جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد پروین ملال څو غزلونه

د پروین ملال څو غزلونه

ژونده ؛ زه دی پل یمه ، لولی مې کنه

ستاوروستی مزل یمه ، لولی مې کنه

زه د محسوساتوروح، زه یم د چمن ښکالو

وږم یم ، سنبل یمه لولی مې کنه

څه ده فلسفه دعشق، څه د زلیخا جنون؟

مصریم ، محل یمه ، لولی مې کنه

نشته تنهایې نشته دادي تش ګمان دروح

زه دخیال محمل یمه لولی مې کنه

وګوره راوګوره هره خواکې زه یمه

زه درسره تل یمه ، لولی مې کنه

ټوله حسن ، حسن یم کیف د یوه درد یمه

څه کافرغزل یمه ، لولی مې کنه

۲۰۲۰-۹-۱۸

دادراک اودانسان اړیکې لولم

دهغه اوداسمان اړیکې لولم

زه دستورو دمدار څخه درځمه

بیا دلمر اوکهکشان اړیکې لولم

دچا روح مي په رګونو کي بهیږي

دابد اودروان اړیکې لولم

څه یادونه مي، پیچلي پخپل روح کي

دماضی اوددوران اړیکې لولم

یونامرد درد می رېښوکې دی شین شوی

دهغه اودجانان اړیکې لولم

دیو پټ احساس د کیف څخه راوزم

دخپل ځان سره دځان اړیکې لولم

۲۰۲۰-۹-۲۴

دسهار داقامته الله هو، الله هو

داوږدوشپو عبادته الله هو، الله هو

دشپیلۍ دروح پروازه سوزوسازه

دبیدیا د غیږوسعته الله هو، الله هو

دجنت د مستۍ خوبه دزړه سوبه 

ددوږخ د خیال قیامته الله هو، الله هو

شپه امامه د حبشو  پریوشو

دسپوږمۍ سپینه عفته الله هو، الله هو

درېښو دروح درګه ، دشاهرګه

دچنارهسکه فطرته الله هو، الله هو

انځورګر دنګهتونوګل رنګونو

دچمن خوږ لطافته، الله هو الله هو

دیوسف سپین سپیڅلتوبه خوږه خوږه

د یوچا  سپین بغاوته الله هو، الله هو

داغزو د بی حس توبه پردي توبه

دګلونو دقربته الله هو، الله هو

۲۰۲۰/۱۰/۶

چا په ټول لاره پلونه وکرل اوپلي ولاړه

که څوک ور ځي نوهغه ټول دعشق تر کلي ولاړه

دګلو پاڼوکې دټولو افسانې پاته شوي

چي نګهتونه دچمن یې وه لیکلي ولاړه

چا په لاسونوکې ګلونه، چااغزي راوړله

عجیبه داده چي نتلي هم ښاغلي ولاړه

شپه وه دستورو ستا دذکرتلاوت مي وکړ

سترګې مې پټې شوې چي څه مې وه لوستلي ولاړه

وږم د ساه دی دبسترپه غیږکې اوس هم پروت دي

مادبالښت سره ګنډلی ،ستا کرلي ولاړه

عمرمې ستا د څورنګینوشپو په پښوکې ورک کړ

ډیوې یوه، یوه مړه کیږي ټول راغلي ولاړه

۲۰۲۰/۱۰/۸

وړانګې مو وکرلې ځي چې اوس یې کرته ورځو

دکاپرګل جنډې په لاس دعرفان لمرته ورځو

زما دوطن د ښځوسترګوکې ټپونه شنه شوه

راځې رانجه د ستوروراوړو،واخترته ورځو

دچمنونواوښکې وچې کړو ګلونه وروړو

دوږموسیوري پکښي شنه کړو، وکرګرته ورځو

دښکالوګانو، محسوساتووړاندیزونه وروړو

دنګهتونو دپاچا چنډني درته ورځو

ډیري مودې وشوی چې هغه زه پری ایښي یمه

ډیري مودې وشوي دخیال سره یې سرته ورځو

بنګړي مي شورنه کوي، روح نه لری، نه ځلیږي

ځواني مې بایلوده سکروټې اوس مجمرته ورځو

چې سپوږمۍ نه را ځي د شمعو رڼاګا نې  خوشته 

شپه دي په لاره وي موږ درومو وسحرته ورځو

۲۰۲۰/۱۰/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب