Homeخبرونهکاناډا: ۳۰۹ نور افغان پناه غوښتونکي مو ولېږدول

کاناډا: ۳۰۹ نور افغان پناه غوښتونکي مو ولېږدول

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۲ مه) د کاناډا د کډوالو چاور وزارت اعلان وکړ، چې ۳۰۹ افغان پناه غوښتونکي يې خپل هېواد ته لېږدولي.

د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریز وویل، دغه افغانان په یوه چارټر الوتنه کې لېږدول شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، لېږدول شوي افغانان په افغانستان کې د کاناډا د پوځ کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعان وو.

ویل شوي، چې دوی له خپلو کورنیو سره د کاناډا ګالګري ښار ته لېږدول شوي دي.

د کاناډا د کډوالو وزیر زیاتوي، چې هېواد یې له کړې ژمنې سره سم نږدې ۳۵زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدولي او د دې کال تر پایه به د دې کسانو شمېر ۴۰ زرو ته ورسوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو مدافعان د کاناډا د کډوال منلو بهیر ناعادلانه بولي او ټینګار کوي، چې د اقلیتونو د ملاتړ په نوم یې پښتانه فعالان له پامه غورځولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...