Homeخبرونهپاکستاني سرچینې: کونړ کې د ټي ټي پي یو قومندان وژل شوی

پاکستاني سرچینې: کونړ کې د ټي ټي پي یو قومندان وژل شوی

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۲ مه) د پاکستان خبري سرچینې وایي، چې د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د تحریک طالبان پاکستان یو قومندان طارق رفیق قوماندان وژل شوی.

سرچینو د هغه د وژل کیدو دقیق وخت او څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، هڅه کوي په دې اړه کره معلومات ترلاسه کړي.

طارق رفیق د پښتونخوا د برېښنا په پروژه کې پر چینايي انجینرانو د برید تر شا مهم کس بلل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې پاکستاني چارواکو د تحریک طالبان پاکستان خلاف هڅو کې ورسره د کابل د طالب رژیم د هڅو هرکلی کړی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...