دوشنبه, نوومبر 3, 2025
Homeخبرونه‏ریچارد بنېټ:  طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه ۱۱...

‏ریچارد بنېټ:  طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه ۱۱ کسان اعدام کړي

تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب لومړۍ) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ وایي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دغې ډلې لږ تر لږه ۱۱ کسان په عام محضر کې اعدام کړي دي.

بنېټ دا اعدامونه «ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکي» بللي او له طالبانو یې غوښتي چې د اعدامونو لړۍ ژر تر ژره ودروي او د مرګ د سزا پر ضد موقتي بندیز اعلان کړي.

نوموړي ویلي، د طالبانو تر واک لاندې قضایي نظام له خپلواکۍ او شفاف عدالت بې برخې دی او دا اعدامونه د بشري حقونو له جدي سرغړونو دي.

د راپور له مخې، د اکتوبر په ۱۶مه طالبانو د بادغیس ولایت په یوه ورزشي لوبغالي کې یو کس، چې د قتل په تور محکوم شوی و، د خلکو پر وړاندې په دار کړ.

طالبان بیا ټینګار کوي چې دا سزاوې د «شرعي حدودو» د پلي کېدو یوه برخه ده، خو دغې ډلې له افغان ښځو او نجونو د زده کړو، کار او آزادیو حق اخیستی چې د اسلام دین منلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...