جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهجینبیکوف: چمتو یم چې له خپلې دندې استعفا ورکړم

جینبیکوف: چمتو یم چې له خپلې دندې استعفا ورکړم

تاند(جمعه، د میزان ۱۸) د قرغزستان ولسمشر ویلي چمتو دی چې استعفا ورکړي.

د پارلماني ټاکنو له پایلو ناخوښو کسانو بلاخره د قرغزستان ولسمشر انعطاف ته اړ کړ.

سورونبای جینبیکوف په خپله ویب‌ پاڼه لیکلي چې چمتو دی د نوې کابینې تر تایید وروسته استعفا ورکړي.

د قرغزستان ولسمشر په داسې حال کې استعفا ته چمتووالی ښودلی چې د پارلماني ټاکنو د پایلو په اړه ناخوښو سیاسي ډلو او لاریون کوونکو د تازه لاریونونو د ترسره کولو غږ پورته کړی.

د قرغزستان پارلماني ټاکنې تېره یکشنبه وشوې چې په کې د اوسني واکمن رژيم اکثر پلوي کسان بریالي اعلان شول.

دې پایلو د منځنۍ اسیا د دغه هېواد د سیاسي مخالفو ډلو او خلکو تند غبرګون وپاراوه او پراخ لاریونونه یې تر سره کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب