سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په ۱۰ میاشتو کې هند ته د ۶۵۰ میلیون ډالرو صادرات...

افغانستان په ۱۰ میاشتو کې هند ته د ۶۵۰ میلیون ډالرو صادرات لرل

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۰ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان ۲۰۲۴ م کال په لومړیو لسو میاشتو کې، له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۶۵۰ میلیون ډالره وه.

د دغه وزات ویاند آخوندزاده عبدالسلام جواد نن پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي دي:«د روان ۲۰۲۴ کال په لسو میاشتو کې له هند سره د افغانستان سوداګري شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې له دې جملې څه ناڅه ۴۴۷ میلیون یې صادرات او شاوخوا ۲۰۳ میلیون نور یې واردات دي.»

افغانستان هند ته وچه میوه او طبي بوټي صادروي.

 وچ انځر، اینجه، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام هند ته د افغانستان مهم صادراتي اقلام دی خو په مقابل کې یې بوره او د صنعتي فابریکو خام مواد واردوي.

افغان سوداګر د طالبانود حکومت له لوري لوړې ګمرکي تعرفې او د پاکستان له لوري د خپلو لارو بیا بیا بندېدا د هند او افغانستان د سوداګرۍ د لا غوړېدو په لار کې خنډونه بولي.

خو له دې سره سره د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته هومره کمزورې شوي نه دي جې توقع یې کېده. تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د هند ځانکړی استازی کابل ته راغی او د طالبانو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په شمول يې له بیلابیلو چارواکو سره د چابهار بندر د فعالولو په ګډون د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د راپور له مخې افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۹۳.۲ میلیون ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

د دې راپور له مخې، د سږ کال د حمل په میاشت کې د ۹۵.۶ میلیون ډالرو، د ثور په میاشت کې ۱۰۴.۶ میلیون ډالرو او د جوزا په میاشت کې د ۹۳.۳ میلیون ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ازښت توکي صادر کړي وو.

1 COMMENT

  1. TALIBS AFGHAN GOVERNMENT MUST INCREASE BUSINESS WITH INDIA ,
    AT LEAST 20 BILLIONS EXPORT AND SAME AMOUT INPORT MUST HAVE,
    TALIBS MUST STOP PAKISTANI CHICKEN MEAT/FISH UN NECESSARY FRUIT
    / PAKISTANI FAKE MEDICIN AND MORE CHEMICAL JUICES
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب