تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۲ مه) د ایران سرحدي چارواکو اعلان کړی، چې په تېرو لسو ورځو کې ۱۷۹۲۶ افغانان له ایرانه ایستل شوي او افغانستان ته استول شوي دي.
د ایران یوه سرحدي قومندان مجید شجاع د دغه هېواد دولتي خبري اژانس ایرنا ته وویل، چې سرحدي ساتونکو د ایران په مختلفو سیمو کې “ناقانونه اتباع” په نښه کړي او په تیرو لسو ورځو کې یې افغانستان ته ستانه کړي.
تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي و، چې په ایران کې تر پنځو میلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي.
ایران په وروستیو کې هره ورځ سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ور شړي، چې له دې امله د کډوالو د حقونو د دفاع بنسټونو له نیوکو سره مخ شوی.
د طالبانو منتقدین وایي، چې دوی هېواد ته د کډوالو د ستنیدو د لېوالتیا ښودلو په هدف، هېواد ته د کډوالو په جبري ستنیدو غلي دي او یا عملاً همکاري ورسره کوي.