سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر د کوټې برید هم په افغانستان پورې اړوند...

د پاکستان دفاع وزیر د کوټې برید هم په افغانستان پورې اړوند وباله

د بلوچستان په مرکز کوټه کې له پروني ځانمرګي برید وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو وار بیا ادعا وکړه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي.

خواجه اصف تېره شپه جیو نیوز تلویزیون ته وویل، د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې د تروریستي فعالیتونو په مخنیوي کې پاته راغلی.

ده په عین حال کې پټکه وکړه چې پاکستان باید په دې برخه کې غوڅ اقدامات وکړي. ده ونه ویل چې څه ډول اقدامات.

خواجه اصف ټینګار وکړ چې د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په بریدونو کې د افغانستان له خاورې کار اخیستل کېږي.

تر دې وړاندې پاکستان یوازې هغه بریدونه چې ټي ټي پي یې کوي، له افغانستان سره تړل خو اوس د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ بریدونه هم له افغانستان سره تړلي بولي.

خواجه اصف وویل چې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې پر امنیتي ځواکونو د پر له پسط بریدونو هدف دا دی چې پاکستان کمزوری شي.

ده همداراز وویل چې په بلوچستان کې په دې خاطر پر چینایانو بریدونه کېږي چې هغوی له پاکستانه ووځي.

د کوټې ښار د ریلګاډي په تمځای کې په پروني انتحاري برید کې، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست، د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون ۳۱ تنه ووژل شول او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومت دا برید غندلی خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د تازه تور په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې پخوا د پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګنې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د حملو لپاره کار اخیستل کېږي.

2 COMMENTS

  1. کله چې څو ورځی وړاندی د هند یو دولتی چارواکي جی پی سنګ د طالبانو د دفاع وزیر او بهرنیو چارو وزیرانو سره وکتل نو ځکه دا خبره نن بیا تازه کړه چې دا له افغانستان څخه کیږی نو دوی که له هند سره څومره نږدی اړیکی لري ستونزه نه وینی مګر که افغانان لږ نږدی شی نو په دوی (پنجابیانو) ورځ تیاره شي لا تر اوسه موږ ندی ویلی چې تاسو ولی له امریکا او برتانیی سره نږدی اړیکی پالی،
    د همدی پآکستان څخه داعشیان راځی چې زیاتره یی د پاکستان (پنجابیان ) دی د امریکا څارګری طیاری په افغانستان ګرځی مګر هیڅ مشکل ورته نه ښکاری، ترڅو چې افغانان یوبل ته له تیرو بدیو او تربګنیو تیر نشي دا افغانستان به همداسې لا لهانده او ګنګس وی
    ځکه موږ لا تر اوسه خپل ولس ته دوست او دښمن تعریف ندی کړی تر پرونه پآکستان زموږ دوهم کور وو مګر اوس ورسره بدی یا دښمنی پالو، تر پرونه چې دښمن بللو همغوی لومړی پنجاب پوری ځانونه ورسول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب