یکشنبه, مې 19, 2024
Home+مقدس سفر | عزت الله شمسزی

مقدس سفر | عزت الله شمسزی

د اردن،‌ فلسطین او عربستان سفرنامه

دویمه برخه

حوا له ما سره په دفتر کې همکاره ده. دا انجلۍ په ارتباطاتو او کمونېکیشن کې دومره تکړه ده چې په اول ځل مخامخ کېدو مې زړه ته ننوته او تر اوسه راباندې ګرانه ده.‌ ښایي د پنځه ویشتو کلونو به وي‌ خو په دې کم عمر خدای پاک دومره پوهه او تقوی ورکړې ده چې سړی ورته حیران شي. د دندې په لومړۍ ورځ یې راته ویل:

  • مارکیټینګ مې لوستی.
  • ما هم ارتباطات لوستي.
  • بیا خو سره نږدې یو.‌
  • مسلمان یم.
  • زه هم مسلمانه یم.
  • زه ستا له ټیکري پوی شوم، خو ځان مې ځکه در معرفي‌ کړ چې دلته په امریکا کې زیات خلک په موږ د هندیانو ګومان کوي.
  • په خندا،‌ هو د رنګ په خاطر.‌
  • هو کنه غنمرنګي یو.‌

موږ دواړو یوه شېبه وخندل. پس له هماغې ورځې د دین رشتې د مینې په یو داسې تار تړلي‌ یو چې که دفتر کې یو نو خامخا پر یو او بل سلام اچوو او یوه شېبه بنډار کوو.

تېر کال ما یو څو ورځې رخصت واخیست له استاد محب الله اسرار سره واشنګټن ډي‌ سي‌ ته د ملګرو لیدلو لپاره ولاړم، چې بېرته راغلم حوا هم عمرې ته تللې وه. دوه هفتې وروسته مې دفتر کې ولیدله، مبارکۍ  ته یې ورغلم.‌ یوه تسبیج او یو کارټن خرما یې راکړل. د سفر خوږې کیسې یې وکړې، عکسونه یې راوښودل، ډېره خوشاله وه،  ټینګار یې دا و چې زه هم باید لاړ شم. ما ورته په خندا وویل چې زه اوس دومره پیسې نه لرم، چې کله خدای پاک وس راکړ بیا به لاړ شم. ویل یې کوم اورګنایزیش چې زه عمرې ته بېولې وم، دوی سکالرشیپونه لري، غوښتنلیک ډک کړه کېدای شي وړیا دې بوځي، زه یې هم وړیا بیولې وم.

زما چې زړه او ذهن افغان دی، نو له واره مې د وطن خیریه ټولنې سترګو ته ودرېدې او د اسلام ټیکداران رایاد شول. له ځان سره مې وویل: پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي.  حوا ته مې وویل دا څنګه امکان لري چې یو څوک دې له امریکې تا وړیا عمرې ته بوځي، زه خو فکر کوم‌ ته امریکایي مسلمانه یې،  بله دا چې په دې تانده ځوانۍ کې خدای دومره استعداد درکړی چې پروسږ کال دې شیکاګو کې شل زره کسانو ته وینا وکړه او د امریکې ډېرو اسلامي ټولنو وپېژندلې. زما په نظر نورو خلکو ته ستا شخصیت او په دې عمر له اسلام سره دومره مینه جالبه ده، نو کېدای شي‌ دا اورګنایزیش پر تا خپل بازار ګرموي. ته خو ګوره مارکیټینګ کې کار کوې، دا د اډورټایزمنټ یوه کامیابه طریقه ده چې تا غوندې یو څوک د یوې ښې بېلګې په توګه نورو ځوانانو او کورنیو ته وښیي او هغوی اسلام او په ځانګړې توګه د عمرې او حج سفر ته تشویق کړي.‌  زما په نظر کېدای شي ستا دغه ښېګڼې وي چې هغو خلکو وړیا بوتللې.‌ زه د افغانستان او بیا نارینه یم.‌ فکر نه کوم که عربان پر ما دومره مصارف وکړي.‌

حوا لکه چې زما دلیلونو قانع نه کړه. ویل یې:

  • دا خو به بهترین کار وشي چې زما په لیدلو نور ځوانان اسلام ته ترغیب شي، تر دې بل ښه کار چېرته دی.
  • دا خبره خو دې صحیح ده.

په اخره کې یې یو ځل بیا وویل:‌

  • -‌ ته غوښتنلیک ولېږه، یو څو دقیقې وخت به دې ضایع شي، تاوان یې نه شته.
  • – سمه ده ته لینک راولېږه.

څو ورځې وروسته مې د هغه اورګنایزیشن په ویبپاڼه کې غوښتنلیک ډک کړ او د حوا نوم مې په ریفرنس کې ولیکلو. پر سبا یې حوا کومې ملګرې ته ایمیل هم وکړ.‌  دوه اوونۍ به نه وې تېرې چې سکالرشیپ مې ومنل شو او د عمرې ټول مصارف یې په غاړه واخیستل. فقط یو شرط یې لرلو چې کله عمرې ته د تللو وعده وکړم بیا به نه په شا کېږم.‌‌ ما ویل څه لیونی یم چې دا کار کوم. حوا هم ډېره خوشاله شوه، هره ورځ به مو ددې مقدس سفر باره کې خبرې کولې، خو له بده مرغه کومه اندېښنه چې هغو خلکو لرله هغه رښتیا شوه.

زه پښېمانه نه شوم، خو یوه بله ستونزه پیدا شوه. په دفتر کې زموږ د څانګې مدیره حامله وه او د زیږون ورځې یې نږدې شوې. مدیرې درې میاشتې رخصت واخیست. د امریکې په زیاترو ادارو کې داسې قانون دی چې کله کومه ښځه ماشوم زیږوي نو دفتر له معاش سره درې میاشتې رخصت ورکوي. په دفتر کې له دې مدیرې وروسته دویم کس زه وم چې ټول مسوولیتونه را ترغاړې وو. په دې وخت کې مې یوې بلې همکارې هم استعفا ورکړه، په دغسې سخت حالت کې بیخي نا ممکنه وه چې ماته دې هم رخصت راکړي، ځکه بیا یې نو باید د دفتر دروازې تړلي‌ وای.‌

زه خپله هم خپه شوم چې دا اوس څه کیسه شوه. ما خو له هغو خلکو سره وعده کړې وه چې زه به له تګ نه په شا کېږم.‌ دا به اوس څنګه شي.‌ ایمیل مې ورته وکړ او ټول جریان مې ورته ولیکه. هغوی بېرته ځواب راکړ چې خیر څه ستونزه نه شته څو میاشتې وروسته بل سفر لرو بیا اپلای وکړه که ومنل شوې د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ کې به راسره لاړ شې.‌ څو میاشتې مې وخت په وخت ددې اورګنایزیشن ویبپاڼه خلاصوله چې له نویو سفرونو او سکالرشیپونو یې خبر شم. د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې یې یو بل سفر اعلان کړ. دا نو تر هغه اولني سفر هم خوندور و، خو  اول ځل چې ما نوملیکنه کړې وه هغه یوازې عمره وه. دا ځل اردن او فلسطین کې د ډېرو مهمو او تاریخي ځایونو زیارت او عمره دواړه په کې شامل وو. تلوسه مې تر پخوا نوره هم زیاته شوه. نوملیکنه مې وکړه خو ویرېدم چې ښایي بیا راباندې باور ونه کړي. حوا مې له خپل غوښتنلیک لېږلو او نوملیکنې خبره کړه.‌ هغې وعده وکړه چې له هغې خپلې ملګرې سره به بیا اړیکه ونیسي.‌

دا ځل غوښتنلیک ته ځواب هغسې چټک رانغی. مجبور شوم څو ځل ایمیلونه واستوم. زما ستونزه دا وه چې ما باید دفتر ته لږ تر لږه یوه میاشت دمخه خبر ورکړی وای چې زه یوه میاشت رخصت اخلم او دا کار ما تر هغه نه شو کولی چې Celebrate Mercy (هغه ارګنایزیشن چې تېر ځل یې زه د سفر لپاره قبول کړی وم) مثبت ځواب راکړي. لنډه دا چې تر یو څو ایمیلونو او ټیلفوني‌ اړیکو وروسته مې ځواب تر لاسه کړ. سفر خو ومنل شو خو هغوی ویل ستا هغه پخوانی سکالرشېپ ټول مصارف نه پوره کوي‌ پاتې خرچه به خپله پرې کوې.‌ ما ویل خوښه مې ده. دادی بلاخره زه په هغه سفر روان یم چې څو میاشتې مې ورته په بې صبرانه ډول انتظار وکړ او له ډېر هیجانه به کله کله د شپې خوب نه راتللو.

د بس ډریور په سپیکر کې غږ کړل چې لس دقیقې وروسته هوایي ډګر ته رسېږو. ما مې فکرونه سره راټول کړل، ګرمه خولۍ مې له بیک نه راوویسته او جمپر مې واغوست.

ویلیم یو ځل بیا مخ راواړوه:

  • ښه نو ودې نه ویل چې چېرته ځې؟‌
  • اردن، اسرائیلو او سعودي ته ځم.

د نورو ځایونو نومونه یې لکه چې نه وي‌ اورېدلي.

  • ښه ښه، اسرائیلو ته هم ځې؟
  • هو.‌
  • د ژړا دیوال یوه ټوټه تیږه راته راوړه هههه
  • ههه که کولنګ مې پیدا کړ.‌

سهار شپږ نیمې بجې د Detroit  هوایي‌ ډګر د داخلي‌ پروازونو ترمینل مخې ته ورسېدم. زه له دې ځایه پر اتو بجو نیویارک ته او بیا هلته د ګروپ له ملګرو سره یو ځای کېږم چې د غرمې پر دولس نیمو بجو ترکیې ته والوځو. که څه هم ډېرو هوایي‌ ډګرونو کې د پروازونو توقع دا وي چې مسافر دې لږ تر لږه درې ساعته دمخه میدان ته راشي، خو ما فکر کاوه د Detroit د کورنیو پروازونو ټرمینل به دومره بوخت نه وي، ما یو نیم ساعت وخت ورکړی و. زه لږ ډېر ډاډه وم چې وخت لرم نو په دروازه کې مې یو سګرټ هم ولګاوه. تر ما هاخوا د موټرو شاته یوه تورۍ ښځه ولاړه وه.  د چرسو بویونه ترې راغلل.‌ دا خلک یې مېروانا بولي.‌ له کومې ورځې یې چې قانوني اجازه ورکړې اوس یې هر ځای کې تورې لوخړې پورته کوي. د هوایي ډګر مخې ته پلې لاره کنډوکپر غوندې وه. د ټرمینل مخه هم هاغسې پاکه نه وه لکه د نورو هوایي ډګرونو پاکوالي‌ ته چې څومره پام کېږي.‌ په دې ښار کې یو وخت لس ملیونه خلک اوسېدل. ورو ورو په کې د جرمومو کچه زیاته شوه او خلک ترې وکوچېدل. اوس داسې دی لکه د ارواو ښار. اکثره کورونه کنډواله شوي او ډېر کم خلک په کې لیدل کېږي.

ټرمینل ته چې ننوتم د Delta Airline د کاونټر مخې ته د مسافرو یو اوږد کتار ولاړ و. د کمپیوټرونو مخې ته هم خلک کتار و چې خپل ټکټونه او پاسپورټونه سکین کړي. په یوه کتار کې شاوخوا شل دقیقې ولاړ وم، اخر مې زړه تنګ شو، یوې مېرمنې ته مې وویل کمپیوټرونه خراب دي، دغه تر ما مخکې کس څووم ځل دی پاسپورټ په دغه یوه سوړه ننباسي او بېرته یې باسي خو پاسپورټ یې نه سکېن کېږي. هغې راته لاره خلاصه کړه او ټول یې کتار کې ودرولو. ورو ورو کاونټر ته ور نږدې کېدم، بلاخره مې نوبت ورسېد.‌ د کاونټر شاته یوه توره چاغه ښځه ولاړه وه، زړې عینکې یې پر پوزه ځړېدلې. ما خپل بېک د تللو لپاره وړ وړاندې کړ. کمپیوټر ته یې وکتل.

  • دېرش ډالره.
  • د چشي دېرش ډالره. یو بیک خو زه اجازه لرم.
  • دا بیک غټ دی کابین کې نه ځایېږي.
  • ۲۵ سانتي متره دی.
  • شل سانتي مترو نه غټ کابین ته نه شې وړلی.
  • تش بیک دی، را غونج به یې کړم.
  • پيمنټ څنګه کوې.

ما دواړه پښې په یوه موزه کې ننویستي.

  • ولې پیمنټ وکړم. زه غواړم ستا سوپروایزر سره وغږېږم.
  • هر چا سره چې خبره وکړې همدا خبره به درته وکړي.

پوی شوم چې دا هم له خپل خره نه راکوزېږي او شاته راپسې د خلکو لیکه ولاړه ده. کریډټ کارت مې ورکړ. ماشین ته یې ور دننه کړ خو لکه چې ماشین رد کړ. بیا یې راوویست بېرته یې ور دننه کړ. دوه درې واره یې دا کار وکړ.

  • کارټ نه اخلي. ماشین لکه چې ستونزه لري. نقدې پیسې باید ورکړې.
  • ما سره خو نقدې نه شته.
  • ښه ځه نو چې نه شته. بیک دې واخله او دغه خواته لاړ شه.
  • خدای دې خواره کړه، زما دې پنځلس دقیقې هسې ضایع کړې.

بیک مې کش کړ او هماغه خواته په غوسه روان شوم. یوه ګډوډي وه، خلکو هاخوا دیخوا چټګ چټګ قدمونه اخیستل. لږ مخکې چې لاړم دوه غټ غټ توریان ولاړ وو، بیکونه یې کتل. ما ویل کومه خوا لاړ شم، بیک ته یې وکتلې.

  • هاخوا لاړ شه.
  • کومې خواته؟
  • هاغلته کمپیوټرونه دي بیک دې وتله.
  • بیک خو یې راسره را پرېښود.
  • نه هلته یې خپله کمپیوټر کې انلاین وتله او ټګ ورته واخله.

د کمپیوټرونو مخې ته خلک کتار ولاړ وو. زه هم یو کتار کې ودرېدلم. لس دقیقې وروسته نوبت راورسېد. کارټ مې ماشین ته ور دننه کړ. کمپیوټر کې مې د خپل بیک وزن په نښه کړ. بیا هم هماغه دېرش ډالره. کارت مې ور دننه کړ،‌ ماشین لکه چې جام شو. دا اوس څه بدبختي‌ شوه. لږه خواري مې وکړه ونه شو. بېرته راغلم. د میدان یو بل کارمند مې پيدا کړ:

  • بیک وزن کوم، ستاسې هغه ماشین زما کارټ سره څه ستونزه لري او یا خو یې زه په چل نه پوهېږم.
  • هغلته بل ماشین دی هلته ورشه، یو مامور ولاړ دی هغه به درسره همکاري وکړي.

هغه ځای ته لاړم هلته هم د کمپیوټرونو مخې ته کتار خلک ولاړ وو. مامور هم نه و چې راسره مرسته وکړي. اخر مې زړه تنګ شو. بیرته هغه پخواني ځای ته راغلم.

یوه ښځه ولاړه وه، خلکو ته یې لاره ښودله.

  • ډیلټا ایرلاین ته په کومه لاره لاړ شم.‌
  • په هغه لاره. بیک دې ټک نه لري.

ما یې نور خبرو ته غوږ ونه نیوه او مخامخ هماغسې لاړم.

بیکونه مې د چېک کولو لپاره کېښودل، جمپر او بوټان مې هم ور وغورځول.‌ یوه تن راته وویل:

  • بیک دې ټګ نه لري.
  • هلته یې اجازه راکړه.

هغه بل ملګري‌ یې ورته وویل:

  • پرېږده څه یې کوې، ‌خو که نه یې پرېښود هلته به پیمنټ وکړي او ټګ به ورکړي.

اوس نو د ډیلټا ایرلاین د انتظارګاه خواته چارګام روان یم. ما فکر کاوه لاره به لنډه وي، خو پوره لس دقیقې مې مزل وکړ. خولې خولې شوم.‌ د ښیښه یي دیوال هاخوا مې الوتکې وکتلې زړه مې خوشاله شو. خو دلته اوس باید دولسمه دروازه پیدا کړم. له یو صفاکار نه مې په منډه کې پوښتنه وکړه ویل یې لږ نور هم مخکې ورشه ښی لاسته.

دوه درې دقیقې به مې نور هم مزل کړی و چې دولسمې دروازې ته ورسېدم. د دروازې مخې ته ټربیون غوندې یو لرګین میز ایښی و. یوه ځوانه نجلې ورته ولاړه وه. ټکټ مې ور وړاندې کړو.

  • هغه الوتکه خو همدا یوه دقیقه مخکې والوتله.
  • څه؟
  • هو، همدا اوس یوه دقیقه مخکې.

دا خبره لکه د اوسپنیز ګرز راباندې ولګېده. یوه شېبه مې ماغزه جام شول چې اوس څنګه وکړم. له خپګانه مې ستونی وچ شو.

  • ښه اوس څنګه وکړم؟‌ زه خو په دولس بجو ترکیې ته بل پرواز لرم.
  • دغسې مخامخ لاړ شه، یو څو متره مخکې هلته د ډیلټا ایرلاین کاونټر دی هغوی سره خبرې وکړه.

لکه له تللې قافلې نه چې څوک ویده پاتې شوی وي او ناڅاپه په تشه صحرا کې راویښ شي. وارخطا وارخطا د ډیلټا ایرلاین دفتر ته ورغلم. هغوی ته مې خپل سرګذشت تېر کړ. یو ډېر مهربانه ځوان د میز شاته ولاړ و.

  • داسې به وکړو چې د LaGuardia ټکټ به درکړو. هغه نیم ساعت وروسته پرواز لري. خو له هغه ځایه بیا تر نیویارکه شل دقیقې موټر کې لاره ده. مجبور یې ټیکسي ونیسې.
  • سمه ده، ټیکسي به ونیسم.

زما ټیکټ یې واخیست. کمپیوټر کې یې لږه خواري وکړه.

  • ساري ستا ټیکټ نه ټرانسفر کېږي. بله لاره نه شته د نیویارک بل پرواز کې به لاړشې.
  • ولې؟
  • نه پوهېږم، ستا ټیکټ همداسې دی.
  • او خدایه پاکه. دا اوس څه لانجه شوه.
  • ساري، بل ټکټ به درکړم.
  • ښه نو اوس بله هېڅ‌ لاره نه شته، زه خو بل پرواز لرم هغه به رانه مېس شي.
  • متاسفانه موږ هېڅ نه شو کولی. د نیویارک بل پرواز پر لس نیمو بجو دی.
  • ښه سمه ده نو چې بله لاره نه شته.

ټکټ یې راکړ، بېرته دولسم نمبر انتظار ځای ته راغلم. ښه نو اوس دا دوه ساعته به څنګه تېرېږي.

کلیفورنیا ته مې زنګ ووهه چې د سفر هماهنګ کوونکي خبر کړم زه د سهار له پروازه پاتې شوم او پر لسو بجو به بله الوتکه کې روانېږم. هغوی هم خپه شول، خو بله چاره نه وه، ویل یې موږ ته وخت په وخت معلومات راکاوه.

انتظار ځای کې مې د ځان ملامتول پیل کړل. ښه،  که په دېرش ډالرو دې لانجې نه کولی اوس به نیویارک ته رسېدلی وې. بیا به مې ویل نه د دیرشو ډالرو خبره نه وه زه خامتما وم او ما فکر کاوه یو نیم ساعت وخت بس دی، خو زه له دې اوږدو کتارونو څه خبر وم. کله به مې ویل نه دا زما ګناه نه ده، د هوایي ډګر کارکوونکو سمه لارښوونه نه کوله، کمپیوټرونه یې خراب وو او زما زیات وخت په هاخوا دیخوا ګرځېدلو کې تېر شو.‌ په همدې چرتونو کې وم، یو ښایسته ځوان له ما نه دوه چوکۍ لرې کېناست. له یونیفورم یې ښکارېده چې پیلوټ دی. ور نږدې شوم،‌ خبرې مې ورسره پیل کړې:

  • پیلوټ یې؟
  • هو.
  • زما نوم عزت الله دی.
  • انډریو.
  • څو کلن یې؟
  • پنځه ویشت
  • څومره ښه، په دې تانده ځوانۍ کې پيلوټ یې.

خپله کیسه مې ورته تېره کړه، ډېر خپه شو:

  • دې بیک ته به اجازه ورکړي‌ او کنه؟
  • خیر دی یوه چاره به وکړو. پرواز به دې ما سره وي.

پوره یو ساعت مو خوږ بنډار وکړ. له افغانستان سره یې ډېره مینه وښودله. په همدې ورځ‌ پر ټویټر د دوو طالبانو عکسونه خپاره شوي وو چې د پیلوټۍ له کوم کورس نه فارغ شوي وو. د هغوی عکسونه مې ور وښودل. حیران حیران یې ورته کتل.

له کلیفورنیا زنګ راغی:

  • څنګه شو؟
  • لا خو همدلته ناست یم. یو ساعت وروسته پرواز دی.
  • ښه، که په وخت ونه رسېدې نو بیا به نیویارک کې درته کوټه ونیسو. هلته به پاتې شې او سبا به بل پرواز کې لاړ شې.
  • بیا خو له نورو ملګرو پاتې کېږم.
  • هغوی سره به اردن کې یو ځای شې.
  • توکل په خدای.
  • ټول ملګري خبر شوي او دعاګانې درته کوي.
  • کور یې ودان.

په زړه کې مې ویل که په وخت ونه رسېدم. بل ټکټ به په خپل لګښت واخلم او نیغ به اردن ته ورشم.  دوه ساعته مې په همدې خپګان او ذهني کشمکش کې تېر شول.‌ د روازه خلاصه شوه. انډریو تر ما مخکې ولاړ، هغې نجلۍ ته یې څه وویل. ورپسې زه هم لاړم، ټکټ مې ور وړاندې کړ او اجازه یې راکړه چې الوتکې ته ورشم.

کوچنۍ الوتکه وه چې شاوخوا پنځوس کسان په کې ځایېدل. تاخچې یې که څه هم کوچنۍ وې، خو زما بیک په کې ځای شو. له ډېرې اندېښنې په لاره پوی شوی نه یم،‌ له ځان سره مې ویل که د ترکیې له پروازه پاتې شوم،‌ نو بیا د اردن له پروازه هم پاتې یم،‌ لکه چې ټول سفر مې ګډوډ شي. پر بل اپشن مې فکر کاوه چې نیویارک کې د اردن ټکټ واخلم او مخامخ اردن ته ورشم. بیا به مې ویل ښه که هغوی ترکیه کې پاتې شي بیا به زه اردن کې چېرته اوسېږم،‌ خو بس د لږې بې پروایۍ له امله دغسې یو جیګرخونۍ سره مخ شوم چې د ټول سفر د کېنسل کېدلو ویره وه.

له نیکه مرغه الوتکې تر ټاکلي وخت لس دقیقې مخکې نیویارک ته ورسولو.‌ ښایي انډریو مرسته کړې وي. والله اعلم. اوس نو زه فقط‌ څلوېښت دقیقې وخت لرم چې د داخلي‌ پروازونو له اتم نمبر ټرمینله د نړیوالو پروازونو درېیم نمبر ټرمینل ته لاړ شم او هلته چېک اېن وکړم، بیکونه مې وسپارم او هرڅومره ژر چې کولی شم ملګرو سره ځان یو ځای کړم.

د سفر هماهنګ کوونکي لکه جي پي اس څارلم. وروستي پيغام یې داو چې Air train کې باید تر شپږم نمبر ټرمینله او له هغه ځایه په بس کې درېیم ټرمینل ته لاړ شم، ځکه ایېر ټرین مستقیماً درېیم ټرمینل ته نه ځي هلته خدایزده څه بلا پریوتې لاره خرابه ده.‌ بیا یې یوه ټونګه په اخره کې اچولې وه چې دا مزل بې منډې نه کېږي ځکه تر ايېر ټرېن پورې پیاده لاره زیاته ده. بس خو څه به دې زړه خورم نه مې مهترلام بابا پریښی او نه نورلام بابا، خپل زیارتونه او پیران مې ټول په لاره وننګول چې ټکټ مې ونه سوځوي او په یو زړه چاودون تر نورو ملګرو ورسېدم.

یو ساعت مې په دې چرت وهه چې دا څنګه ممکنه شوه چې زه په وخت ورسېږم.‌ د پیرانو زور و که د پیریانو.‌ د لغمان زیارتونه راورسېدل او که د ملګرو دعاګانو کار ورکړ. زړه کې مې ویل بلا وه برکت یې نه و. هرڅه چې و په خیر تېر شو. ‌ په الوتکه کې چې کېناستم، د ارام یوه اوږده ساه مې واخیسته. ایله مې زړه او ذهن ارامه شول.

مقدس سفر | عزت الله شمسزی

 

2 COMMENTS

  1. دمحترم شمسزی صاحب لیکنه ډیره سلیسه او روانه ده. په لنډو جلو کی مطلب په واضحه توګه سره تر لوستونکو رسوی. د لیکني تمثیلی او تصویری اړخ هم ډیر ښکلی دی، لوستونکي دځان سره په مهارت خپلو تجربه سوو صحنو ته بیایی. هیله ده چی شمسزی صاب په راتلونکي کی د ناول لیکل په پام کي ونیسی، مطمن یم چی په بریالیتوب سره به دا کار تر سره کړی.

    د شمسزی صاحب دبریا په هیله.

  2. ډېره په زړه پورې لیکل شوې ده، زه په شوق سفرنامې لولم او دلیل یې دادی چې غواړم د نورو خلکو له تجربو او فرهنګ باره کې معلومات ترلاسه کړم او ګټه واخلم. د اردو ژبې سفرنامې مې لوستي دي خو شمسزی صاحب په خوږه پښتو ژبه ډېره خوندوره لیکلې ده. هیله ده چې دا لړۍ د لنډ وخت لپاره نه وي او وخت په وخت یې پرموږ ولوروي. ستاسو بریا زموږ دعا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب