چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد امارات هوايي شرکت ۵.۱ میلیارد ډالره ګټه کړې

د امارات هوايي شرکت ۵.۱ میلیارد ډالره ګټه کړې

تاند (سې شنبې، د ثور ۲۴ مه) د متحده عربي اماراتو هوايي شرکت نن (سې شنبې) وویل چې په تېر یو کال کې یې ۵ میلیارده او ۱۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړی چې دا د وړم کال پرتله ۷۱ سلنه زیات دی.

دا پر له پسې دوهم کال دی چې د اماراتو هوايي شرکت د زیات عاید په برخه کې ریکارډونه ثبتوي.

دغه هوايي شرکت له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ پورې، چې په نړۍ کې کرونا وبا خپره شوه، یو میلیارد او سل میلیون ډالره زیان کړی و خو په تېرو دوو کلونو کې یې تولټال ۸ میلیارده او سل میلیون ډالره ګټلي او د هغه زیان وټ کټ یې ایستلی چې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ پورې یې کړی و.

د امارات هوايي شرکت د ۲۰۵ نورو الوتکو فرمایش ورکړی او ټاکل شوې ده چې سږ کال ۱۰ ایربس الوتکې وروسپارل شي.

امارات هوايي شرکت د امریکا له امریکن اییرلاینز او دلټا هوايي شرکت وروسته د نړۍ درېیم ستر هوايي شرکت دی.

امریکن اییرلاینز په کال کې ۲۰۰ میلیونه او ډلتا ۱۷۰ میلیون مسافر لېږدوي خو امارات په کال کې ۵۰ میلیونه سپرلۍ وړي – راوړي.

3 COMMENTS

  1. don,t worry ;now emarat make alkohol. sharab.saudi also open new facktory of sharab
    emarat &saudi booth are saporter of israil&pakistan
    friend of enemy is our enemy
    thank you

    • راز محمد خان یاره له انګلیسی دی ټیزونه وویستل لږ څه ګذاره کوه. ښه به دا وی چې په پښتو لیکل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب