Homeخبرونهد طالبانو د کډوالو وزیر: افغان کډوالو او اړمنو ته پر دایمي...

د طالبانو د کډوالو وزیر: افغان کډوالو او اړمنو ته پر دایمي سرپناه برابرولو کار کوي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب لومړۍ)  ‏د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره کتنه کې ویلي، د کډوالو او اړمنو د لاسنیوي په موخه یې خپل ټول امکانات کارولي دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، افغان کډوالو او اړمنو ته یې د لنډ مهاله مرستو سربېره د دایمي سرپنا په موخه ګڼ ښارګوټي په نظر کې نیولي چې دا مهال یې پر ځينو کار روان دی.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر راستنیدونکو لپاره د ښارګوټو په جوړولو کې د نورو مرستندویه هېوادونو په ګډون د برېټانیا مرستې هم مهمې بللي.

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي بیا په دې برخه کې د طالبانو هڅې او لاسته راوړنې بریالۍ ګڼلې او ختیځ کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې د څلور میلیونه پونډو مرستې اعلان کړی.

ریچارد لیندسي همداراز افغانانو سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د اوربند ستاینه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...