شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهد جاپان سفیر ملا متقي د دوحې ناستې ته وباله، خو هغه...

د جاپان سفیر ملا متقي د دوحې ناستې ته وباله، خو هغه بیا پخوانی ځواب ورکړ

تاند ( ۳ شنبه، د ثور ۲۵مه) په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشی کورومایا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي سره لیدلي او ترې غوښتي یې دي چې د طالبانو رژیم دې د افغانستان په اړه د دوحې راتلونکې ناستې ته خپل پلاوی واستوي.

د متقي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې متقي د یادې ناستې په اړه د مثبت لیدلوري خبره کړې، خو بیا یې ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره دې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په ټاکلو پکې ټینګار نه کیږي.

متقي د دغه استازي د ټاکلو له مخالفت سره، دا ټاکنه بې ضرورته ګڼلې او ویلي چې د افغانستان لپاره حل لاره نه ده.

د یاد شوي استازي د ټاکل کېدو پرېکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې شوې او د دوحې د ناستو لړۍ د همدغو پرېکړو په اساس ده.

طالبانو ظاهراً په همدې دلیل، چې ګواکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي د ټاکلو خلاف دي؛ د دوحې تېره ناسته کې ګډون رد کړ.

د طالبانو یو پلوی او پخوانی دیپلومات عزیز معارج وایي چې د طالبانو بهرنی سیاست خپلواک نه دی، کنه د دوحې تېره ناسته کې یې باید ګډون کړی وای.

د ده په وینا، په تېره ناسته کې طالبان بلل شوي وو، خو ور تېره کې نه وو بلل شوي، چې دوی نیوکې ورباندې لرلې، مګر وروسته د بللو په صورت کې یې ناسته تحریم کړه.

د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان ویاند سټېفن دوجاریک تېره میاشت وویل، چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بل ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع تر کار لاندې ده.

هغه په دې تړاو نور جزییات نه وو ورکړي، خو ویلي چې زر به یې په اړه معلومات شریک شي.

دا استازی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه وروستني پرېکړه لیک له مخې په پام کې ده وټاکل شي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل بهیر مخته یوسي.

د طالبانو رژیم او په امنیت شورا کې یې متحدینو د دغه استازي د ګومارل کېدو سخت مخالفت کړی او څو ځله یې دا هڅه ننګولې ده.

طالب رژیم ټینګار لري، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستندوی دفتر( یوناما) په موجودیت کې د بل استازي د ګومارلو اړتیا نشته.

دوی دا خبرداری هم ورکړی، چې که داسې کوم استازی وګمارل شي، طالبان به ورسره همکاري ونه کړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان چارواکو بیا په دې اړه د هڅو پر دوام ټینګار کړی او ویلي، چې په دې برخه کې یې خبرې روانې دي.

د دغه استازي له ټاکلو سره د طالبانو د رژیم د مخالفت تر ټولو لوی دلیل دا ګڼل شوی، چې استازی په افغانستان کې د بین الافغاني مذاکراتو د همغږۍ مسوولیت هم لري، خو طالب رژیم وایي چې دوی پر ټول افغانستان واکمن دي او چا سره د مذاکراتو او ګډ حکومت جوړولو لپاره نه دي تیار.

د طالبانو مخالفان او نړیوال بیا باور لري، چې طالبان د قدرت له انحصار او اوسنۍ نا قانونه بڼې سره د منلو او خلکو ته د خدمتونو او اړتیاوو برابرولو جوګه نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب