سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ۲۱ لویو کانونو د استخراج کار پیل شو

د ۲۱ لویو کانونو د استخراج کار پیل شو

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۰ مه) د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر دفتر وايي، د ۲۱ لویو کانونو د استخراج کار پیل شو.

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د دقتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کانونه د مختلفو موادو لکه سرو زرو، یاقوت، سربو او جستو، وسپنې، کرومایټ، باریټ، سکرو او د سیمې د ابتدايي موادو دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د یکشنبې په ورځ، (د عقرب په ۲۰مه) په ایکسپاڼه کې خپره شوې، ټاکل شوې چې د سرو زرو کانونه د تخار د چاه‌آب او د بغلان په دوشي ولسوالیو کې، د یاقوت کان د کابل په جگدلک ولسوالۍ، د وسپنې کانونه د هرات د غوریان او پښتون زرغون ولسوالیو کې، او د سرب او جست کانونه د غور د تولک ولسوالۍ کې استخراج شي.

همداراز، د سیمینټ د ابتدايي موادو کانونه د پروان د جبل‌السراج، د هرات د زنده‌جان او کندهار په شوراندام ولسوالیو کې د استخراج لپاره پلان شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې د دې کانونو د قراردادونو ډول او د استخراج لارو چارو تفصیل نه دی یاد شوی.

څرګنده نه ده چې د قراردادونو په ورکړه کې څومره شفافیت په پام کې نیول شوی او تر څه حده د کانونو په استخراج کې چاپیریالي مسایل رعایت کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب