یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاصف درانی وايي، هند افغانستان له لاري د ټي ټي پي مالي...

اصف درانی وايي، هند افغانستان له لاري د ټي ټي پي مالي ملاتړ کوي.

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ادعا وکړه چې هند د افغانستان له لارې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي مالي ملاتړ کوي.

اصف دراني، نن (سې شنبې) د اسلام اباد د سیمه ییزو څېړنو انستیتیوت په غونډه کې وویل، هند د پاکستاني طالبانو د جنګي لګښتونو لپاره نژدې ۳۵ میلیارد روپۍ ځانګړي کړي دي.

«هند دا پیسې د بلوا د ژوندۍ ساتلو لپاره لګوي.»

تر دې پخوا هم په ځلونو پاکستان ادعا کړې چې هند د بلوچستان د خپلواکي غوښتونکو او ټي ټي پي ملاتړ کوي.

د اصف دراني په وینا په افغانستان کې د ټي ټي پي د ۵ زرو او ۶ زره ترمنځ جنګیالي مېشت دي.

دراني په افغانستان کې د ټي ټي پي د جنګیالیو د کورنیو د غړیو شمېر کابو ۷۰ زره وباله.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د دراني د ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو طالبانو تر دې پخوا په ځلونو د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد د ټي ټي پي په شمول د هرې ډلې د فعالیت ادعا په کلکه رد کړې ده. او پاکستان ته یې سپارښتنه کړې چې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې په خپله حل کړي.

په همدې حال کې ځینې کتونکي وايي، پاکستان له یوې مودې راهیسي د افغانستان د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي دي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو د باندنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په یوه غونډه کې بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي، دا هیواد د داعش په روزلو او ملاتړ تورن کړ.

5 COMMENTS

  1. بله ورځ به دې ښځه هم هندوستان درنه یوسې بیابه وایې چب دافغانستان له لاری بوتله د مرتد ځامنو د ښځو پرتګونه مو کلک کړې هغه د افغانستان خلک نشې درته کلکولې

  2. غلامي عجب سپک عمل دی. دا سړی وګورئ څومره ښایسته قواره لري، څومره ښایسته تخلص یې دی، خو دا چې د پنجابیانو غلام دی، نو داسې ډېران بادوي.

  3. دردانه و نازدانه جانه ، که هرڅومره د افغانستان پرضد مذبوحانه تبلیغات وکړې ، ستاسو خپله تاوان ده پکې.
    افغانستان د ټولو پښتنو او افغانانو ګډ کور ده ، که چا دغې مقدسې خاورې ته په بده سترګه کتلي ، خدای تعالی په سترګو ړوند کړی ، داسې یې شرمولی چې ټوله دنیا یې په رسوایی خبر شویدي . که لږ شرم درپکې وي ، د لنګمار تورلېنګي لپاره دروغ مه وایه . هم دې خپله دنیا خراپه کړه او هم د هغه ټولنه چې ته ورته غوړه مالي کوې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب