سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهطالبانو له بهرنیو هېوادونو څخه وغوښتل چې پاکستان ته قرض ور نه...

طالبانو له بهرنیو هېوادونو څخه وغوښتل چې پاکستان ته قرض ور نه کړي

تاند (یکشنبه/د عقرب ۲۰مه) — وسله والو طالبانو له نړۍ والو مالي ادارو او شتمنو هېوادونو څخه وغوښتل چې پاکستان ته له پورونو ورکولو څخه ډډه وکړي او وایي چې پوځ په پور اخیستو پیسو کې مالي فساد کوي.

په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، د طالبانو یو قوماندان وایي چې د نړۍ هېوادونه دې پاکستان ته د قرض له ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه په نژدې راتلونکي کې چې هغوی د پاکستان د خاورې واګي ترلاسه کړي، هغو هېوادونو ته به یې پیسې بېرته ور ونه سپاري چې دغه هېواد ته یې په پور ورکوي.

د حافظ ګل بهادر د ډلې قوماندان چې نوم یې نه دی یاد شوی، په یاده ویډیو کې ویلي چې د پاکستان مرتد پوځ او آی اېس آی (د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره) ځایونه او سیمې خرڅوي او دوی ورسره په دغه خرڅانه کې موافق نه دي.

ښایي له دې خبرې څخه د طالبانو د دغه قوماندان هدف هغه ډالري جنګونه وي چې ویل کیږي د پاکستان پوځ یې په پښتونخوا کې په لوی لاس جوړوي او بیا ترې له غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا څخه پیسې ترلاسه کوي.

د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې مرتدین بولي او وایي چې مخامخ جګړه ورسره کوي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا وایي چې دغه ډله د پوځ له خوا د دې لپاره تاسیس شوې وه چې د پښتنو سیمې پرې نارامه کړي ځکه له پښتونخوا ایسته د پنجاب په خاوره کې د هغوی وسله وال فعالیتونه نه لیدل کیږي.

د ویډیو لېنک: https://x.com/SamriBackup/status/1855379825877504157

1 COMMENT

  1. WOW/WOW TALIBS HAVE DECISION THEY WILL GET CONTROL ON PAKISTAN,THIS IS GREAT NEWS.
    I HOPE TO TALIBS GET VICTORY ON PUNJABI ESTABLISHMENT,
    ALL ARABS RADICAL GOVERNMENTS SUPPORT PAKI ECONOMIC
    I WISH AMERICA WILL NEVER PAY ANY FREE DOLLARS TO PAKISTAN.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب