چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+چټ جي پي ټي یو بل مهم ګام واخیست

چټ جي پي ټي یو بل مهم ګام واخیست

تاند (سې شنبه، د ثور ۲۴ مه) د اوپن اې آی (Open AI) د مصنوعي ذهانت کمپنۍ د چټ جي پي ټي له جوړوونکې کمپنۍ سره یوځای د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مصنوعي ذهانت خپل نوی ماډل وړاندې کوي چې جي پي ټي -۴۰ نومېږي.

دا نوی ماډل له انسان سره خبرې اترې کوي او هممهاله په متن او تصویر کې یې هم ښوولی شي.

دا ماډل د انسان پوښتنو ته فوراً ځواب وايي او که څوک یې په خبرو کې ورولویږي، خبرې دروي او په سوال کې د بل سوال ځواب یې هم وايي.

اوپن اې آی یې ډیمو یانمونه خپره کړې ده.

د اوپن اې آی اجرايي ريیس سام التمن په یوه پوسټ کې ولیکل:«هوبهو هغسي دی لکه په فلمونو کې چې مو مصنوعي ذهانت لیدلي وو، زما لپاره عجیبه ده چې له کمپیوټر سره خبرې کوم، دا طبیعي راته نه ښکاري، خو عملاً اوس همداسي ده.»

آوپن اې آی د خپل مصنوعي ذهانت نمونه یوه ورځ مخکې تر دې نندارې ته وړاندې کړه چې ګوګل خپل کالنی کنفرانس پیل کړي. اټکل کېږي چې ګوګل به په دې کنفرانس کې د خپل مصنوعي ذهانت ټکنالوژي نندارې ته کښېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب