شنبه, فبروري 14, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو د سوداګرۍ وزیر، د ترکمنستان د تېل او ګاز په...

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر، د ترکمنستان د تېل او ګاز په ۳۰م نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب لومړۍ) د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د حکومت پر بلنه په عشق‌آباد کې د تېل او ګاز په دېرشم نړیوال نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړ.

دا کنفرانس د لوړ پوړو چارواکو، څانګه‌والو ( متخصصینو) او د نړیوالو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شو.

دا نندارتون په سیمه‌ییزه کچه د اقتصادي همکاریو او انرژۍ د پراختیا لپاره یو اړین فرصت ګڼل کیږي.

د دې نندارتون او  کنفرانس په څنډه کې نورالدین عزیزي له یو شمېر دولتي چارواکو او بهرنیو پانګوالو سره ولیدل او د اقتصادي اړیکو په پراختیا، پانګونې او تېل، ګاز او اړوند صنایعو کې د ګډې همکارۍ په اړه اندونه وړاندې شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...