یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Home+فروغ فرخزاد/ د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۵۷) / ...

فروغ فرخزاد/ د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۵۷) /  ثميرا سيدي

فروغ فرخزاد چې نژدې ۵۷ کاله وروسته له مرګه هم لا د خلکو په ذهن کې ده؛ څوک وه او څه يې کړي؟

ځای: انلاين

نېټه: ۲۰۲۴/۱۰/۲۰

ګډون‌والې: ۱۶ 

راپور: ثميرا سيدي

د غونډې لومړۍ برخه د فروغ فرخزاد شاعري ته ځانګړې شوې وه، د فروغ پر ادبي او هنري سفر، شعرونو او ژوند بحث وشو. د غونډې په دوهمه برخه کې تقوا برهان شکوري د خپلې مطالعې تجربه شریکه کړه او په وروستۍ برخه کې مشاعره وشوه. 

غونډه شاعرې زمزمې غزل د فروغ فرخزاد په پېژنګلوي پيل کړه.

د فارسي په معاصره شاعري کې ښايي ډېر کم شاعران د فروغ شهرت او مقام ولري. نوموړې په ۱۳۱۳ل کال په پلازمېنه تهران کې نړۍ ته سترګې پرانيستې او یوازې ۳۲ کاله یې عمر وکړ. فروغ دنیا ته له ښځینه لیدلوري وکتل، عشق، ژوند او ازادي ته یې شعرونه ولیکل.

ویل کېږي چې فروغ په اووه کلنۍ کې په شعر ویلو پیل وکړ. د شعرونو مجموعې یې؛ اسیر، دیوار، عصیان، تولدی دیګر او ایمان بیاوریم به آغاز فصل سرد نومېږي. په ځانګړې ډول ” تولد ديگر” د هغې له ډېرو مشهورو او مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي. د فروغ شعرونه په نورو ژبو هم ژباړل شوې دي. پښتو ته د فروغ شعرونه اغلې مروا ځلاند او نورو ژباړلې دي. 

د دې ترڅنګ، نوموړې مستند فلم جوړونکې هم وه چې په کال ۱۳۳۸ ل کې د سينما نړۍ ته راغله او په دې برخه کې يې د تجربو د لاسته‌ راوړلو لپاره انګلستان ته سفر وکړ. کله چې په کال ۱۳۴۱ کې ایران ته راستنه شوه، د “خانه سياه” په نوم فلم یې نندارې ته وړاندې کړ. دغه فلم بيا يو کال وروسته په ايټاليا کې د غوره فلم جايزه واخیسته.

زمزمې غزل د خپلو خبرو په پای کې د فروغ ځينې شعرونه هم دېکلومه کړل چې ثميرا سيدي ژباړلي وو:

کتاب، 

يوازېتوب

شعر او سکوت

زما د ژوند مستي او نشه ده

څه پروا کوي که جنت ته لار نه لرم

په زړه کې خو مې تلپاتې جنت  شته

ژوندۍ پاتې شوم

داسې شیان مړه شول چې بايد نه وو مړه شوي، 

داسې شيان تلف شول چې ګران نه و، 

بلکې نه‌کېږي چې ورته قيمت وټاکو

او اوس یې نه لرم؛

نه‌کېږي چې ويې پېرم يا يې پور واخلم يا هڅه وکړم چې ترلاسه یې کړم

پوهېږې ژوندۍ پاتې شوم؛

خو دومره سرګردانه چې نه پوهېږم ښه خبر مې درکړ يا بل څه … 

اغلې نعيمې غني د فروغ فرخزاد شاعري ژوره شاعري ونوموله. هغې په‌خپلو خبرو کې وويل:

« ما د فروغ شاعري دوه ځلې لوستې ده. په لومړي ځل چې ما د هغې شعري ټولګې ولوستې هغه وخت و چې زه نوې افغانستان ته بیرته راغلې وم او د فروغ نوم په ادبي حلقو کې له سره راپورته شوی و. د فروغ په شعرونو کې ماته نهيلي ښکاره شوه، فکر مې کاوه چې د نوموړې شاعري پخه نه ده او له کم عمر څخه يې ليکې ده. ځوانانو ته مې هېڅ دا توصیه نه وه چې فروغ دې ولولي خو کله چې ما په دې وروستيو کلونو کې فروغ ولوسته پوهه شوم چې فروغ په کم عمر کې فکري بلوغ ته رسېدلې وه او هغه څه يې ليکلي چې يا يې يو څوک په کم عمر کې له ډېرې ساده‌ګۍ او احساساتو ليکي او يا یې په لوی عمر کې له ډېرو تجربو او فلسفي فکر وروسته ليکي.»

نعیمې وویل: له نن څخه ۵۷ کاله پخوا چې فروغ ژوند کاوه، که څه هم زموږ په سیمه کې ثبات ډېر و او ټولنیز پرمختګونه کېدل خو لا هم ژوند د ښځو لپاره عادلانه نه و او خلک دومره د ژوند ژورو ته نه وو متوجې شوي، د ښځو ازادۍ لا هم محدودې وې. د  فروغ شعر راته وايي چې دا تر خپل وخت څومره مخکې وه. دا په خپلو شعرونو کې خپل ښځینه احساسات او فکر نه پټوي او غږېږي. یو علت یې چې د فروغ په شعرونو کې هر نسل ځان ویني همدا صداقت او جرات دی. 

شفيقې خپلواک ته د فروغ فرخزاد د شعر چوکاټ ډېر جالب او زړه راښکونکی و. د هغې لپاره د فروغ شعر د کيسې په شان يو څه لرل او همدا یې د خوښې ټکی و.

شفیقې په دې اړه وويل: « فروغ يو له هغو د ګوتو په شمېر هنرمندانو څخه وه چې خپل غږ یې درلود. کله به چې نوموړې د ښځينه احساساتو او فکټورونو په اړه وپوښتل شوه، هغې به ويل، دا زما لپاره ډېره طبيعي ده ځکه چې زه ښځه يم. له دې دا مالومېږي چې فروغ له خپل ځان سره صادقه وه. د فرخزاد ژوند که څه هم سخت و؛ خو هغې د عامو خلکو په پرتله له دایرې بهر فکر کاوه او يو له هغو کسانو وه چې د ټولنې له لیدلوري يې پورته ځان، شعر او هنر مطرح کړ.»

شفیقې وویل: په کوم کال چې فروغ نړۍ ته سترګې وغړولې، په هماغه کال د ايران شاهي حکومت په‌ خپل قانون کې د ښځو په اړه بدلون راوست، ښوونځي، پوهنتونونه يې ورته پرانيستل او حجاب بند شو؛ خو له دې ټولو بدلونونو سره د ټولنې فکر لا هم بدل شوی نه وو. ۱۹۵۰م شاوخوا داسې کلونه وو چې په‌ کې د ښځو هويت او کورني جوړښتونه بيا ځلي رغېدل؛ فروغ د همدې محاورې يوه برخه ده چې له سره د ښځو تعريف کوي. هغې په‌خپلې شعري ټولګه کې چې د “تولد ديگر” په نوم ده په اړه ليکلي چې د يوې مور، ملګرې او مئينې په توګه له ټولو عاطفي احساساتو سره څه ډول مطرح کيدای شو.

کله چې فروغ له واده وروسته په ۱۹ کلنۍ کې له شعر سره خپل انځور چې سګرټ يې څکول او پېژنګلوي هم خپره کړه، دا په ايران کې ډېره نوې خبره او بدلون و. مېړه یې له يادو کارونو سره مخالفت کاوه، له همدې امله يې ترې طلاق واخيست او زوی یې له مېړه سره پاتې شو. پر نوموړې بنديز وو چې خپل زوی سره ونه ګوري، بله خوا زوی ته يې ويل شوي وو چې مور دې ستا او شعر ترمنځ شعر غوره کړ. د فروغ ډېره شاعري په همدې جنجالونو راڅرخي.

له دې سره سره، فرخزاد له ځانه پردۍ شاعره نه وه، هنر هماغه وخت پنځېږي چې انسان څه په ځان کې ويني، ويې ليکي، پرته له دې چې فکر وکړي د نړۍ غبرګون به ورته څه وي؛ خپل هنر نړۍ ته ورښکاره کړي. 

ورته مهال، د فروغ په شعر کې د موضوعاتو او شعرونو له مخې نوښت ليدلی شو. کله چې په ايران کې نظام بدل شو،  د نوموړې شعر سانسور شو او پر کتابونو یې بنديز ولګېده. کله چې دغه هېواد کې د ښځو د ازادۍ بحث راولاړېږي د دې شاعري د ټول خوځښت په زړه کې ده.

د دې ترڅنګ، فروغ به ويل چې هنر ته بايد د هنر په سترګه وکتل شي، کره‌ کتونکي له دې زاويې هنر ته ونه ګوري چې دا ښځې ليکلی دی. که د فرخزاد شعرونو ته د هنري اثر په توګه وګورو؛ نو له ډېرو عواطفو، نوښتونو، تصويرونو او له داسې ازاديو څخه ډک دي چې فروغ په کې ځان ازاد پرېيښی، ان د قافيو او رديف له قيده یې هم ځان خلاص کړی دی. له فروغ څخه د ليکلو جرات زده کولی شو.

د هيلې پسرلی په نظر: د ځینو شاعرانو یوازې کار مهم وي او کله چې دوی یادېږي په حقیقت کې یې کار یادېږي د ځینو نورو بیا شخصت او کار  مهم وي. کله چې پر فروغ خبرې کوو د دې کار او هغه انځور چې ټولنه یې له دې لري دواړه مهم دي او دواړو د دې له شهرت سره مرسته کړې ده.

ځینې شاعران داسې وي چې که غواړو په شعر یې ښه وپوهېږو، باید له سیاسي، فلسفي، سبکي او ځینو نورو تمایلاتو یې خبر شو، د فروغ د بیل والي یو علت ښايي دا وي چې د دې پر شعر د یوې خاصې فلسفې یا سبک پر ځای  د دې د شخصي ژوند سیوری ډېر دی،  د دې شاعري داسې ده لکه د یو چا د احساساتو، فکرونو او وهمونو د خاطراتو کتابچه چې لولې. 

کله چې پر فروغ خبرې کېږي ممکن د ښځینه احساساتو خبره ډېره یاده شي چې پر ځای خبره ده خو ګومان کوم د فروغ یا هر بلې ښې  شاعرې د  کار تعریف  په ښځینه احساساتو کې خلاصه کول یو ډول سطحي چلند دی. ایا ممکنه ده چې پرته له خپلو احساساتو دې ښه شعر ولیکلی شو؟ که سهراب سپهري د خپلو احساساتو پر ځای د حافظ احساسات لیکل ایا شاعري به یې کامیابه وه؟ که یو څوک د خپلې ژبې پر ځای د خوشحال بابا په ژبه خپل احساسات بیانوي ایا ښه شعر به ولیکي؟ فروغ لکه هرې بلې لوې شاعرې غوندې خپل نظر او د ژوند په هکله خپل لید درلود او چون ښځه وه طعبا نړۍ ته یې د ښځو له سترګو کتل. د فروغ شعر لکه د  نورو ښو شعرونو غوندې عمیقه انساني تجربه انتقالوي. 

فروغ د مینې، فریب، تنهايي، مرګ  په هکله خپل نظر لري او چې یې لولې احساس کوې چې د داسې چا اواز اورې چې په ټولنه کې ځان پردی ورښکاري. ټولنه دا نه شي خپلولی او دا ټولنه نه شي درک کولی. ګومان کوم یو علت یې چې زموږ د سیمې ډېر خلک ممکن د فروغ په شعر کې ځان وویني همدغه د پردي توب احساس دی. 

فروغ یوازې خپل غږ نه لري بلکې خپله خاصه ژبه هم لري فروغ فارسي هغسې نه لیکي چې مخکې تر دې لیکل شوې وه. خپله خاصه ژبه لرل د لویې شاعري نخښه ده. د فروغ ترکیبونه، استعارې او انځورونه نوی او جلا رنګ لري. د دې په شعر کې ممکن د واده سپین کمیس کفن دریاد کړي. زرغون پسرلی د امید پر ځای د غمونو فصل احساس کړې او غمجنه دې کړي. 

د مهمو شاعرانو یوه بله نخښه ښايي دا وي چې له دوی وروسته چې کوم نسلونه وي د هغو ‍پر کار د دوی اثر پروت وي. ګومان کوم فروغ په دې حساب هم مهمه شاعره ده.

تقریبا ټول کره کتوونکي د فروغ په هکله دا خبره کوي چې د دې د لومړیو او وروستیو شعري ټولکو ترمنځ د ژبي او شعر د پوخ والي په حساب ځمکه اسمان فرق و. فروغ یوازې ۳۲ کاله عمر وکړ چې ډېر لنډ عمر دی خو په لنډ عمر کې هم د دې شعر دومره وده وکړه چې تقریبا ناممکنه ده د دې پر کار کره کتنه وشي او دې ته اشاره ونشي چې د اول او وروستي کتاب تر منځ یې د سویې په حساب ډېر فرق و. ګومان کوم جدي شاعري همدې ته وايي چې شاعري یوازې په الهام کې خلاصه نکړو هڅه وکړو چې کوم شعر چې نن لیکو تر پرون بهتره وي. طعبا هېڅوک هره ورځ شهکار نه شي لیکلی خو هغه شاعره چې په دې فکر او لټه کې ده چې سبا مې باید تر نن بهتره شي خامخا یې سبک پخېږي. له فروغ نه باید جدي‌ شاعري زده کړو. 

د غونډې په دويمه برخه کې تقوا برهان شکوري د هغه کتاب په اړه وغږیده چې مطالعه کړی يې و. د کتاب نوم ” ليلی نام تمام دختران زمين است” و چې په فارسي ژبه عرفان نظر آهاري په ۱۳ څپرکو کې ليکلی دی.

تقوا برهان په دې هلکه وايي: « د دې کتاب ټول موضوعات عارفانه او په ډېر ظرافت سره ليکل شوي دي، داسې ظرافت چې هم يې لاهوتي او هم يې ناسوتي کرکټرونه په شاعرانه تورو سره پيودلي دي. انسان له لاهوت سره تړلی دی او د هغه اوسېدل په ناسوت کې؛ نو ځکه د خپل فطرت او هغه ځای چې راغلی دی يو ځای په يوه ځنځير کې ساتي.» نوموړې د ياد کتاب ځينې برخې هم ژباړلي دي چې يو څپرکی یې په لاندې ډول دی:

خدای وويل‌: ځمکه سړه ده ، څوک شته چې ګرمه يې کړي؟

ليلا وويل: زه يم

خدای هغې ته لمبه ورکړه، ليلا لمبه په زړه کي کېښوده

سينه يې اور واخيست، خدای او ليلا وخندل

خدای وويل: لمبه واخله، ځمکه کې اور بل کړه

ليلا ځان ته اور واچوو، خدای يې د سوځيدو په تماشا وو

د ليلا اور زور اخيست، خدای کيف ترې اخيست

ليلا وويرېده

ويريده چې اور يې خلاص نه‌شي

ليلا له خدايه يو څه وغوښتل، خدای يې دعا قبوله کړه

مجنون را ورسېده

مجنون د اور لپاره هيزم/لرګی شو

اور خوله واخيسته، اور پاتې شو د خداي ځمکه ګرمه شوه

خدای وويل که ليلا نه وای زما ځمکه به تل سړه پاته وای

د يادونې ده چې د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره ترسره شوه چې زمزمې غزل، تقوا برهان، ميمونې کامران او واورينې پکې شعرونه وويل او پر يوولسو بجو غونډه پای ته ورسوله.

پای،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب