دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنایتونو افشا کوونکی په ۵...

په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنایتونو افشا کوونکی په ۵ کاله بند محکوم شو

تاند (سې شنبه، د ثور ۲۴ مه) د استرالیا د پوځ پخوانی مدافع وکیل ډیویډ مک برایډ په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنګي جنایتونو د افشا کولو په تور په ۵ کاله حبس محکوم شو.

ده ویلي چې د خپل وجدان او اخلاقو غږ ته د ځواب ویلو لپاره یې د استرالیايي پوځیانو جنایتونه افشا کړي دي.

مک برایډ په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنایتونو اسناد د استرالیا اې بي سي شبکې ته سپارلي وو.

دی په دې خاطر محکوم شو چې پوځي اسناد یې غلا کړي او خپاره کړي دي.

د ده له لوري د اسنادو له خپرېدو وروسته د استرالیا دفاع وزارت ۴ کاله تحقیقات وکړل چې په نتیجه کې یې څرګنده شوه استرالیايي پوځیانو په افغانستان کې ۳۹ افغانان په غیرقانوني ډول وژلي دي.

د استرالیا پوځ په اروزګان ولایت کې دېره وو.

مک براید لومړنی کس دی چې د پوځي اسنادو او جنایتونو د افشا کولو په تور په استرالیا کې محکومېږي.

مک برایډ د محکمې د حکم د اعلانېدو په درشل کې یو وار بیا وویل چې د ده له لوري د دغو اسنادو افشا کېدا سم کار و او له کبله یې ناسمې چارې خلکو ته څرګندې شوې.

ښاغلی مک برایډ، چې اوس ۶۰ کلن دی، په ۲۰۱۹ م کال ونیول شو او پنځه تورونه پرې ولګول شول، لکه د دولتي مالونو غلا، د قانون سرغړونه او د معلوماتو بې اجازې افشا.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب