چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو یوه سازمان د ویسا او نورو فعالانو د خوشې...

د بشري حقونو یوه سازمان د ویسا او نورو فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۲ مه) د فریډم نو په نوم د بشري حقونو امریکا مېشتي سازمان له طالبانو د ( قلم لار) تعلیمي ټولنې د مسول مطیع والله ویسا او نور مدني فعالان له بنده خوشې کړي.

دغه سازمان وايي، څلور میاشتې کیږي چې ویسا په ناحقه د طالبانوله خوا نیول شوی دی.

د ویسا او یو شمیر نورو فعالانو خپلوان وایي، چې طالبانو سره د بندي شویو دغو کسانو په برخلیک نه پوهیږي.

تعلیمي فعال مطیع الله ویسا، شاعر او انځورګر حسیب احراري، افغاني الااصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او یو شمېر نور کسان له څو میاشتو راهیسې طالبانو بندیان کړي، چې د برخلیک په اړه یې طالب ویاندویان خبرو ته نه حاضریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب