دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ښوونکو د روزنې موسسې او الحاقیې لغوه کړې

طالبانو د ښوونکو د روزنې موسسې او الحاقیې لغوه کړې

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۲ مه)  د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې په ولایتونو کې یې د “ښوونکو د روزنې” موسسې او الحاقیې لغوه کړي دي.

دا موسسې او الحاقیې یې، چې دارالمعلمینونه نومول کیدل، په مختلفو ولایتونو کې فعال وو او د ښوونځیو ښوونکي یې روزل.

د دغو تشکيلاتو په لرې کولو سره ويل کېږي چې زرګونه ښوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې.

  طالبانو په یوه خبرپاڼه کې دغه تشکیلات “غیر موثر او غیر ضروري” بللي او ویلي، چې په تېر حکومت کې د دغه وزارت له جوړښت څخه د “ښوونکو د روزنې” معاونیت لغوه شوی و.

 د دغو تشکیلاتو کارکوونکو ویلي، چې وزګار او بې برخلیکه به شي، خو طالبانو ویلي چې په نورو ادارو کې یې د جذب هڅه کوي.

د طالبانو له واکمنیدو سره د عصري زده کړو پر وړاندې د خنډونو لړۍ زیاته او دیني مدرسو ته پاملرنه زیاته شوې ده.

طالب مشران دغو هڅو ته د عصري او دیني زده کړو د فاصلو ختمول وایي، خو منتقدان یې وایي چې دوی دا فاصلې نه ختموي؛ بلکې عصري زده کړې څنډې ته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب