شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: د ښې حکومتولۍ لپاره د پوهانو او هېوادوالو نظرونه اورو

مولوي کبیر: د ښې حکومتولۍ لپاره د پوهانو او هېوادوالو نظرونه اورو

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۲ مه)  د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر “د متحرک اقتصاد کلتوري اتحاد-د افغان‌کارپوهانو نړېوال اتحاد” له مشر او رهبرۍ پلاوي سره د لیدنې پر مهال ژمنه کړې، چې دوی به د ښې حکومتولۍ لپاره د ټولو هېوادوالو نظرونه واوري.

مولوي کبیر دا هم منلې، چې د ښې حکومتولۍ اصل د پوهانو نظرونه اوریدل او پر طرحې عمل دی.

د هغه د دفتر په اعلامیه کې راغلي، چې د پوهانو یاد شوي اتحاد مشر په دې لیدنه کې ویلي: په افغانستان کې د اوسني امن او ټیکاو راتګ تاریخي فرصت دی چې باید د هېواد په اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګونو کې ترې عظيمه ګټه واخیستل شي.

‏سرچینه د افغان پوهانو له قوله دا هم ویلي چې، واکمن رژیم دې د افغانستان د کرنې سکټور پراختیا، کان کيندنې، د علمي بنسټونو ودې او کاري فرصتونو برابرولو برخو ته زياته پاملرنه او ډېر کار وکړي.

‏طالبانو ویلي، چې یادو کارپوهانو په اقتصادي، ټولنیزو، د بې کارۍ کمولو او په تحصیلي برخه کې خپلې طرحې هم له مولوي کبیر سره شریکې کړي دي.

 یو شمېر څارونکي له علمي شخصیتونو سره د طالبانو د ناستو هرکلی کوي، خو وایي دا ناستې باید سمبولیکې نه وي او د روان ناورین د حل لپاره ترې عملي ګټه واخیستل شي.

1 COMMENT

  1. ملا برادر او ملګرو ته یی د وطن د آبادی ، اساسی او حیاتی تعمیر زیات توفیق او همت غواړم او دا کار متخصصینو ته ډیر ضرورت لری خدای ج دِ وکړی چي د افغان متخصصینو ارزښت ، ساتنه او تقدیر ته لمړیتوب ورکړی ، بی له علم او متخصص نه آبادی امکان نلری امید چي دا لوی نعمت او پانګه د جاهلو مزدورانو او دښمنانو له شر څخه وژغوری ۰
    بل اهم کار او مسئولیت مو د پنجشیر د سیند اوبه د کابل شپږ میلیونی ښار ته رٙسٙوُل دی ځکه کابل د څښاک اوبه نلری؛ دا ډول کارونو کی ټول مومن ملت درسره دی او الله ج د خادم حاکم مل دی او دا د خدمت ظرفیت الله رب العزت درکړی او فُرصت هم مساعد دی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب