تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) پاکستان د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ (ATT) لړۍ وروسته له هغې بېرته پیل کړې چې د دوحې په مذاکراتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سمدستي اوربند موافقه وشوه.
پاکستان د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۱۳مه، د وروستیو نښتو له امله، په ټول هېواد کې د افغانستان د ترانزیټي کارګو تګ راتګ درولی و.
د پاکستان د بیزنس ریکارډر ورځپاڼې د ننني راپور له مخې، اوس پاکستان د چمن له لارې د افغان ترانزیټي سوداګرۍ فعالیتونه بیا پیل کړي دي. د دې لپاره د ټرانزیټ سوداګرۍ ریاست (کسټم) د چهارشنبې په ورځ د چمن په لاره د ترانزیټي کارګو د بیا فعالېدو لپاره مفصل حکم خپور کړی دی.
د حکم پر اساس، د پاتې شویو مالونو له پاکېدو وروسته به د عادي ترانزیټي سوداګرۍ بهیر د (FIFO — لومړی داخل، لومړی خارج) اصولو پر بنسټ بېرته پيل شي.
په حکم کې د هغو درېدلو لاریو د تصفیې لپاره درې پړاوییز پلان هم اعلان شوی چې د لارې د تړل کېدو پر مهال بندې پاتې شوې وې.
د چارواکو په وینا، شاوخوا ۳۰۰ موټر به، چې د کرښې په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې دي، په منظم ډول پروسس شي.
د تصفیې درې پړاوونه:
۱م پړاو:
هغه ۹ موټرونه به، چې د کرښې د تېرېدو په تمه له «د دوستۍ دروازې» بېرته ستانه کړل شوي وو، لومړی پروسس شي.
دا به بیا وزن کېږي او سکن کېږي، او که کومه ستونزه وموندل شي، ۱۰۰٪ فزیکي پلټنه به د NLC بارډر ټرمنل دننه ترسره شي.
۲م پړاو:
هغه ۷۴ موټر به، چې د چمن د NLC بارډر ټرمنل له یارډ څخه شا ته لېږل شوي وو، په همدې ډول بیا وزن او سکن شي، او که توپیر ولیدل شي، بشپړه معاینه به شي.
۳م پړاو:
هغه ۲۱۷ موټر به چې دا مهال په «هالتنګ یارډ» کې ولاړ دي، د معیاري کړنلارو له مخې د پولې هغې غاړې ته د لېږد اجازه ترلاسه کړي.
په حکم کې ویل شوي:
«کله چې دا پاتې بارونه تصفیه شي، عادي ترانزیټي سوداګریز فعالیتونه به د FIFO اصولو له مخې بېرته شروع شي.»
تمه ده چې د ترانزیټي سوداګرۍ بیا پیل هغو سوداګرو او بار وړونکو ته اسانتیا رامنځته کړي چې د وروستیو بندیزونو له امله زیانمن شوي وو، او له بلې خوا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د هر ډول کارګو تګ راتګ لپاره د امنیتي څارنې کچه لوړه کړي.
د چمن لار د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوهاړخیزې سوداګرۍ لپاره مهم او ستراتیژیکه لاره ګڼل کېږي.