پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeجنرال وزیريوروسته پښېماني| دولت وزیري

وروسته پښېماني| دولت وزیري

زما یو ملګری و، تل به يې ویل:

” کاشکې! وروستیه عقله چې مخکې وای.”

هغه به چې هر کار وکړ، وروسته به پرې پښېمانه و. افسوس یې کاوه، چې ولې یې دا یا هغه کار وکړ.

نو ویل به یې، که مې له احساساتو کار نه وای اخیستی او ښه فکر مې کړې وای، نو په دې بد حالت به نه اخته کېدم.

که پام مو وي، دا يوازې د هغه ستونزه نه وه. دا د ټولو افغانانو ستونزه ده.

راځئ چې په لنډه توګه يې وشمېرو:

– د غازي امان الله خان له هېواد سره د پاکې مينې احساساتي او بېړني اصلاحات او بیا د انګرېزانو په خوله د نوموړي پسې اخیستل دا ټول تر فکر کولو څخه مخکې کارونه وو.

اوس يې د افسوس کولو څه ګټه!

– د نادر خان له خوا واک امان الله خان ته نه سپارل، د ظاهرشاه له خوا د سردار محمد داودخان پر ضد د سردار عبدالولي خان د احساساتي کړنو مخه نه نیول او بیا د دوی پر ضد د داودخان له احساساتو ډکه دښمني او کودتا ته لاس اچول، دا ټول له فکر کولو مخکې کارونه وو.

اوس يې د افسوس کولو څه ګټه!

– د سردار محمد داودخان له خوا د احساساتو له مخې پر افراطیانو ګوزار، د احساساتو له مخې د اسلامپالو تګ د ای اس اس غېږې ته، د داودخان له خوا د بریژینف د مېز ډبول، د یوه ګوندیز سیستم رواجول، د افغانستان د خلق ډموکراتيک ګوند د رهبرانو نیول او بیا د احساساتو له مخې د افغانستان د خلق ډموکراتيک ګوند د پلویانو له خوا  د داودخان واکمنۍ ته د پای ټکی کېښودل دا ټولې د فکر کولو څخه مخکې کړنې وې.

 اوس يې د افسوس کولو څه ګټه!

 – د خلقیانو او پرچمیانو تر منځ بې اتفاقي، د پرچمیانو له خوا  د خلقیانو پر ضد د کودتا بندو بست، د خلقیانو له خوا  د پرچمیانو شړل، د خلقیانو او پرچمیانو له خوا  د یوه ګوندیز سیسټم رواجول، پر شورویانو ډېر باور، د نورمحمد تره کي او حفیظ الله تر منځ بې اتفاقي، له شورویانو سره د ببرک کارمل او پرچمیانو راتګ، له ملت سره د شورویانو مخ کول، د کارمل او ډاکتر نجیب الله تر منځ د واک پر سر بې اتفاقي، د ډاکټر نجیب الله او جنرال شهنواز تڼي تر منځ کودتا، د نجیب الله پر ضد د کارمليانو کودتا، د مجاهدینو له خوا  د جلال اباد جګړه، د مجاهدینو له خوا  د ملګرو ملتونو د سولې پروګرام ناکامول دا ټول هغه څه وو چې په خپله افغانانو تر فکر کولو څخه مخکې تر سره کړل.

 اوس يې د افسوس کولو څه ګټه لري!

– د مجاهدینو تر منځ بې اتفاقي، د پاکستان د ای اس ای په خوله د کابل جګړې، د اردو له منځه وړل، د پاکستان پر بازارونو د پوځي توکو لیلام، د رباني  او مسعود له خوا  د واک غصب، د پاټکسلارۍ رواجول، په هر کلي او قریه کې د حکومتونو جوړول، د طالبانو ظهور ته د شرایطو برابرول دا ټولې هغه کړنې وې، چې په خپله افغانانو مخکې له فکر کولو تر سره کړي.

اوس يې د افسوس کولو څه ګټه!

– د طالبانو له خوا  د ډاکټر نجیب الله وژل، د تک سالارۍ رواجول، جګړې، د اسامه بن لادن پر سر امریکایانو ته پر افغانستان د برید لپاره د پلمې په لاس ورکول، د شمالي ټلوالې کودتا لومړی د ډاکټر نجب الله پر ضد، دویم د طالبانو سره جګړې، درېیم د امریکایانو سره د طالبانو پر ضد یو کېدل، د جنګي کلا او ليلې دښتې وژنې دا او دې ته ورته ټول هغه څه وو چې افغانانو په خپله مخکې له فکر کولو تر سره کړل.

اوس يې د افسوس کولو څه ګټه!

– د بن په کنفرانس کې د ټولو رقیبو ډلو نه ګډون، د شمالي ټلوالې له خوا  د واک غصب، د ټول افغانستان پر ځای د یوه پنجشېر واکمني، د طالب په نامه د ږيرې او لونګۍ والا ګوانتنامو او یا د بګرام زندان ته اچول، د ستر فساد رواجول، سپینه خوله ځوانانو ته مخکې له وخته واک ورکول، د پنجشېریانو، د دوستم او د نورو ټوپکسلارانو نخرې، د ډاکټر عبدالله عبدالله د درېشۍ سره ویده کېدل او حتی په خوب کې هم د خوب نه منل، د حامد کرزي د ملکۍ انداز او نخرې، د پارلمان د غړو او جهادي رهبرانو د شخصیت کیش کېدل، پر امریکایانو ډېر باور، دا ټول بې له دې چې په هکله یې فکر وشي، مخکې د فکر کولو تر سره شوې کړنې وي.

اوس يې د افسوس کولو څه ګټه!

هیله ده!

دا ځل طالبان لومړی فکر وکړي او بیا عمل تر سره کړي. په کارونو کې عجله د شیطان کار دی، خو تر څنګ يې پر ښو بیړه او پر بدو تامل د هوښيارانو کار وي.

د اسلامي امارت لپاره د واک چلولو ډېرې سترې تجربې د افغانانو له خوا  ورپاتې شوې دی، له ځينو يې د بېلګې په توګه ما یادونه هم وکړه.

د طالبانو تر څنګ ټولو افغانانو ته په کار ده چې د هر عمل له تر سره کولو مخکې له عقل څخه کار واخلي، د احساساتو له مخې کړنې تر سره نه کړي او له ژور فکر کولو څخه وروسته د یوه کار کولو ته اقدام وکړي.

ځکه بیا به د افسوس کولو لپاره څه نه وي او نه به وایې، چې:

” کاش! وروستیه عقله مخکې وای”

پخوا د ترافیکو له خوا  ډریورانو ته د لارښوونې یو کتاب چاپ شوی و، د کتاب عنوان و:

“اګر خواندي بردی، ور نه مردي”

                                    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب