یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ ادعا کوي چې د شانګلې برید په افغانستان کې...

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د شانګلې برید په افغانستان کې پلان شوی و

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) د پاکستان پوځ نن ادعا وکړه چې په دغه هیواد کې پر چینايي انجینیرانو د مارچ میاشتې حمله ټي ټي پي په افغانستان کې پلان کړې وه.

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال احمد شریف چودري نن (سې شنبې) په یوه خبري کنفرانس کې، چې د تلویزیون له لارې خپرېده، وویل، پر چینیايي انجینیرانو بمي حمله په افغانستان کې د مېشت ټي ټي پي له لوري پلان شوې  وه او برید د یوه افغان له لوري شوی و.

د مارچ په ۲۶ مه یوه انتحاري په ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد د خیبرپښتونخوا په شانګله کې د چینايي انجینیرانو په موټر وچاودول چې په نتیجه کې یې ۵ چینیايي انجینیران او د هغو پاکستانی موټرچلوونکی ووژل شول.

پاکستان مخکې ادعا کړې وه چې چاودېدونکي مواد په یوه لارۍ کې د افغانستان د سپین بولدک له لارې راوړل شوي وو. د پاکستان دې ادعا په دغه هیواد کې دننه ډېرو ته شکونه پیدا کړل چې څرنګه د شاوخوا زر کیلومتره مزل په ترڅ کې هیچا د دې لارۍ نه تلاشي واخیسته او نه یې کوم ځای ودروله.

د پاکستان د پوځ ویندوی نن وویل چې د شانګلې برید په افغانستان کې پلان شوی و.

ټي ټي پي په دې برید کې لاس لرل رد کړي و.

افغان طالبانو هم په ځلونو د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د حملو د پلانېدو ادعاوې رد کړي دي.

2 COMMENTS

  1. دده اورته د هیبتو خبیث وغیم دی سته که مردار سوئ؟ نه یې چا جوسه لیدلې نه سومبۍ. طالب جانه ځان بیدار او ځان عیار کړه ! دا ځل به نه د پنجاب سوړه وي سي ورننوزې او نه بله. ښوونځي پرانیزه د افغان خویندو په مخ مترقي اسلام لاروی کړه نه تور کرغیړن اسلام. د خلکو زړونه د ځان کړه د هغه چا حق ورکړه سي دغه هیواد ته یې کار کړی هغه تقاعد. ته خو به ځان ورکړې مرتده مګر د پښتون نوم به هم ستا جاهل د لاسه په سره کتاب کې ولیکل سي. 😡 کافرستان خو اوس ټولې د خپل بدبختۍ په تا دراچوي. انسان سه مسلمان سه افغان سه. نه میمزرما ټول د چړي طالب او ملا. زما په دغه بدبخته ولس سي د طاغوتي جهاد په لاره کې یې ځان بدبخته کړ خوا بدیږي ☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب