Homeخبرونهد ایران دکورنیو چارو وزیر: افغان کډوالو نه امنیتي وېره نه لرو

د ایران دکورنیو چارو وزیر: افغان کډوالو نه امنیتي وېره نه لرو

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۲ مه)  د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وایي، د افغان کډوالو موجودیت د ایران لپاره امنیتي ننګونه نه ده.

هغه دا څرګندونې په دې اړه د څرګندو شویو اندیښنو په غبرګون کې کړي او ویلي، چې د افغان کډوالو له امله د امنیتي ننګونو د پېښیدو استخباراتي راپورونه نه لري.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د شمیر په اړه وویل: موږ دقیقې شمېرې نه شو ښودلی، خو د اټکل له مخې په ایران کې د افغان کډوالو شمیر له پنځو میلیونو څخه زیات دی.

تر دې وړاندې یو شمېر ایراني رسنیو په ایران کې د افغان کډوالو شمېر “اته میلیونه” او د هغوی موجودیت د ایران لپاره “لوی امنیتي ننګونه” بللې وه.

له دې سره، له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو او ورسره د ناوړه چلند په اړه راپورونه دوام لري.

د بشري حقونو مدافع بنسټونه د ایران دا چلند غندي، خو د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه وایي.

د طالبانو منتقدان ادعا لري، چې دوی ایران سره په همغږۍ، هېواد ته د افغان کډوالو د جبري ستنیدو پلوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...