یکشنبه, مې 19, 2024
Home+انسانیت | متقاعدجنرال دولت وزیري

انسانیت | متقاعدجنرال دولت وزیري

انسانیت څه په دولت نه دی رحمانه
بت که جوړ شي د سرو زرو انسان نه دی

خدای تعالی انسانان د فزیکي جوړښت، عقل، فکر او هوس له پلوه مختلف خلق کړي دي. دوه تنه هم په یوه څیره نه دي. د عقل، فکر او هوس له پلوه هم سره جلا دي.

د اخلاقو او ادب له پلوه هم سره ډیر توپیر لري. د دې لپاره چی د انسانانو تر منځ ښو او نیکو اړیکو ته زیان ونه رسیږي، په ټولنه کې د ژوند کولو لپآره ځينې قوانين وضع کیږي او یا د دود او دستور په څیر په ټولنه کې موجود وي. د وضع شويو قوانينو او دودونو مراعاتول د یوی ټولنې د ښه استحکام او پرمختګ لپاره ډیر اړين بلل کیږي.

هغه ډله انسانان چی وضع شوو قوانينو ته په درنه سترګه ګوري او د ټولنې روا او منل شوي دودونو ته درناوي کوي او پر ځان يې مني، دا ډول انسانان د یوې ټولنې نخبګان او منل شوي کسان بلل کیږي.

څرنګه چې يو بڼ په خپله غيږه کې مختلفو کتګوريو ونو او بوټو ته ځاي ورکوي. ټولنه هم په خپل غیږ کې د مختلفو مجازونو خلک رانغاړي.

که چیرې دغه ډول خلک په دریو ډلو وويشو، لومړۍ ډله به همغه نخبګان او یا د ټولنې سرسر کسان وي چی ټولنه پرې اباده او د ویاړ وړ وي. دوی هم ټولنه خپله ګڼي او په پرمختګ کې يې هم هلې ځلې کوي.

دویمه ډله د یوې ټولنې اکثريت کسان دي چی دا ډله په خپلو خولو او کارونو کې ډوب وي
خپل ژوند کوي، د ټولنې د نورو غړو سره خپلې اړیکې ساتي. کوښښ کوي چی څوک ازار نه کړي او د چا په کار کې بېځایه مداخله هم نه کوي.

درېیمه ډله هغه شریر او بېکاره کسان دي چی د موږک په څیر مضر او په هغه څه کی چې دوی ورته اړتيا هم نه لري، ګوت وهنه کوي. موږک هم څه ته چې اړتيا هم نه لري هغه هم سوري کوي.

دا ډول انسانان د تروو د مچانو په څیر په هر کاسه بنګیږي او ټوپونه وهي. د دې ډول کسانو اصلاح کول ډیر ستونزمن کار دی. ځکه دوی شعوري دغه ناوړه کارونه ټر سره کوي.

دوی هغه چا ته ورته دي چی ویده نه وي او ځان يې په خوب اچولی وي.
د ویدو ویښول اسانه وي خو چې ځان يې په خوب اچولی وي ویښول يې ډیر ستونزمن دي.
دا ډول کسان د هیڅ سره موافق نه وي. په هر کار کې کار ګوري.

که ووايې چې سلطنت ښه و، دوی به د جمهوریت لپاره نغاري ډنګوي. که ووايې چې جمهوريت ښه دی دوی به بیا په جمهوریت کی د لا دموکراسۍ ډول وهي.

دوی ډیر زیرک او په خپل کار کې ډیر هوښیار دي. دوی په بد ویلو او ښکنځلو کولو کې دکتورا دفاع کړې ده. دوی ټولنه د ننه څخه د کویه په څیر شپیلوي او د نابودۍ کندې ته يې ټیل وهي.

د دا ډول انسانانو مخه نیول د قانون په چوکاټ کې د حکومت دنده ده چی مخه يې ورته ونیسي او اجازه ور نه کړي چې خپلو شومو او ناروا موخو ته ځان ورسوي.

دا ډول انسانان ټول وخت د تقوا او ښه سړيتوب ننداره کوي خو په حقیقت کې دوی د ټولنې مضر او نامنلي کسان دي. له دوی څخه ځان ساتل او د دا ډول کسانو څخه لریوالی د جنتي انسانانو کار وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب