سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهکاناډا د مهاجرو د محدودولو لپاره لس کلنه ویزه پای ته ورسوله

کاناډا د مهاجرو د محدودولو لپاره لس کلنه ویزه پای ته ورسوله

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۰ مه) کانادا د خپل هیواد د سیاحتي ویزې تګلاره بدله کړې او په اتومات ډول د لس کلنې مودې لپاره د څو ځلي ننوتو یا مولټي ویزې ورکړه یې پای ته ورسوله.

د کاناډا د مهاجرت، کډوالۍ او تابعیت ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نویو لارښوونو پر بنسټ به د مهاجرت افسران لا زیات واک ولري او لنډمهاله ویزې به د انفرادي ارزونو پر اساس ورکوي، چې نور به په خپله اوږدمهاله ویزې نه ورکوي.

د کاناډا د مهاجرت ادارې ویلي چې دا بدلون د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه ده، چې موخه یې د موقتي مهاجرت د کچو مدیریت، د هستوګنځیو د کمښت حل کول، او د ژوند د لګښتونو کنټرول دی. دا بدلون په دې معنا دی چې د کاناډا تلونکي کسان به ممکن له لوړو لګښتونو او لنډمهاله ویزو سره مخامخ شي، او دا پرېکړه به پر هغو کسانو هم اغېز وکړي چې په منظم ډول د کار یا سیاحت لپاره کاناډا ته سفر کوي.

پخوانۍ تګلاره څه ډول وه؟

په پخواني سیستم کې، د کاناډا د مهاجرت، کډوالۍ او تابعیت اداره دوه ډوله سیاحتي ویزې ورکولې: د څو ځلي ننوتو ویزه او د یو ځل ننوتو ویزه. خو د وېزې غوښتونکي مجبور نه وو چې د دې دوو ویزو ترمنځ کومه یوه غوره کړي، ځکه چې ټول غوښتونکي په اوتومات ډول د څو ځلي ننوتو ویزې لپاره په پام کې نیول کېدل. دې وېزې سیلانیانو یا سفر کوونکو ته اجازه ورکوله چې د ویزې د اعتبار په لس کلنه موده کې، څو ځلي کاناډا ته سفر وکړي.

د یو ځل ننوتو ویزو لپاره، مسافرو یوازې یو ځل کاناډا ته د داخلېدو اجازه درلوده.

د  دایمي استوګنې د سهمیې ۲۱٪ کموالی

په داسې حال کې چې د ۱۰ کلنې سیاحتي ویزې د اوتومات اجرا بندولو امر صادر شوی، له دې وړاندې د جاستین ټروډو حکومت پرېکړه کړې چې د خلکو د اندېښنو په غبرګون کې، چې ورځ تر بلې له مهاجرت سره یې مخالفت زیاتیږي، له ۲۰۲۵ کال څخه په موقتي توګه د دایمي استوګنې سهمیه ۲۱ سلنه کمه کړي.

د کاناډا صدراعظم، جاستین ټروډو، په دې اړه وویل: “مهاجرت د کاناډا د راتلونکي لپاره اړین دی، خو دا باید کنټرول شوی او دوامداره وي.”

دا اقدام د محدودیتونو د څو پړاوونو په لړ کې ترسره شو. کاناډا لس کاله وړاندې ۳۵ میلیونه نفوس درلود. خو اوس ۴۱ میلیونو ته رسیدلی دی.

بهرنیو سیلانیانو ته د کار د جواز الغا

د کاناډا د مهاجرت، کډوالۍ او تابعیت ادارې په اګست میاشت کې یو اعلامیه خپره کړه، چې له مخې یې بهرني ګرځندویان چې په توریستي ویزې دې هېواد ته سفر کوي، د ۲۰۲۴ د اګست له له ۲۸ څخه وروسته په کاناډا کې د کار اجازه نه شي ترلاسه کولی.

همدارنګه، له دې وروسته کاناډایي کارفرمایان یوازې حق لري چې یوازې ۱۰ سلنه بهرنیو موقتي کارګرو ته کار ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب