سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهقطر د غزې په جګړه کې د ښکیلو خواوو د منځګړتوب خبرې...

قطر د غزې په جګړه کې د ښکیلو خواوو د منځګړتوب خبرې موقت ځنډولي

تاند (یکشنبه د عقرب ۲۰مه) د قطر د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې، ګواکې دوی د غزې جګړه کې د ښکېلو خواو ترمنځ منځګړتوب پای ته رسولی.

خو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري تېره شپه د قطر دولتي خبري اژانس ته ویلي، چې خبرې یې ځنډولي او دا خبره یې لس ورځې وړاندې ښکېلو خواو ته اعلان کړې ده.

نوموړی وایي قطر، تر هغه وخته به منځګړتوب وځنډوي چې اسراییل او حماس د خبرو د بیا پیل لپاره جدیت ونه ښيي.

بل لورته امریکا او اروپایي اتحادیه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي له همدې امله قطر له امریکا او مصر سره یوځای د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره منځګړی شوی دی.

د تېرې شنبې ورځ یو شمیر رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو، چې متحده ایالتونو له قطر غوښتي، چې په دې هېواد کې د حماس د سیاسي دفتر فعالیت پای ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب