پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د لیکوالو عادتونه | پوهنمل مصطفی صفا

د لیکوالو عادتونه | پوهنمل مصطفی صفا

لنډیز

عادت د یوه چلند له تکرار څخه منځ ته راځي. چارلیز ډوهیګ په خپل کتاب )د عادت ځواک( کې لیکي: (کله چې موږ کوم فعالیت ترسره کوو، د هغه تر پای ته رسېدو وروسته زموږ ماغزه هغه څېړي او تکراروي یې، ترڅو دغه فعالیت په خودکاره او اتوماتیکه توګه ترسره شي او په دویم ځلې تکرار کې یې کمه انرژي مصرف شي.) لیکوالان هم د خپلو کارونو په لړ کې شاید له دې امله یو شمېر عادتونه پالي چې په کار کې ورته د الهام، تحرک او اسانتیا سبب کېږي. څرنګه چې ادبي سبک د یو لیکوال د کار او شخصیتي ځانګړنو پایله ده، دغه راز د لیکوالۍ عادتونه هم د یوه لیکوال د ذوق، رواني او کاري ځانګړتیاو له کشمکشه پیداکېږي. لیکوالو ته دا مهمه ده چې کومه لاره د دوی د بریا سبب کېږي. دا چې بریا ته رسېدل یوازې یوه لاره نه لري، له دې امله بېلابېلې لارې، چلندونه او عادتونه د لیکوالو له خوا تجربه کېږي. ځینې لیکوال د شپې مهال ښه لیکل کولی شي، ځینې د ورځې. ځینې د کال په یو ځانګړي موسم کې، ځینې په بشپړه چوپتیا کې. ځینې په کمپیوټر کار نه شي کولی او په اوسنۍ زمانه کې هم له قلمه کار اخلي. ځینې په ولاړو او ګرځېدو راګرځېدو کې. ځینې د خوب په بستر کې. ځینې د سفر په وخت کې. ځینې په باغ، پارک او آزاده هوا کې. ځینې د کار پر وخت د کوټې ور په ځان پسې بندوي. ځینې په وږې ګېډه. ځینې د لیکلو په مهال خوراک او څښاک کوي. ځینې د لیکلو لپاره د کتابتون او ښکلي مېز خبره کوي. ځینې له تش کاغذه وېرېږي. د ځینو بیا لیکلې پاڼې اندېښنې زیاتوي. ځینې تر لیکلو د هغو په اصلاح کولو زیات وخت لګوي… دا ټول هغه حالات دي چې بېلابېلو لیکوالو ورسره ځان عادت کړی او د دوی د کار او هڅو لپاره یې د پرمختیا چانس زیات کړی دی، په دغه مقاله کې د نړۍ او افغانستان د څو مشهورو لیکوالو پر عادتونو، طریقو، الهام ورکوونکو شېبو او د هغوی د بریا په رازونو غږېدلي یو.

کلیدي کلیمې: لیکوالي، د عادت ځواک، الهام او تخلیقي شېبې.

سریزه

یوه مشهوره خبره ده، وايي: (هره پوهه چې ونه لیکل شي، له منځه ځي.) لیک او لیکوالي هغه څه دي چې د انسانانو ګټور فکرونه او تجربې یې له مرګه ژغورلي دي. لیکوالي د انساني ژوند او انساني ماهیت د ساتلو، رابرسېره کولو او پاللو هڅه ده چې د هغه له برکته نه یوازې د انسان تېره ماضي خوندي ساتله کېږي، بلکې د هغه نن او سبا هم ورسره خوندي کېږي. لیکوالي انسان ته شخصیت ورکوي او په ټولنه کې یې د اغیز کچه زیاتوي. هر انسان غواړي، په نړۍ کې ارزښتمن رول اداکړي او داسې څه وکړي او یا ووايي چې د بشر او نړۍ په تاریخ زیاتونه وشمېرل شي، ترڅو د ژوند او کارنامو له جدول نه یې نوم ونه لوېږي. انسان ته خپل تاریخ ښودلي چې وختونه درومي، ځوانۍ زړېږي، ډېرې څېرې او ډېر خلک د زمانې تر شا پاتې کېږي او د هېرېدلو دوړې پرې لوېږي، مګر هغه څوک د وخت او زمان له حافظې نه وځي چې د بشر او تمدن خدمت یې کړی وي. اصیله لیکوالي هم د بشر او تمدن د خدمت په معنا ده. دغه خدمت له لیکوال څخه وخت، علاقه، جدیت، عادت او شخصیت غواړي. کوم لیکوال ته چې خپل کار، خپل عادت او خپل شخصیت مهم نه وي، ممکن کوم مهم شی هم ونه شی لیکلی.

زموږ په ادبي تذکرو او ژوندلیکونو کې یوه ستونزه دا ده چې هلته یوازې د یوه لیکوال او ادیب د زېږېدنې او مړینې ورځ؛ د چا زوی دی؟ د کوم ځای او کومې قبیلې دی؟ د کلام نمونه یې او ځینې نور برسېرن معلومات راوړل کېږي، خو د هغه د ژوند ځانګړو او خلاقو شېبو ته پاملرنه نه کېږي او نه دا ویل کېږي چې د دغه لیکوال د بریا راز څه و او له کومو مهارتونو یې کار اخیست؟ دغې تشې ته په پام سره موږ په دې مقاله کې هڅه کړې چې د نړۍ او افغانستان د څو نومیالیو او کامیابو لیکوالو د ادبي ژوند هغه ټکو ته تم شو چې له دوی سره یې په خپل کار او زیار کې مرسته کړې. ارواپوهان وايي؛ بریالی فکر، بریالی چلند او بالاخره بریالیتوب، دا تر ډېره یو عادت دی او برعکس ناکام فکر، ناکام چلند او ماتې منل، دا هم یو عادت دی.  بریالي لیکوال د خپل کار لپاره ځینې لارې کشفوي او دغه لارې زیاتره د دوی د ورځنيو عادتونو زېږنده وي. موږ په دغه لیکنه کې د یو شمېر لیکوالو په ځینو جالبو عادتونو تم شوي یو، چې د هغوی د ژوند یو لړ ناویلي اړخونه راسپړي او موږ ته د زده کړې فرصت راکولی شي.

د څېړنې موخې

د لیکوالو پر عادتونو خبرې کول، د ادبپوهنې یو خورا په زړه پورې بحث دی، چې زموږ په ادبپوهنیزو آثارو کې ورته لږه پاملرنه شوې ده. د هرې ژبې او ادب د نومیالیو لیکوالو د بریا تر شا د هغوی ورځني او کاري عادتونه لاس لري. د دغو عادتونو پېژندل او سپړل له موږ سره د عملي لیکوالۍ په ډګر کې مرسته کولی شي او په عمومي توګه دغه پوښتنې راځوابولئ:

 – عادت څه شی دی او په لیکوالۍ کې څه رول لري؟

– کومو لیکوالو ډېر حیرانوونکي عادتونه درلودل؟

– د مهمو لیکوالو ورځنی مهالوېش څه او په کومو شېبو کې یې تخلیقي ځواک پیاوړی وي؟

– موږ د بریالیو لیکوالو له کاري چلند او د لیکوالۍ له عادتونو څخه څه زده کولی شو؟

د څېړنې مېتود

د عادت په باب خبرې تر ډېره د ارواپوهنې له علم سره تړاو لري. دلته مو هم په ځینو برخو کې د ادبي اړخ تر څنګ له ارواپوهنیزو نظریاتو ګټه اخیستې ده. دا چې دا موضوع یوه لویه او جالبه موضوع ده او د لیکوالو له اعترافونو او یاداښتونو پرته ورباندې بحث کول ناشونی کار دی، له همدې امله مو هڅه کړې چې د هغو لیکوالو د عادتونو مستندې نمونې وړاندې کړو، چې یا ډېر مشهور دي او په اړه یې لیکنې شوې او یا یې عادتونه ډېر جالب او حیرانوونکي وي. په دې بنسټ مو په دې لیکنه کې د څېړنې ډول کتابتوني او مېتود مو تشریحي او توصیفي دی.

لیکوال او عادتونه

د انسان د عادتونو او کړو وړو تر منځ نه بېلېدونکی تړاو شته. عادتونه له لویه سره د انسان د کړو وړو له تکراره را زېږي او بیا همدغه کړه وړه تر خپل اغېز لاندې راولي. په ۲۰۰۶م کال کې د (ډیوک) پوهنتون یوه څېړنه ښيي چې د خلکو څلوېښت سلنه کارونه هره ورځ د واقعي پرېکړو له مخې نه، بلکې د عادتونو له مخې کېږي. د روسیې د نولسمې پېړۍ ستر لیکوال داستایوفسکي ویلي: (انسان هغه موجود دی، چې له هر څه سره عادت کېږي او زه فکر کوم چې دا یې تر ټولو غوره ځانګړنه ده.) (۴: ۱۶) دا چې انسان ولې عادت کېږي، ارواپوهانو یې په اړه بېلابېلې څېړنې کړې دي.

 چارلیز ډوهیګ په خپل کتاب )د عادت ځواک( کې لیکي:

(کله چې موږ کوم فعالیت ترسره کوو، د هغه تر پای ته رسېدو وروسته زموږ ماغزه هغه څېړي او تکراروي یې، ترڅو دغه فعالیت په خودکاره او اتوماتیکه توګه ترسره شي او په دویم ځلې تکرار کې یې کمه انرژي مصرف شي.) (۱۰: ۵۴)

لیکوالان چې خپل تر ټولو مهم کار  لیکل او پنځول ګڼي، نو هر کله اړ وي چې د خپل وخت لویه برخه دغه کار ته ځانګړې کړي. دوی په دې ډګر کې له مختلفو عادتونو، طریقو او سلیقو څخه کار اخلي، ځینې لیکوال د شپې مهال ښه لیکنه کوي، ځینې سهار وختي قلم خوځولی شي، ځینې په وږې ګېډه او ځینې په مړه ګېډه ښه کار کوي، ځینې د لیکلو پرمهال چای، قهوه او یا نور خوراکي توکي خوري، ځینې وايي چې کله لیکنه کوم، نو یوه ګوله مې هم تر ستوني نه تېرېږي. همداراز داسې لیکوال هم شته چې کله په موټر کې سپور شي، بیا ورته ښه فکرونه پیداکېږي او داسې لیکوال هم شته چې د لیکلو په موخه ځان په خونو کې بندي کوي. دا ټول هغه حالات دي چې یو لیکوال ته پکې ارزښتمن شیان په ذهن کې ورځي او د هغه د قلم په خوځون کې رول لري. د دې ترڅنګ په لس ګونو داسې طریقې شته چې یو لیکوال یې د خپلې لیکنې په لړ کې کاروي او بالاخره یې په لیکنیو عادتونو بدلېږي.

د ساري په توګه انګرېز لیکوال «ګراهام ګرین» د یوه کوچیني عادت له مخې په لیکنه کې بریالی و، ده به د ورځې تر پینځو سوو کلمات لیکل، مختلف کلمات، پرته له فکره، څه چې به په ذهن کې ورتلل، هماغه به یې د کاغذ پرمخ راوړل، وروسته به یې چاڼ کړل، څو ټکي به یې ترې راوایستل، حتماً به داسې موضوعات پکې وو چې کیسه ترې جوړېدای شوی. د لیکوالۍ پر مهال به ډېر لیکوال بېلابېل عادتونه لري، خو د المان د نامتو لیکوال «فریدریک شېلر» عادتونه ډېر جالب وو. د شېلر په ژوندلیک کې راغلي چې ده به تل د مېز په جبه کې خوسا شوې مڼې اېښودلې او ویل به یې چې د لیکلو لپاره مې د دغو مڼو بوی خیال پاروي. کله چې به یې ملګري د ده کوټې ته ورننوتل، یوه شېبه به حیران ودرېدل چې دا څه حال دی. شېلر به ببر وېښتان نیولی وو. د کمیس تڼۍ به یې خلاصې وې او په کوټه کې به ښکته پورته روان و. د ده د کوټې کړکۍ به شپه او ورځ بندې وې. په رڼا به یې د کوټې حالت د کتو نه و. د کوټې پر دېوالونو به یې کالي راځوړند کړي وو. د الوګانو کڅوړې به یې د کوټې په کونجونو کې پرتې وې. د کوټې هوا به دپه وه، د یوې شمعې رڼا به د بې نظمه کوټې په هره خوا تت سیوری خپور کړی و. همدا بې نظمي او ګډوډي د شېلر د تخیل دنیا وه. یوه ورځ یې یو ملګری لیدو ته ورغلی و، د ده د کار په خونه کې خوسا بوی و، څو شېبې وروسته چې کله د شېلر مېرمن کوټې ته راننوته، د شېلر ملګري ورته وویل: په کوټه کې سخت بوی دی، کوم شی خو به خوسا شوي نه وي؟ د شېلر مېرمن د المارۍ خوا ته ورنږدې شوه، جبه یې راکش کړه، په جبه کې خوسا مڼې پرتې وې. دې وویل: بښنه غواړم، دا بوی به تاسې په عذاب کړي، خو شېلر له دې بوی څخه پرته لیکل نه شي کولی او دا د ده عادت دی. (۵: ۷۸، ۷۹)

«کریس سټوراټ» یو بل غربي لیکوال دی، ده ته هغه مهال د لیکوالۍ ښه الهام کېږي چې کله خپله د مېږو او پسونو رمه د څرولو لپاره دښتو او د غرو لمنو ته بوځي. نوموړي د خپل ځان او لیکوالۍ په اړه لیکي: (زه چې څومره لیکوال یم، په همغه کچه کروندګر هم یم. کروندګري ستونزمن کار دی، له دغه کار سره لیکوالي د تفریح په شان ده… زه له خپلو فزیکي فعالیتونو څخه د لیکوالۍ الهام اخلم، زما لپاره د لیکلو تر ټولو غوره موقع هغه وخت شي، چې د مېږو رمه مې د څرولو لپاره راوباسم. په مخکې کلونو کې به مې له ځانه سره د یادښت کتابچه ګرځوله او ځینې یادښتونه مې لیکل، خو وروسته مې پام شو چې هسې چټلېږي رانه، نو بدلون مې ورکړ او اوس له ځانه سره ټیپ ریکارډر ګرځوم او د یادښت پرځای خپل غږ ثبتوم.) (۷: ۱۳۸، ۱۳۹)

«ارنسټ همینګوې» د امریکا خورا مشهور نوبل ګټونکی لیکوال دی. ده په یوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ د عادتونو په باب څرګندونې کړې. مرکه کوونکي د مرکې په سر کې د همینګوې د کار د ځای په اړه لیکلي: (همینګوې سان فرانسیسکو ته څېرمه په هاوانا کې د خپل خوب په کوټه کې لیکل کوي. دا پراخه او لمرینه کوټه ده، د لمر رڼا د جنوبي او ختیځو پنجرو له لارې د کوټې پر سپین دیوال او زېړو سرامیکو فرش شوې ځمکې غوړېږي… همينګوې په ولاړه لیکل کوي، چې دا يې له لومړنيو عادتونو څخه دی. د ټایپ ماشین يې د کوټې په يوه برخه کې داسې ځای اېښی چې د سینې تر قفسچې پورې يې لوړ دی. کوټه له خپلو ټولو بې نظميو سره، چې په لومړي نظر کې تر سترګو کېږي، د کوټې د خاوند د وسواس څرګندويي کوي، چې اساساً پاکخوره دی، خو د هېڅ شي د لرې غورځولو وس نه لري. په تېره د هغو څيزونو چې عاطفي دلچسپي ورسره لري. نوموړی شین سهار له خوبه راپاڅېږي او ټول پام يې لیکلو ته وي. کله چې کار يې ښه مخ ته ځي، خوله خوله وي. تر څاښته لیکلو ته تمبه وي او بیا حمام ته ځي…) (۹: ۴۴۸)

همېنګوې چې په ولاړو او د ګرځېدو راګرځېدو په حال کې لیکل کول او دا عادت یې د بري راز ګاڼه، خو په نړۍ داسې لیکوال هم وو، چې د ګرځېدو خلاف د خوب په بستر کې یې ښه قلم خوځولی دی. د فرانسې نومیالی لیکوال «مارسل پروست» او د امریکا مشهور لیکوال «مارک ټواین» له هغو لیکوال څخه وو، چې خپلې لیکنې به یې د خوب په بستره کې کولې. مارک ټواین د خپل عادت له مخې دا کار کاوه، خو پروست د روغتیايي ستونزه له امله دغه عادت ته پناه وړې وه. پروست په خپل ټول ژوند کې د ساه تنګۍ له ناروغۍ کړېده. هغه ته په لس کلنۍ کې دا ناروغي پیدا شوې وه او د ژوند تر پایه ورسره ملګرې وه. پر ده باندې د ساه تنګۍ شدیدې حملې راتلې… په ده به معمولاً د ورځې له خوا دا ناروغي راتله، له دې امله له ده څخه یو شپنی لیکوال جوړ شوی و. هغه به د سهار په اوو بجو ویده کېده او د مازیګر تر څلورو یا پنځو بجو پورې به یې خوب کاوه.  د خپلې خونې کړکۍ به یې شپه ورځ بندې ساتلې او د تودوخې وسایل یې حتی په ژمي او یخنۍ کې هم نه شوای کارولی… پروست به ډېر لږ د باندې واته… په دې اساس د ده زیات وخت په کور کې تېرېده او ډېر کله به د خوب په بستره کې غځېدلی و. د خوب بستره ده ته د لیکلو د مېز حیثیت درلود. (۲: ۱۳۴)

 د فرانسې د نولسمې پېړۍ له سترو لیکوالو څخه یو هم «ګوستاو فلوبر» و. فلوبر به د ورځې له اوو تر دوولس ساعتونو پورې کار کاوه. دی په خپل کار کې دومره دقیق و چې د یوې پاڼې په لیکلو به یې څو ورځې تېرولې. له همدې امله یې ډېر آثار ونه شوای لیکلی. ده به تر لیکلو وروسته خپل آثار په لوړ غږ د خپل کار په خونه کې لوستل، ترڅو د هغه وزن، آهنګ او د لغتونو او جملو اغېز وسنجوي. فلوبر هم د موضوع په انتخاب کې او هم د هغو لپاره د مناسبو الفاظو او جملو په موندلو کې له خورا دقته کار اخیست. د نوموړي دغه وینا مشهوره ده چې وايي؛ (یو لیکوال باید یو عادي شي ته دومره ډېر ځیر شي چې په هغه کې غیر عادي او ناپېژندل شوی اړخ ومومي.) (۱۱: ۲۸) فلوبر خپل تر ټولو مشهور رومان «مادام بوواري» یې په پنځو کلونو کې لیکلی دی (۱۳: ۲۰۵). ده د دغه رومان په لیکلو کې هم له بېړې کار نه دی اخیستی، نوموړي خپل یوه دوست ته په یوه لیک د «مادام بوواري» د لیکلو له شېبو څخه داسې یادونه کړې ده: (له کومې ورځې چې زه دې لیدلی یم، تر اوسه مې ایله پینځه ویشت مخونه لیکل کړي دي «پینځه ویشت مخونه په شپږو اونیو کې»… پر دغو مخونو مې دومره کار کړی، دومره مې بیا بیا لیکلي او دومره سمونې او زیاتونې مې پکې کړې، چې اوس یې سر او پای رانه ورک دی؛ خو فکر کوم چې نور به یې ستونزې حل شوې وي… له خپل کار سره افراطي مینه لرم، ځینې وخت ځان راته تش او خالي ښکاري، هېڅ خبره مې تر خولې نه راوځي، یو مخ مې په بل پسې خط مت کړی وي او یوه جمله مې هم پکې د کار شی نه وي لیکلي، بس نور د خوب تر کټه ځان رسوم، هلته اوږد غځېږم او د هغې خواشینۍ سیلاب ته ځان سپارم چې په ما کې د ننه څپې وهي… تر دې چې هر څه بدل شي، بیا مې پر زړه د خوښۍ زېری وشي. تېره چهارشنبه اړ شوم چې پاڅم او په خپل دسمال پسې وګرځم، ځکه پر مخ مې د خوښۍ اوښکې راغلې وې، د لیکلو پر مهال غرېو نیولی وم، لامل یې دا و چې زړه مې د هغو عواطفو خوښۍ ته سپارلی و، چې په ما کې یې د خیال ماشومان پارولي وو او دغو ماشومانو ماته خبرې او جملې راوړې وې.) (۱: ۲۷۲، ۲۷۳)

د لیکوالۍ په ډګر کې هر بریالی لیکوال د خپلې بریا لپاره ځینې کیسې لري، لوېدیځوال چې په ساینس او ټکنالوژۍ کې ځان مخکښ بولي، همداسې یې د ادبیاتو او لیکوالۍ لړۍ هم په متعهدانه او حرفه يي توګه روانه ساتلې ده. د دوی هر لیکوال د خپلو آثارو د خپراوي لپاره له ګڼو امکاناتو برخمن دی. دوی په اسانه توګه کولی شي چې لوستونکي له خپلو پنځونو، خپل ځان او خپلې لیکوالۍ څخه خبر کړي. د امکاناتو نه شتون، جګړه، فقر او کم سوادي چې زموږ د ټولنې لویې بدمرغۍ دي، زموږ لیکوال هم د یادو ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې له خپل فکر، نظر او اثر سره جوخت د خپل کار د بریا، طریقې او سلیقې په باب لازم معلومات خپلو لوستونکو ته ورسوي. موږ د ګوتو په شمار داسې لیکوال لرو چې تر یوه بریده یې موږ له خپل کار او زیار څخه خبر کړی یو. د مثال په ډول په پښتو اوسني ادب کې استاد سعدالدین شپون هغه لیکوال دی چې د خپلو خاطرو د لیکلو له لارې یې د خپل ځان، لیکوالۍ او د لیکوالۍ پرمهال د خپلې ذهني فضا په باب خبرې کړې دي. د ده په وروستیو خاطرو کې لولو، چې د امریکا غوندې ځای کې لا هم د شمعې رڼا ته لیکل کوي. په یوه خاطره کې یې لیکلي: (تیره میاشت مې کالیزه وه، بچیانو مې په درځنو شمعې راوړې وې، خو چې د لګولو تابیه یې درلوده، کوروالا منع کړې، ایسته یې زما د کمپیوټر په خونه کې راته دلۍ کړې چې ذخیره مې ختمه نه شي، د همدې تتې رڼا له لاسه مې املا سمه نه ده، چاپګر یاران یې راته سموي…) (۸: ۹۵ )

په یوه بله خاطره کې لیکي: (د ورځې روښنايي مې نه خوښېږي، تر سپوږمۍ مې، تروږمۍ، تر شنه اسمانه ورېځ، تر پسته اور «نرم باران» نه شړکنده باران، تر هغې د واورې شرنګهار، تالنده برښنا خوښ دي، لاس مې قلم او کمپیوټر ته راکاږي… زه د لیکوالۍ دعوه نه کوم او شعر خو بې هغې هم نه لیکم، بلکې نورو ته مې هم د هغې په ضد مشوره ورکړې ده، مګر کله د هوا حالات او تیاره رڼا پر ما هم د شعر ویلو جذبه راولي.) (۸: ۶۸)

کله چې په پښتو ادب کې د لیکوالۍ خبره راشي، نو ډېره به ناشونې وي چې سړی دې د «استادګل پاچاه الفت» له نوم څخه ناپامه تېر شي، استاد الفت هم د خپلې لیکوالۍ کیسه راته د خپل مشهور اثر (غوره نثرونه) په پیل کې کړې ده، دی لیکي: (څه د پاسه شل کاله کېږي چې زه د څه لیکلو او فکر کولو په رنځ اخته یم، همدغه شغل زه له خپلو او پردیو نه بېل کړم او په ګوښه ځای کې یې له خلکو لرې کېنولم، ډېرې شپې یې راباندې په ویښه تېرې کړې او ډېرې ورځې یې له ملګرو او دوستانو بېل وساتلم، په دغه موده کې ما له خپلو بچو او کاله له خلکو سره ډېر لږ وخندل او هر چا ته یې بې مینې غوندې ښکاره کړم. کله له سبا نه تر ماښامه ځای په ځای کېناستم چې د څه لیکلو په فکر کې رانه لمونځونه هم قضا شول، مګر هېڅ مې ونه شوی لیکلی، کله به نیمه شپه لکه سودايي له خوبه راپاڅېدم او د اسمان ستورو ته به مې حیران حیران کتل، یو وخت به مې څو کرښې ولیکلې، بیا به مې هغه څیرې کړې، بل وخت به مې خپل کاغذونه راغونډ کړل او یوه کلمه به مې له بلې سره نښلوله، ډېر ځله راته خپل فکر او خیال ډېر ښه ښکاره شوی او کله کله مې خپلو لیکنو ته په حقارت کتلي دي او له ځانه مې زړه تور شوی دی، ډېرې ورځې د کور او کلي له خلکو نه پټ شوی یم او چېرته لرې په کومه هدیره کې ناست یم او یا مې د سیند په غاړه یوازې ورځ تېره کړې او یوازیتوب مې ډېر لوی نعمت ګڼلی دی. په دغسې احوالو کې مې کله شعر او کله نثر لیکلی چې زما روحي او فکري اغېزې پکې څرګندې دي…) (۳: ۱، ۲)

د پورته لیکنې که څه هم هنري او شاعرانه اړخ پیاوړی دی، خو بیا هم دا ترې څرګنده ده چې استاد الفت به لیکوالي د چوپتیا او بشپړې آرامۍ په حالت کې کوله، خو د استاد الفت هممهاله، لیکوال «استاد عبدالروف بېنوا» بیا په خپل دفتر کې  او حتی د شورماشور په حال کې هم لیکل کولای شول. په نړۍ کې داسې لیکوال هم لږ نه دي چې ځانونه د کوم ځانګړي حالت او عادت پابند نه ګڼي.

د ترکیې نوبل ګټونکی لیکوال «اورهان پاموک» وايي چې د لیکوالۍ لپاره کوم ځانګړی فورمول نه لري، خو بیا هم ځینې شخصي ځانګړتیاوې لري چې شاید د نورو لیکوالو لپاره مهمې نه وي. دی وايي چې هېڅکله هم دوه ناولونه په یوه روحي حالت نه شي لیکلای. نوموړی د ځینو لیکوالو هغه عادت هم نه خوښوي چې د خوب په بستر کې لیکل کوي. دی زیاتوي: (تل فکر کوم چې د لیکوال د خوب آرام ځای باید د هغه د لیکوالۍ له ځایه توپير ولري.) (۶: ۱۶)

مناقشه

عادتونه چې په ژوند کې څه ډول راپیدا کېږي، همدغسې بدلېږي او هېرېږي هم. له دې امله د انسان زیاتره عادتونه دایمي او ثابت نه وي، مکمن د وخت په تېرېدو سره بدلون پکې راشي. (۱۴: ۱۲۳) د لیکوالو عادتونه هم د دوی د ژوند له شرایطو سره بدلېږي رابدلېږي. د یوه لیکوال یو عادت چې د ده کار او زیار ته چټکتیا وربښي، ښايي د بل لیکوال لپاره بې معنا وي. مثلاً د «شېلر» دا عادت چې خوسا شوې مڼې به یې د مېز په جبه کې ساتلې او د هغو بوی به ورته الهام بښونکی و، دا عادت زموږ لپاره یوازې حیرانوونکی دی او نوره ګټه شاید راته ونه لري، لیکن د ګراهام ګرین د عادت په پیروۍ ښايي ډېر لیکوال خپله بریا ومومي. دلته د بېلابېلو لیکوالو د عادتونو له یادولو څخه زموږ موخه دا ده چې زموږ لیکوالان باید په ټوله کې د عادت مسئلې ته ځیر شي. عادت که له یوې خوا کارونه اسانوي، خو له بلې خوا د هغو راښکون او جذابیت هم کموي، یعنې د مثبتو اړخونو تر څنګ ځینې منفي هغه هم لري. د لیکوالو د عادتونو له راوړلو مو بله موخه دا ده چې زموږ لیکوال باید ځان وازمويي، چې کوم حالت او عادت ورته الهام بښوونکی دی، له هماغه حالت او عادت نه باید ګټه واخلي. ضرور نه ده چې د یوه مشخص لیکوال له عادتونو څخه سل په سلو کې پيروي وشي او خپل فردیت او علاقه پکې ورک شي. ارواپوه (ویکټور فرانکل) وايي: (د یوه کار پر کېدو زیات ټینګار هغه کار ناممکنوي.) (۱۴: ۱۲۶)

دا چې یو څوک د لیکلو لپاره علاقه، انګېزه او ویل لري، هغه بیا خپله لار په خپله پیدا کوي. د آلماني فیلسوف (فریدریش نېچې) خبره پر ځای ده چې وايي: (کوم انسان چې په ژوند کې «ولې» لري، هغه د «څرنګه» هر بار وړلای شي.) (۱۴: ۱۰۵)

پایله

یو انګلیسي متل دی وايي: )عادتونه موږ له هر څه سره پخلا کوي.( (۱۵: ۲۴۶) په ورځني ژوند کې د یوه چلند تکرارول، له هغه چلند سره د پخلاینې لامل کېږي. دغه ډول پخلاینې په موږ کې د عادتونو بنسټ جوړوي. د عادتونو مثبت اړخ دا دی چې انسان ته د کارونو په تر سره کولو کې اساني منځته راوړي. لیکوالان هم د خپل کار په لړ کې یو شمېر عادتونه خپلوي، چې د لیکوالۍ په کارونو کې یې د اسانۍ او کامیابۍ لامل کېږي. دا چې څه شی یوه لیکوال ته د الهام سبب کېږي؟ کوم حالت او کاري چلند یې د فکر او قلم په خوځښت کې رول لري، دا ټول په هغوی د یو شمېر عادتونو سبب کېږي. د مثال په ډول، د انګلستان نامتو لیکوال «ګراهام ګرین» د خپل دې عادت له مخې په لیکوالۍ کې بریالی و، چې ده به د ورځې تر پینځو سوو کلمو پورې لیکنه له کوم منظم فکر پرته کوله، بس څه به یې چې په ذهن کې ورتلل هغه به یې لیکل، وروسته به یې هماغه لیکنې چاڼ کولې او څو ټکي د کار خبرې به یې پکې را ایستلې او له هغو به یې په خپلو اصلي او جدي لیکنو کې کار اخیست. د آلمان ستر لیکوال «شېلر» عجیب عادت دا درلود، چې د خپل مېز په جبه کې به یې تل خوسا شوې مڼې ساتلې، ده به ویل چې د خوسا شویو مڼو بوی یې د لیکلو پر وخت د الهام او کاري بریا لامل کېږي. د امریکا نوبل ګټونکي لیکوال «همینګوي» به په ولاړو او د ګرځېد راګرځېدو په حال لیکل کول. «مارسل پروست» خپلې زیاتره لیکنې د خوب په بستره کې کولې. دغه شان په پښتو ادبیاتو کې استاد الفت خپله ډېره لیکوالي د چوپتیا او بشپړې آرامۍ په حالت کې کوله، خو د استاد الفت هممهاله، لیکوال «استاد بېنوا» بیا په خپل دفتر کې  او حتی د شورماشور په حال کې هم لیکل کولای شول. استاد شپون چې په امریکا کې اوسېده، هغه ډېر کله د شپې مهال د شمعو رڼا ته لیکوالي کوله. په نړۍ کې داسې لیکوالان هم کم نه دي چې د خپلو لیکنیو کارونو په لړ کې چندان ټاکلي عادتونه نه پالي. په هر حال موږ د سترو لیکوالو له عادتونو څخه زده کړه کولی شو، ممکن د هغوی ځینې غوره عادتونه وازمویو او وګورو چې زموږ په کار کې څومره ګټه لري.

وړاندیزونه

۱: د نړۍ د اوچتو لیکوالو په باب شوې څېړنې، اتوبیوګرافۍ او خاطرې باید پښتو ته راوژباړل شي او د هغوی له کاري بریاو او عادتونو باید زموږ ځوان لیکوال خبر کړل شي.

۲: هغه ادب تاریخ او ادبي تذکره لیکونکي چې د پښتو ادب د پخوانیو یا اوسنیو ادبي څېرو په باب لیکل کوي، باید دا ټکی په پام کې ونیسي، چې د یوه لیکوال په ژوندلیک کې د هغو د ژوند ځینې جالبې شېبې، جالب عادتونه او رنګین ذوقونه هم یاد کړي.

۳: ځوان لیکوال باید وهڅول شي، چې د خپلو تجربو په باب لیکل وکړي او د خاطراتو، اتوبیوګرافیو او نورو شخصي یادښتونو له لارې راتلونکي نسلونه خبر کړي او په دې توګه د ناسمو معلوماتو مخه ونیسي.

مأخذونه

۱: آلوت، میریام .(۱۳۹۳هـ ). رمان به روایت رمان نویسان، ترجمه: علی محمد حق شناس، چاپ سوم، تهران:‌نشر مرکز

۲: اشمیتس، رانیز .(۱۳۹۳هـ). در حیاط خلوت نویسندګان، ترجمه: مهشید میرمغزی، چاپ دوم، تهران:‌ نشر ثالث

۳: الفت، استاد ګل پاچاه .(۱۳۸۴هـ). غوره نثرونه، دانش خپرندویه ټولنه: پېښور

۴: داستایوفسکي، فیودور .(۱۳۹۲هـ). قمار باز، ژباړن: دوکتور لطیف بهاند، کابل: دانش خپرندویه ټولنه

۵: رایس، کریستنیه شولڅ .(۱۳۹۴هـ). نامتو مفکران، لیکوال او شاعران، ژباړونکې: اناهیتا روهي، کابل:‌ مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر

۶: رحماني، ګل رحمن. (۱۳۹۵هـ). زرلټون، جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه

۷: رهبر، کاظم .(۱۳۸۲هـ). چګونه می نویسم، تهران: ‌نتشارات رادان

۸: شپون، استاد سعدالدین .(۱۳۹۳هـ). د مچۍ ځاله، جلال آباد: مازیګر کتابلورنځی

۹: صفا، پوهنیار مصطفی .(۱۳۹۷هـ). نړیوال ادبیات، جلال آباد:‌ ګودر خپرندویه ټولنه

۱۰: صفا، پوهنیار مصطفی .(۱۳۹۶هـ).  ارواپوهنه د ټولو لپاره، دویم چاپ، کابل: ‌نوی مستقبل خپرندویه ټولنه

۱۱: غضنفر، اسدالله .(۱۳۹۳هـ). کلتور او ټولنه، ننگرهار:‌ مومند خپرندویه ټولنه

۱۲: فرانکل، ویکټور .(۱۴۰۰هـ). انسان د مانا په لټون، ژباړن: میراحمد یاد، کابل: اکسوس کتابپلورنځی

۱۳: کاڼی، محمد طاهر. (۱۳۹۴هـ). بهرني لیکوال، کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي

۱۴: مالتز، ماکسول .(۱۳۹۱هـ ش). روان شناسی خلاقیت، ترجمه: مهدی قراچه داغی، تهران: انتشارات اسرار دانش

۱۵: یالوم، دکتر اروین. (۱۳۹۵هـ ش). روان درمانی اگریستانسیال. ترجمه: دکتر سپیده حبیب. چاپ هفتم، ایران: نشر نی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب