترجمان او ډریور. چې بېرته راغی د ځمځې په اړه یې خپل معلومات یې راسره شریک کړل. ده فکر کاوه زه په دې کیسه هېڅ‌ خبر نه یم.‌ خو داسې نه وه.

قصص القران کې یوه مهمه قصه د څمڅې د یارانو ده. کهف په عربي کې غار ته وایي او د قران پاک یو مکمل صورت د سورت الکهف په نامه دی چې په تفصیل سره ددغو یارانو او ددوی د سپي قصه په کې راغلې ده. زه چې ماشوم وم نو زموږ د جومات طوطاخېل ملا صیب به په خپله ګردیزۍ لهجه راته په ګلستان کې د سعدي صیب دا شعر په ډېر خوند خوند په ترنم کې ویل:‌

پسر نوح با بدان بنشست خاندان نبوتش ګم شد

سګ اصحاب کهف روزی چند پی نیکان ګرفت و مردم شد

مولانا جلال الدین بلخي‌ هم په خپله مثنوي معنوي کې د څمڅې د یارانو او د وخت د ظالم پاچا حکایت په ډېر خوندور شکل نظم کړی دی.

سګ چو عالم ګشت شد چالاک زحف

سګ چو عارف ګشت شد اصحاب کهف

د کیسې لنډیز دادی چې د اصحاب کهف د دور پاچا دکیوس یا دقیانوس (۲۴۹ء. ۲۵۱ء) مشرک و او په زوره به یې خلک بت پرستۍ او شرک ته اړول. د طبري او ځینو نورو تفیسیرونو له مخې اصحاب کهف پر وحدانیت باور درلود او دقیانوس پاچا به د طرسوس ښار کې هغه مومنان وژل چې په توحید یې باور و. د روایتونو له مخې دغو ځوانو مومنانو چې د پاچا ظلم ته وکتل نو پرته له تېښتې یې بله چاره نه وه. دوی له وېرې له ښاره د باندې په یوه غار کې له خپل سپي (‌قطمیر)‌ سره پټ شول. هلته پر دوی خوب غالب شو او ۳۰۹ کاله په غار کې ویده پاتې شول. چې څه وخت له خوبه را ویښ شول دوی داسې احساس کاوه چې ښایی یو ساعت یا نیمه ورځ‌ به ویده شوې وي.‌ دوی خپل یو ملګری ښار ته په خوړو پسې ولېږه. هغه ملګری یې چې ابادې ته رسېږي ګوري چې هرڅه بدل شوي. هغه شناخته خلک یې یو هم نه شته، نوى کهول او نوې منظرې یې تر سترګو کېږي. کله چې د خوړو اخیستلو لپاره دوکاندار ته پيسى ورکوي هغه پیسو ته حیران حیران ګوري چې دا اوس د کومې زمانې دي.‌ بالاخره نور خلک چې دا سکه ګوري نو ددوی راز  ښکاره کېږي، خو دا اوس داسې وخت دې چې په دې ښار کې د مؤمنانو حکومت راغلی، لنډه دا چې دوی بېرته خپل غار ته لاړل. الله تعالی بیرته ویده کړل چې تر قیامته به ویده وي.

زه چې له ماشومتوبه له قراني کیسو سره مینه لرم،‌ خبر وم چې د اصحاب کهف د څمڅې د موقعیت په اړه یوه ادعا دا هم ده چې دا څمڅه یا غار د اردن پایتخت عمان ته نږدې په همدې رجیب کلي‌ کې دی.‌‌

که څه هم مفسرین او جغرافیه پوهان د ددغې څمڅې د موقعیت په اړه مختلف نظرونه لري؛ خو له دې ځایه چې د اردن شاوخوا کورونو او پخوانیو ابادیو ته ګورې باور دې پوخ شي چې ښایي همدا د اصحاب کهف دقیق موقعیت وي.‌

د هغو حکایتونو او روایتونو په منځ کې چې دوه موقعیتونه یې حقیقت ته نږدې ښودلي. لومړی غار یا څمڅه د ترکیې په افسوس یا اپسوس سیمه کې ده او بل ځای چې ویل کېږي اصحاب کهف په کې ویده شوي همدا ځای دی. په اذربایجان د مشق او نورو ځایونو کې هم ددغه غار د موجودیت دعوې شوې دي خو دا چې اصحاب کهف د یونان او شام ترمنځ په همدې سیمو کې اوسېدل نو د ترکیې او اردن موقعیتونه حقیقت ته ډېر نږدې ښکاري.‌

جالبه دا وه چې لکه د نورو تاریخي‌ ځایونو د غار پر لیدلو ټیکټ نه دی لګېدلی او هرڅوک کولی شي وړیا ورشي.

د غار دننه څلور قبرونه دي، پاتې درې قبرونه د ځمکې لاندې یا د ښار په کوم بل ځای کې نامعلوم دي. د غار مخکینۍ دروازه او شاته دروازه تقریباً سره ورته دي. یو قبر په پورتنۍ برخه کې یو کوچنی سوری لري، ویل کیږي چې د انسان هډوکي لیدل کیدی شي، خو زه ور وړاندې نه شوم.‌ یوه تن راته وویل چې د موبایل په څراغ یې په قبر کې هډوکي ولیدل، خو کېدای شي دا یې د سپي هډوکي‌ وي. له دې ځایه چې ووتو ما نږدې جومات کې یو دوه رکعته نفل وکړل، د اصحاب کهف او ددوی په شان نورو مظلومو انسانانو په حق کې مې لاسونه پورته کړل. غار سره څنګ کې یو عالم یوه ډله سیلانیانو ته د قران پاک د سورت کهف ایتونه تلاوت کړل او په قران پاک کې ددې کیسې پر اهمیت یې خبرې وکړې.  د اصحاب کهف سورت د قران پاک په بنځلسمه سېپاره کې اتلسم سورت دی چې  ۱۱۰ ایاتونه لري.‌ په قران پاک کې د پخوانیو امتونو کیسې د عبرت لپاره بیان شوي چې په دې کیسو کې یو هم د اصحاب کهف کیسه ده. دا سورت په هغه وخت کې نازل شوی چې د مکې مشرکانو په توحید پرستو مسلمانانو ډېر ظلم کولو ان تر دې چې د نبوي کورنۍ سره یې اړیکې وشلولې. د مفسرینو په وینا د اصحاب کهف واقعه د حضرت عیسی علیه السلام له دور نه وړاندې زمانه کې پېښه شوې ده. د مدینې منورې یهودي عالمانو د مکې مشرکانو ته وویل چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه د اصحاب کهف، ذوالقرنین او روح په اړه پوښتنې وکړئ نو د پیغمبرۍ حقیقت به یې معلوم شي. له دې نه معلومېږي‌ چې یهودیان د اصحاب کهف په اړه پخوا څه لوستي یا اورېدلې وي او د هغو معلوماتو په اساس یې غوښتل د خدای رسول و ازمایي.

د اصحاب کهف په دې واقعه کې د مسلمانانو لپاره دا درس دی چې مومن باید په سختو حالاتو کې هم د خپل ایمان ساتنه وکړي. کله چې مسلمان ثابت قدمه وي نو په ډېر سخت حالت کې به هم دخدای جل جلاله غیبي‌ مرسته ور ورسېږي.‌ په دې کیسه کې بله خبره دا هم ده، چې الله جل جلاله د څمڅې یاران تر ډېره وخته ویده کړل او بیا یې راویښ کړل تر څو کافرانو ته د قیامت شته والی په ازبات ورسوي او دا ورته وښیي چې د غار د اصحابو په څېر مړه کول او بیا را ژوندي کول الله جل جلاله ته سخت کار نه دی. لکه څنګه چې مې مخکې یادونه کړې، د تاریخي روایاتو له مخې دا کيسه په داسې وخت کې را منځ ته شوه چې د مشرکانو او موحدینو تر منځ د قيامت او د مړي د بيا راژوندي کيدو په اړه سخته شخړه روانه وه.

د نورو ډېرو قرآني کيسو په څېر د اصحاب کهف کيسه هم په زیاترو آسماني مذهبونو کې تاريخي مخینه لري، خو په ختيځ او لوېديځ کې د عيسويانو او مسلمانانو تر منځ دا کیسه ډېره مشهوره ده. قرآن پاک پرته له دې چې د کوم خاص مذهب خاوندانو ته اشاره وکړي، د پخوانیو خلکو په مینځ کې د دې کیسې شهرت او خپریدو ته اشاره کوي.‌ د عیسویانو په منځ کې اصحاب کهف په غار کې د پناه اخیستو له امله نه، بلکې د دوی د ویده کیدو له امله مشهور دي او د دوی شمیر اوه تنه ګڼل کیږي، په ډیرو سرچینو کې، په ځانګړې توګه ددوی په تاریخي منابعو کې. لویدیځ عیسویان دوی د اوه تنه خوب کوونکيو په نامه پیژني.

ددوی شمېر په دقيقه توګه معلوم نه دی، که څه هم اوه شمېره د دوی لپاره کارول شوې ده. د صحابه کرامو د شمېر په اړه د سورت کهف په ۲۲ آيت کې راغلي دي: ډېر ژر به ووايي چې په دوی کې درې وو [او] څلورم د دوی سپی و او دوی به ووايي چې په دوی کې پنځه وو [او] شپږم د دوی سپی وو، دوی بې نښې نالیدلي‌ ویشتل کوي او ځینې وايي چې په دوی کې اوه وو او اتم د دوی سپی و، ووایه زما رب د دوی په شمیر باندې ښه پوهیږي ..  د څمڅې د یارانو کيسه د قيامت پر شته والي‌ دلالت کوي.

په جومات کې مې دوه رکعته نفل وکړل، دوو ماشومانو یو توپ زما مخې ته څو ځلې په لغتو وواهه. ماته د عربو دا چلند چندانې خوند نه راکوي. په امریکا کې هم عربان جوماتونو ته خپل ماشومان راولي‌ او د جمعې پر وخت هغوی د لمونځ کوونکو مخې ته منډې وهي، پر اوږو یې سپرېږي.‌ دا کار زموږ په کلتور کې نه شته. زه نه پوهېږم یا خو موږ له خپلو ماشومانو سره ډېر جدي چلند کوو او یا دوی په دغه برخه کې بې تفاوته دي. تر نفل وروسته یو ځل بیا د غار خولې ته ورغلم یو څو عکسونه مې واخیستل.‌ خالد را وړاندې شو:

  • یوولس بجې شوې.
  • سمه ده ځه چې ځو.

خالد بېرته موټر هماغه سړک ته سیخ کړ. په کږو وږو کوڅو یې ښایسته مزل وکړ او هوټل ته یې ورسولم. د خدای په امانۍ پر وخت مې خالد ته پنځوس ډالره ورکړل. ډېر خوشاله شو. مننه یې وکړه،‌ ویل یې که بل ځای تللی دا مې شمېره ده.

مقدس سفر | عزت الله شمسزی

1 COMMENT

  1. د لیکلو د انداز ترڅنګ ددی سفرنامې ښیګڼه په دې کې ده چی لوستونکی فکر کوي له لیکوال سره په سفر کې ملګری دی. په الوتکه کې د لیکوال د سترګو لیدلی حال له طنز سره سره پند هم دی. زما په نظر سفرنامه باید همداسې وي چې ځای ځای معلومات وړاندې کړي او ډېر په کې لیکوال خپلې تجربې او مشاهدې شریکې کړي. قلم مو همداسې تاند اوسه شمسزی صاحب او د نورو برخو د خپرولو په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب