Homeخبرونهد پاکستان له بندخونو ۵۸ افغانان ازاد شول

د پاکستان له بندخونو ۵۸ افغانان ازاد شول

تاند(پنجشنبه د لړم ـ عقرب لومړۍ) ‏د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو ۵۸ افغان کډوال بندیان ازاد شوي.

د خبرپاڼې له مخې دا شمېر کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغو افغان کډوالو د پاکستان زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو بند موده تېره کړې ده.

طالبان وايي، خوشې شویو کډوالو سره بشري مرستې هم شوې دي.

بل خوا په پاکستان کې همدا اوس د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان د جبري اخراج لړۍ چټکه شوې ده.

که څه هم طالبانو له پاکستان د کډوالو برخه کې د نرمۍ غوښتنه کړې، خو پر ځای شوې نه ده.

‎#ABN ‎#afghanistan ‎#pakistan ‎#refugees ‎#UN ‎#afghanrefugees ‎#UNHCR ‎#IOM

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...