ارواښاد نصیر احمد احمدي د پښتو ناول هغه سر لاری و، چې ښایي پښتو ادبیات یې بدیل ونه مومي. د هغوی د ناولونو یا په مجموع کې د کیسو ځانګړنه دا وه، چې د ټولنې په یوه برخه کسانو پسې تړلی نه وه؛ بلکې د ټولنې د ټولو وګړو ژوند یې رانغاړل او دا هغه څه و چې د هر کتاب له چاپ وروسته یې د لوستونکي له تود هرکلې سره مخ کېدو. هغه د خپل د کیسو د موضوع په انتخاب کې دومره دقیق و، چې تر ننه یې لوستونکي د کیسو په لوستلو خپل ژوند او د ژوند روان بهیر پېښې پکې ګوري او محسوسوي.
احمدي صېب زموږ د ټولنې داسې لیکوال و؛ دی په میلیونونو کې یو و، چې ددې ټولنې په نبض یې ګوته ایښې وه او د هغه رنځور یې بیانول، چې ټولنې ته پیړیو ناخوالو له امله ورپېښ و. له همدې امله د احمدي صیب نوم د پښتو ادب د دې عصر له انسان سره نه بېلیدونکی اړیکه لري. د احمدي صېب د داستانونو ځانګړنه دا وه، چې سوژې یې له نږه پښتني خاورې او اوبه جوړه وه. که څوک د پښتي ټولنې واقعي انځور لېدل غواړي د اخمدي صېب داستانونه یې غوره تابلوګانې دي.(بهیر، دعوت میډیا۲۴ ویبپاڼه).
په هغه څه چې زه غواړم پرې وغږېږم د ارواښاد احمدي صېب په ناولونو کې زموږ د ټولنیز ژوند موضوعات انځورول دی.
احمدي صېب په خپله مرکه کې وایي”کیسه لیکوال د کیسې د موضوع په غوراوي کې باید له پوره دقت کار واخلي. هغه ویل د موضوع پیدا کول اسانه دي؛ خو باید له نوې زوایې ورته وګورې.”
زموږ په ټولنې کې په تېره بیا ولایتونو کې د جایداد، مال او دارایي لپاره وژنه ډېر تر سترګو کېږي. خونکار ناول موږ ته د جایداد او مال کیسه کوي. یاد ناول زموږ د ټولنې د یوې څنډې انځور دی، چې یو مال لري بل نه، یو زحمت ګالي بل د شتمني په حسرت هر کار ته لاس اچوي.
حمید غلی شو، يودم يې وخندل، څنګ يې بدل کړ، د سدرۍ له جېبه يې ګڼې کونجياني کلياني ) راوېستې، د لرګې صندوق يې خالص کړ، په غولي يې څو کاغذونه کېښودل شول، وروسته يې يودم وخندل:
_ دا وينې؟
ښځې په حيرانۍ ور وکتل، د سړي په لاس کې يو کوچنی تبر ښکارېده.
سړي تبر لاټین ته ور نږدې کړ، ورو يې وويل:
_ورته وګوره! د جانکو غاړه مې په همدې تبر پرې کړه، دی ساده سړی و، له خولۍ نه يې خټې پاکولې، زه هم د شا له خوا ورغلم تبر مې د هغه په غاړه راټیټ کړ.
د ښځې خرهاری شو.
سړي پرته له دې چې هغې ته وګورې په خندا يې وويل:
_دې تبر د ډېرو غړۍ خوړلې دي، ته ورته وګوره، خوله يې سره ده، په دغو وچو وينو کې دې د مور د غاړې وينه هم ګډه شوې ده.
د ښځې خرهاری ډېر شو، يودم يې ټوپ کړل، پر سړي ور پرېوته، د دواړو لاسونو تېره نوکان يې د هغه مخ ته برابر شول. سړي تر ستوني ونيوله، پورته شو، د ښځې ژامې ته يې سوک ورکړ، د هغې له خولې وينو داره وکړه ، څو څاڅکې د څراغ په ښيښه وبهېدل، ښځه يوې خواته ړنګه شوه، په لنډ وخت کې د هغې له خولې نه راوتلې وينې يوه لوېشت غولی سور کړ. د ښځې راوتلی ټټر په تېزۍ کښته پورته کېده….
سړی ولاړ شو، د ښځې ګېډې ته يې درنه لغته ورکړه، ښځې وټوخل، تاو را تاو شوه، بېرته بې حرکته پريوته.
سړي چيغه کړه!
_ستا پلار هم ما وواژه، د سپې زوی ته سلامت دوه ساعته ماتله وم، کله چې د غوثو له کوره راووت، په خوړ کې مې د تبر وار پرې وکړ، شپه وه، تبر سم ځای ونه لګېد، ده منډه واخيسته، په تياره کې رانه ورک شو، خو وروسته مې پيدا کړ، په همدې تبر مې پر غاړه وواهه.
سړی غلی شو، يو دم يې شونډې وېړې کړې، ښځې ته يې وکتل، په ملنډو يې وويل:
_خو ودې نه پوښتل چې ولې
ښځې تېزه ساه وهله…
د سړي تندی تريو شو، چيغه يې کړه:
_پلار ته مې دې مرکه ور ولېږله، ته مې ورنه وغوښتې، خو ده غاړې کولې، ويل يې چې ملک سړی يم، څنګه خپله لور يوه موټروان ته ورکم.
سړی غلی شو، ښځې ته يې وکتل، هماغسې يې تېزه تېزه ساه وهله.
سړي وخندل، په ملنډو يې وويل:
_پوهيږې چې ته مې ولې کولې؟
ښځې رډې سترګې ورته نيولې وې…
د سړي تندی تريو شو، په خشکه يې وويل:
_زه ستا پر خيرن مخ نه وم مين، خبره د اتو شلو جريبو ځمکې، باغ، کال او ګاڼو وه، ستا پالر نه خپل درلود او نه هم تربور، له غوثو هم ميراث وه، نو دا جايداد، ما د ځان لپاره تياره ګوله ګڼله، بس ! ملک بايد مړ شوی وای. ما همدا کار وکړ، خو ګوډ غوثو په څټ کې راشين شو، هيڅ مې نه وو ورته ويلې، هسې يې راسره بده شوه، که ګوډ په کال کې نه وای اړولې، مور دې په خپله راضي کېده چې تا زما په نامه کړي، پر هغې خو هسي هم ګران وم، ترور مې وه، غوثو يې د خپل خاوند قاتل ګاڼه، ته ووايه! له ما پرته به يې په بل چا باور کاوه؟ (احمدي، ۱۳۸۹ه.ش: ۶۹).
دې ته ورته بیا تربورګلوي، د یو بل میراث ته سترګې پټول، د میراث لپاره د خپل تربور وژل، هغه له وطنه ورک کول او د میراث لاسته راوړنې لپاره هر کار کول دا هر څه موږ ته په یوه خبره درته وکم ناول کې انځوروي.
په ورځیني او ټولنیز ژوند کې قمار بازي، شراب خوړل، په قمار کې د لور بایلل او له دغو ناوړه چلندونو زېږېدونکي ستونزي هغه څه دي چې د غڼې ځاله ناول پرې پېلېږي. خو هاخوا بیا د یوې کونډې له کړاونو ډک ژوند، ستونزې، همت نه بایلل، د اولاد روزنه او په خپل همت د ځان، اولادونو او نورو د ژوند بدلیدو لامل کېدل لولو. دا موږ په خپلې ټولنې کې هم ګورو، چې کله یوه ښځه کونډه شي بیا یې د ژوند لوری بدلېږي. یا خو باید د هماغه کور بل نارینه ته نکاح شي او که داسې ونه شي بیا د هر چا سترګې ورپسې وي. په ښادیو کې د ګډون حق له لاسه ورکوي؛ ورته بده قدمه او شومه ویل کېږي او یو عالم نورې خبرې چې باید وزغمي. احمدي صېب په غڼې ځاله کې موږ ته دا وایي چې ژوند او په ژوند کې شته ستونزې داسې ده لکه د غڼې ځاله؛ که یو ځل راګیر شوئ او د وتلو هڅه مو ونه کړه نو ټول عمر به هماغسې له کړاوو ډک ژوند تېروئ خو بر عکس همت، مبارزه او قوي هوډ لرل هغه څه دي چې تاسو د ژوند له ستونزو خلاصوي.
کډوالي هغه بده ښکارنده ده، چې انسان له خپل ټاټوبي، کورنۍ او ملګري لرې کوي. افغانستان کې کډوالي بیخي لکه رواج داسې ګرځېدلی. ځوانان او په ټوله کې کورنۍ د ارام ژوند په موخه له ناقانونه لارې ځان اروپایي هېوادونو ته رسول غواړي؛ خو ډیری ځوانان له همده ارمان سره یوځای تر خاورې لاندې کېږي. ارواښاد احمدي صېب په اغزن سیم ناول کې موږ ته د ناقانونه کډوالۍ سختي او په دغه لاره کې د ژوند خواخوږي او کورنۍ له لاسه ورکول کیسه کوي. د یوې نا پایلې مینې لپاره ځان او کورنۍ بایلل ښیي.
اخ وطنه دا ناول اته برخې لري، چې هره برخه یې د پښتني تولنې ناوړه کړنې او دودونه را په ګوته کوي. د ناول ځانګړنه دا ده چې موږ ته د حیواناتو په ژبه هغه څه وایي، چې کېدای شي انسانان یې له ویلو عاجز وي. د پيشو په ژبه موږ ته د پښتني ټولنې هغه ناوړه دودنه وایی، چې له ښځو سره د زور زیاتي نه نیولې تر د ښځو حقوق پښو لاندې کول، لورانې ځانته شرم ګڼل، پلونه خرابول، پرته له جګړې ورځ خوند نه ورکول، مکتبونه سوځول او خپل ورور د خپل ځان دښمن بلل. نن هم موږ ګورو چې زموږ په ټولنې کې دا هر څه شته ښوونځي سوځول کېږي، حتا د نوي حاکم حکومت په راتګ له نجونو اسلامي او انساني حقوق چې زده کړې دي اخیستل شوی. بیکاري او لوږه تر خپل اوج رسېدل. د اخ وطنه په پای کې احمدي صېب موږ ته ددې ټولو ناخوالو د حل لارې په هکله هم وایي. پلونه جوړول، ښوونځي جوړول، تر ټولو مهمه مسله د ښځې او نر ترمنځ مساوي حقوق او په لورانې تعلیم کول باندې د ټولنې پرمختګ ولاړه ده.
-مياشت مخکې يې په ګودر کې په زوره خندلي وو. دا خبره يوې کليوالې کوکوګلې ته کړې وه. کوکوګلې د دې نجلۍ مخ پر ځمکه ور وسولاوه، ورته ويل يې چې ولې داسې مسته يې. يارانې ته دې زړه شوی.
دلته د نجلۍ له خندا هم د شهوت مانا اخيستل کېږي. خندا يانې بېحيايي.
پيشو وويل:
-چوپ شئ، د موږک چوڼا نه اورئ!
ټول غلي شول.
يو دم په اوبو کې چړپا شوه. ټولو ور وکتل، يوه دوولس کلن هلک دويمه نجلۍ هم لښتي ته ور ټېله کړه، دوې نجونې په بېړه له اوبو راوختې. هلک خندل، خو لندې نجوني لړزې اخيستې وي. يوې يې ژړل.
پيشو وويل:
-زما سترګې تر تاسې تېزې دي، د نجلۍ شونډه وينې ده، په هماغه ځای کې د لښتي ژۍ راوتلې تيږې لري.
هيلۍ وويل:
-نجونې ولې څه نه ورته وايي؟ دواړې تر هلک پياوړې دي، يوه يخ رپوي، بله ورته ژاړي.
پيشو وويل:
-دا باتور نومېږي.
-څه مانا؟
-يانې تورزن، بس، سرونه پرې کوه. د دې خلکو ډېر نومونه ال وحشتناکه دي. باتور د کوکوګلې دويم زوی دی.
نجونې د رحمدل او کوکوګلې له ډاره څه نه شي ورته ويلی. يوه ورځ يې يوې خور له باتور سره مازې خبره اړولې وه، پلار يې شنو لښتو ته واچوله، ويل يې چې تاسې ټولې يوه خوا، باتور بله خوا. ټولې به د باتور بچک پښو ته حلالې کم.(احمدي، ۱۳۹۷ل: ۱۸).
یا هم دا:
پاچا وویل:
دا د نجونو د مکتب خبرې هم ماغزه راایشولي دي. ها بله ورځ هم ولسوالي ته له ولایته د حکومت سري راغلي وو. ویل یې چې په بوه شرط درته پل جوړو چې د نجونو مکتب به له بیا ترمیمه وروسته ساتئ.
حاجي شمشر خان په ډکه خوله وویل
پرېږدئ دا خبرې! د خپل پلار او نیکه شمبخ مه تیتوئ نه مو مکتب پکار دی نه پل، نه پلچک، نه سړک. زه خو وایم چې دا د هلکانو له مکتبه هم خدایکه ښه ورځ ووینئ ! رحمدله د دې نوې لنګې غوا سخوندرې دې ډې خوند راکړ. نه به یې کې را.(احمدي، ۱۳۹۷ل:۸۰).
جُوجُو موږ ته ټولنیز ناخوالي او ناوړه دودونه، ولور، په نجونو تعلیم نه کول او په بدو کې لور ورکول انځوروي. دلته د جُوجُو ناول یوه برخه د بیلګې په توګه لولو.
یو څوارلس یا پنځلس کلن راغی او خپله خور یې غوښته، خو د کور خاوند يوه روپۍ کړ، ويل يې چې نا محرمه يې، په منډه یې له کوره وایست، خبره خلاصه نه شوه، د کور خاوند د باندې پسې ورغی، کليوالو ته يې وويل، څو کسه پر هلک ور ټول شول، دومره یې وډباوه چې له اخه، ټوخه ولوېد، ويل يې چې زموږ خويندو، ميندو ته دې کتل. خو ماسپښين په همدې سرای کې دوو پياوړو ځوانانو ډول واهه پېغلې پرې راګرځېدې، نه يې ځانونو ته پام وو او نه هم ټکريو ته، له څرخ سره به سپينې غاړې او خالص ټټرونه ښکاره شول.
جُوجُو غلی شو، يو دم يې تواب ته وکتل، ويې ويل:
_پوښتنه، دا دوه ځوانان څوک ول؟
هلک په حيرانۍ ورته وکتل:
_ډمان
_له ټول کلي سره خپلوي لري؟
_نه
_محرم دي؟
_نه، خو په سياالنو کې يې نه ګڼو.
جُوجُو وخندل:
_کوټ کوټ کوټ… اه، نږدې دی چې له ډېرې خندا اور واخلم.
يودم غلی شو، پر شيشه يې الس تېر کړ، ويې ويل:
_ستا ځوابونه مې وليکل، د تحقيق استاد به مې حيران شي، ماشوم محرم نه دی، خو دوو پياوړو ځوانانو ته نڅېدا محرمه ده. کوټ، کوټ، کوټ… جُوجُو بچو، سم ځای ته راغلی يې، د تحقيق له پاره تر دې حیرانوونکي خلک نه شې موندلی. د دوی هر څه د سيالانو له پاره دي.(احمدي، ۱۳۸۴ل:۱۷).
او یا هم:
جُوجُو وويل:
_ښه نو، د ښځې د نوم اخيستل بد اخلاقي ده!
تواب په خبره کې ورولوېد:
_نه پوهېږم، خو دوی يې شرم ګڼي.(احمدي، ۱۳۹۴ل:۴۵).
رنګه غوږونه د جُوجُو ناول دویمه برخه ده. دا ناول زموږ د ټولنې هېنداره ده او داسې ده لکه افغانستان چې لولې. جوجُو له بلې سیارې راځي او تواب له ځان سره وړي. تواب د داسې تورې سیارې د ارامۍ او سوکالۍ لپاره کار کوي، چې دا توره سیاره داسې ده کټ مټ لکه تور افغانستان. هغه څه چې په دې ناول کې لولو تعصب، یو تر بل ځان لوړ ګڼل، شخړه او داسې نور… . په دغه ناول کې موږ عزم، اراده او هوډ زده کوو. هیڅ څوک دین، فرهنګ، وطن او انسانیت ته زیان نه شي رسولی؛ خو جګړه دا هر څه زیانمنوي او په رنګه غوږونو کې پرته له شکه چې ځان، ټولنه او کورنۍ لېدلی شوو.
خپلې خبرې به د استاد اجمل ښکلي له وینا سره داسې راټولې کړم، د ارواښاد نصیر احمد احمدي د کیسو ځانګړنه دا ده، چې خپل د وخت او جغرافیې ښه استازیتوب کوي. کله چې جغرافیه یادوو موخه مو عمومي پښتني ټولنه؛ خو په تېره بیا مرکزي ولایتونه او غزني دی. احمدي صېب د خپلې ټولنې د غرونو او غرنیو ذهنونو ښه هېنداره په لاس راکوي او که پښتانه له اوسني خرافاتي دودونو وتل غواړي د احمدي صېب کیسې يې ښه ماخذونه دي.
ماخذونه
۱: بهیر، نوراجان.( ۱۴۰۲ل). یو د کار سړی چې بې وخته او بې مخه ښي لاړ.دعوت میډیا۲۴ :ویبپاڼه.
https://dawatmedia24.com/?p=158433
۲: احمدي، نصیر احمد. (۱۳۸۹ل). خونکار. کابل: مومند خپروندویه ټولنه.
۳: احمدي، نصیر احمد. (۱۳۹۱ل). یوه خبره درته وکم؟. کابل: مومند خپروندویه ټولنه.
۴: احمدي، نصیر احمد.(۱۳۹۴ل).جوجو. کابل:مومند خپرندویه ټولنه
۵: احمدي، نصیر احمد.(۱۳۹۷ل). اخ وطنه pdf. سمسور ویبپانه
یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.