تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب لومړۍ) د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د رسنیو آزادي له منځه وړې ده.
په تازه راپور کې راغلي، چې خبریالان له سانسور، شکنجې او بې دلیله نیونو سره مخ دي.
راپور څرګندوي، چې د طالبانو استخبارات او د امربالمعروف وزارت پر رسنیو کلک څار لري او د طالبانو پر ضد وړه نیوکه هم د نیول کېدو او وهلو سبب ګرځي.
د راپور له مخې، خبریالان د جاسوسۍ، مخالفو ډلو سره د اړیکو او د داخلي اختلافاتو ته د لمنې وهلو په تور نیول کېږي.
ځینو خبریالانو ویلي، طالبانونه شکنجه کړي او د کار د پرېښودو په شرط خوشې شوي.
معلومات ښيي، چې طالبانو نه یوازې افغان خبریالان شکنجه کړي، نیولي او حتی وژلي، بلکې په کور دننه افغان رسنۍ یې خپلو سختو او پلوه تګلارو عملي کولو ته اړې کړې دي.
د بشري حقونو سازمان وايي، خبریالان ځان سانسوروي.
دوی وايي دغې ډلې په نږدې شلو ولایتونو کې د ساکښو پر انځور اخیستلو او نشرولو هم کلک بندیزونه لګولي، چې د خبریالانو کار یې ستونزمن کړی.
بل خوا، د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، لسګونه افغان خبریالان په پاکستان او ترکیه کې د نیول کېدو او جبري ستنېدو له خطر سره مخ دي.
دغه سازمان نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې که چټک اقدام ونه شي، افغانستان به په یوه بې غږه هېواد بدل شي او له دولتونو یې غوښتي چې د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره عملي کار وکړي.