شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد کابل چارواکي: الله ګل په پخوانیو کړنو نه، په نوي جرم...

د کابل چارواکي: الله ګل په پخوانیو کړنو نه، په نوي جرم بندي شوی

تاند ( ۳ شنبه، د ثور ۲۵مه) له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل امنیې قومندانۍ د جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد د پخوانیو کړنو له امله نه، بلکې د یوه نوي قتل په تور نیولی دی.

یاد  شوي کمیسیون زیاته کړې؛ دا چې الله ګل مجاهد د دوی له لارې هېواد ته راستون شوی، نو دغه کمېسیون له راستنېدونکو هېوادوالو سره په کړو ژمنو ولاړ دی او د طالبانو د مشر د عفوې فرمان په بشپړ ډول عملي کوي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو، چې الله ګل مجاهد د قاري سعیدالله په نوم د یوه کس د وژلو په تور بندي شوی.

د هغه په وینا، نوموړی د ۱۴۰۲ په وروستیو کې وژل شوی او مجاهد پکې په لاس لرلو تورن دی.

الله ګل مجاهد او ورته نږدې سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې الله ګل مجاهد شاوخوا یو کال مخکې له ترکیې څخه ایران او بیا افغانستان ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون په بلنه ستون شوی و.

هغه د جمهوري نظام پر مهال هم د طالبانو له مدافعینو و، خو له واک ته رسېدو وروسته یې د یو شمېر کسانو لخوا چې د طالبانو وسله والو ته ورته ول، په یوه رسنیزه شوې ویډیو کې د اهانت او بندي کېدو څخه وروسته له هېواده وتلی و.

مجاهد له پخوا څخه د ځمکو په غصب، وژنو، زورواکۍ او باج ګیرۍ تورن و، خو ده دا تورونه رد کړي وو.

2 COMMENTS

  1. دا خو یو ښکاره دغه خنزیر اشرار په زرګونو په پردیو لاسو وژلي باید محکمه سي سره له نورو قاتلو اشرارو 😡👍

  2. TALIBS FALLOW TWO KIND POLICY;
    ZAHIR QADEER HAVE MANY RASTURANT IN JALAL ABAAD CITY/KHAJI DEEN MOHAMMED DID MORE CORRUPTION,
    THEY KILLED DOCTOR NAKAMORA.
    WHY? WHY /WHY? WHY?
    WHY TALIBS ARE QUIET FOR QADEER FAMILY.
    JUSTICE MUST BE FOR ALL ONE KIND.
    TALIBS MUST ASK FOR CORRUPTION OF MUSLIMYAR/QADEER/HAZRAT ALI/ AFANDY FAMILY
    ZENDAH BAAD ADAALAT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب