شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو، دري او ترکي ژبو د خپلواکو (واول) تورو پرتلنه 

د پښتو، دري او ترکي ژبو د خپلواکو (واول) تورو پرتلنه 

ليکوال: سيلاني
دغه ليکنه چې سرليک يې ( د پښتو، دري او ترکي ژبو د خپلواکو تورو پرتلنه ) ده، پۀ لسو برخو کې د درېيو ژبو خپلواک توري تر څېړنې لاندې نيول شوي دي. پۀ دغه هر اړخيزه څېړنه کې دغه موضوعات تر څېړنې لاندې نيول شوي دي، لکه : د خپلواکو تورو پېژندنه د هغوی قواعد او د کارونې ځایونه، د هغوی ګرافيمي ستونزې، نيمګړتياوې، غږيز ورته والی او توپيرونه، ګرافيمي ورته والی او توپيرونه ، د کارونې ځايونه او دهغوی ورته والی او توپيرونه، د هغوی شمېر او پۀ ياده برخه کې ژبپوهانو ته ځانګړې لارښوونې او وړانديزونه شوي دي. دا چې ژبپوهنیزې ليکنې ستونزمنې او پېچلې وي، ما هم خپله ليکنه پۀ لسو برخو ووېشله او پۀ لومړۍ برخه کې مې د يادو درېيو ژبو د خپلواک تورو عمومي پرتلنه او پېژندنه تر سره کړې، چې په نورو برخو کې به د دغو تورو جزياتو ته ور دننه کيږو او پۀ ترتيب سره به يې سپړو.
لومړۍ برخه
د پښتو ژبې خپلواک توري
هره ژبه د خپلو ګرامري قواعدو لۀ مخې ځانته توري لري، دا توري د فونولوژيکي سيستم پر بنسټ پر بېلابېلو برخو وېشل کيږي. پښتو ژبه هم د نورو ژبو پۀ شان ځانته خپلواک، ناخپلواک او نيمه خپلواک توري لري. پښتو ژبه  ۷ خپلواک توري لري. دلته يې په لنډه توګه يادونه کوم:
1. مد لرونکی الف (ă ): لکه : آسيا، پکتيا، لالا، کاناډا…
2. زور ( a) :  لکه: لښته، تخته، مڼه، ښايسته …
3. زورکی ( ۀ ) (ð ): زړۀ، ترۀ  ،پۀ ، نیکۀ….
4. اوږ واو(o): لکه : ورشو، پښتو، بيزو، زانګو….
5. څرګند واو (u ) : لکه : سالو، آلو، جارو، ماڼو….
6. څرګنده ي (i ): لکه : دوستي، ښادي، مستي، منګي، سړي ….
7. اوږده ې (e): ادې، کې، ناوې، مې، لمبې …. ( خويشکی، محمد صابر. زیار، مجاور احمد. پښتو ګرامر او پښتو پښويه)
واولهای زبان دری
واولها، اصوات غير قابل انقسامی هستند که با آوا بوده، به صورت قطعات صوتی ادا میشوند و عناصر اصلی صوتی را در زبان دری تشکیل میدهند. در هنگام تلفظ واولها بندش تنفسی به میان نیامده، اندامهای صوتی با هم تماس حاصل نکرده، به حیث هسته یا مرکز هجا قرار میگیرند و با طنین و تموج و به صورت دوامدار ادا میشوند. واولها، با خصوص که ذکر گردید، باعث میشود که از کانسونانتها، مجزا و متمایز شوند.
در زبان دری، در لهجۀ کابل مجوعآ هشت صوت یا فونیم واول وجود دارد وبدین گونه نمایش داده میشود: ( e، o، u، I ،a ،ă، ŭ ،ĭ). این فونیمها به گرافیمهای دری بالترتیب به شکل ( آ ) فتحه یا الف مفتوح / ی/ معروف، کسره یا الف مکسور، /و/ معروف، ضمه یا الف مضموم، /و/ مجهول  و /ی / مجهول نمایش داده میشود.( ليلما، شريف یما و یمین، حسین. دستور زبان دری)
در اینجا به طور خلاصه حروف واول را همرا با امثال آن به ترتیب مورد معرفی قرار میدهم:
1. واول / ă/ همان الف ممدود است، مثلآ: آب، آرزو، باد، راز….
2. واول /a/ : مثلآ: اگر، انگور، پدر، سفر….
3. واول /o/: همان واو مجهول است، مثلآ:: شوخ، سبو، دانشجو، استاد،….
4. واول/ ŭ/ همان واو معروف است، مثلآ: اونها ( انها ) یا اونجه ( آنجا )،سود، سرود، دور….
5. واول / e/ همان یا مجهول است، مثلآ:ایشان، پنیر، زیر….
6. واول / ĭ/ همان یا معروف است، مثلآ:ایمان، زیست، زمین….
7. واول/u/ ، مثلآ: امید، اردو،گل،شتر،چون،خوش…
8. واول/ I/، مثلآ: امروز، اداره…
د ترکي ژپې خپلواک ( واول ) توري
استانبولي ترکي ژبه  ۲۹  ( a, b, c, ç, d, e, f,g, ğ, h, ı, i, j, k, l, m, n, o, ö, p, r, s, ş, t, u, ü, v, y, z)توري لري، چې   ۲۱b, c, ç) d, f,g, ğ, h, j, k, l, m, n, , p, r, s, ş, t, v, y, z )يې ناخپلواک ( کانسونيت ) او ۸ توري يې ( A, E، I، İ، O، Ö، U، Ü ) خپلواک ( واول ) دي. پۀ دغه ژبه کې هم د انګليسي ژبې پۀ شان د کيڼ ( چپ) لوري څخه د ښي لوري پۀ خوا ليکل کيږي.  پۀ ترکي ژبه کې ټول فونيمونه يوازې يو فون ( غږ ) لري. يوازې د e  توری کله د ( آ ) او کله ( ا) غږونه ځانته غوره کوي.
(( w, x ,q)) توري په ترکي ژپه کې نشته، که چېرې د ترکي ژبو په متونو او ليکنو کې داسې کلمې وينئ چې ياد توري په کې کارول شوي وي، نو هغه کلمې د ترکي ژبې کلمې نه دي.په ترکي ژبه کې ( د خ او ق ) توري نشته، ترکان د خ پر ځای H  او د ق پر ځای K  توری کاروي. لکه د (( خاقان )) کلمه چې د ( Hakan ) په بڼه ليکل کيږي. د ترکي ژبې د فونيمونو په هکله ډېرو خبرو ته اړتيا شته، چې په ځای کې به پرې خبرې وکړم
د پښتو، دري او ترکي ژبو د خپلواکو تورو پرتلنه
1. پښتو ژبه ۷ خپلواک توري لري، خو دري او ترکي ژبې ۸ خپلواک توري لري.
2. دغه  ( A, ، İ ، U، Ü ) خپلواک توري په درېيو واړو ژبو کې موجود دي، ياد توري د ګرافيم، فون او فونټکس په لحاظ سره ورته او يو شان کارول کيږي.
3. ( I ) دا د ترکي ژبې خپلواک توری دی،  چې په دري ژبه کې ددغه توري فونيم نه ترسترګو کيږي، مګر پښتو ژبه کې دا توری زورکي ته ورته او يوشان فون لري.
4. پښتو او دري ژبه د خپلو خپلواکو تورو له پاره د کلمو په منځ کې ځانګړي ګرافيمونه نه لري، مګر ترکي ژبه د  خپل هر خپلواک توري له پاره د کلمې په هره برخه کې کره او ثابت ګرافيم کاروي.
5. د پښتو او دري ژبې ځينې خپلواک توري ځانته خاص ګرافيمونه نه لري، مګر ترکي ژبه د هر خپلواک توري له پاره بېل ګرافيم لري.
6. په ترکي ژبه کې پرته له e توري څخه، هر فونيم د يو فون له پاره کارول کيږي. خو برعکس په پښتو او دري ژبه کې يو فونيم کله نا کله د زياتو فونونو استازيتوب کوي.
7. ترکي ژبه سيمې واول يا نيمه خپلواک توري نه لري، خو برعکس پښتو او دري ژبه کې شته دي. دا په داسې حال کې ده چې هلالي صاحب په پښتو ژبه کې د نيمه خپلواکو تورو شتون او ادعا ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب