یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامریکايي شبکه: د افغانستان وروستي ورښتونه په ۴۰ کلونو کې بې ساري...

امریکايي شبکه: د افغانستان وروستي ورښتونه په ۴۰ کلونو کې بې ساري وو

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۸ مه) د یوې امریکايي ادارې پر اساس، د سږ کال په اپریل میاشت کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان په جنوب کې تر ټولو زیات ورښتونه شوي دي.

د کاختۍ مخکې خبرداري (Famine Early Warning Systems) په نوم امریکايي شبکې په خپل راپور کې ویلي، په مجموع کې د اپریل د میاشتې پرېمانو ورښتونو د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او ختیځو برخو کې د فصلونو د حاصل له ښه کېدو سره مرسته کړې، خو سیلونو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه مځکه په تېره بیا د دغه هیواد په ختیځ او جنوب ختیځو برخو کې ویجاړه کړې ده.

د دې شبکې پر اساس، وروستیو ورښتونو د مرکزي برخو له لوړو پرته، چې لا هوا پکې سړه ده، د نور افغانستان د ځړځایونو د وضعیت له ښه کېدو سره هم ډېره مرسته کړې ده.

په داسي حال کې چې د ورښتونو موسم په پای ته رسیدو دی، تمه ده چې د کروندګرو حاصل او عاید ښه شي.

د وروستیو ورښتونو له کبله شاوخوا ۱۰۰ تنه مړه شوي، سلګونه کورونه ویجاړ شوي او سلګونه څاروي هم تلف شوي دي خو له دې سره سره ډېر افغانان ورته خوشاله دي.

د تېر ژمي لومړۍ دوې میاشتې وچې وې او ډېرو تشویش درلود چې سږ کال به افغانان له سختې وچکالۍ سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب