جمعه, مې 10, 2024
Home+نادین ګوردیمر څه ډول لیکوالي کړې؟

نادین ګوردیمر څه ډول لیکوالي کړې؟

د نوبل ادبي جایزې ګټونکې نادین ګوردیمر چې په ۱۹۲۳ کال د نوومبر په ۲۰ مه د جنوبي افریقا په جهانسبرګ کې زېږېدلې او د ۲۰۱۴ د جولای په ۱۴ مه يې له نړۍ سترګې پټې کړې، تل په خپلو اثارو کې ټولنیزو او سیاسي مفاهیمو او د اپارتاید د ناوړو پایلو مسالې تم شوې ده. ګوردیمر د اپارتاید رژیم د ټينګښت په وخت کې د افریقا د ملي کنګرې غړې وه.

زړه وړونکې ورځې، پردۍ دنیا، هيڅ وخت لکه نن، د مينې کولو وخت، محافظه کار(چې په ۱۹۴۷ کې يې د بوکر جایزه اخیستې)، هیڅوک راسره نشته، یو ژوند غوره کړه، د برګر لور، د جولای کورنۍ او زما د زوی کيسه د نادین ناولونه دي. نوموړې د لنډو کیسو یو شر ټولګې هم لري.

نادین په ۱۹۹۱ کې د نوبل ادبي جايزې له ترلاسه کولو وروسته له فرویدین دونا مجلې سره په یوه مرکه کې په زړه پورې خبرې کړې دي. نوموړې ویلي دي: نوبل د ګڼو ليکوالو لپاره ډېره ارزښتمنه جایزه ده خو په ۱۹۹۱ کې زما د ژوند تر ټولو مهمه شېبه د دغې جایزې ګټل نه بلکې هغه شېبه وه چې له خپل خاوند راینهولد کاسیرر سره اشنا شوم.
د لیکلو او لیکوالۍ په اړه يې خبرې هم په زړه پورې دي:

لیکل ما ته د ځان او د نړۍ د لا غوره پېژندلو په معنا ده. د هستۍ د درک کولو لپاره پرته له هنر نه بله هيڅ طریقه وجود نه لري.

ليکوالي په ژوند پوهېدل دي، ټول عمر کار کوې خو ښايي په پای کې د هغه په يوه وړه برخه پوه شوی وې.
د لیکلو لپاره د ځانګړې خونې او ښکلي ز خبره مطرح نه ده. ما یو وخت په داسې یوه خونه کې ژوند کاوه چې دېوالونه يې نازک وو او د بلې کوټې د راډیو غږ لیونۍ کولم. اوس هم هماغه غږونه راته ډېر مزاحمت کوي. د انسان غږ  نه عذابوي خو له بازاري موسیقي او د ګاونډي د راډیو او تلویزیون له نه غلي کېدونکي غږ خو  هيڅ مه پوښته.

اوس چې په کوم ځای کې ژوند کوم، یوه کوټه لرم چې ور يې باغچې ته خلاصېږي، همدا تجمل راته بسنه کوي.
تر لیکلو مخکې د تلفون لین وباسم، خو همدا چې کار  خلاص شو، تلفون بېرته فعالوم. که څوک واقعا له چا سره کار ولري، بل وخت هم زنګ وهي.

موږ باید حقیقت وسپړو، له هماغه پیله آن تر ننه لیکل راته د ژوند د رازونو تل ته د څه کشفولو سفر دی.
له لیکلو سره ارامه کېږم، خوند ترې اخلم. دا  په ژوند کې یو ثابت عامل پاتې شوی دی.
زه د هغه چا لپاره لیکل کوم چې لولي يې.

که څه هم لیکوال د یوه ځانګړي او سرغړوونکي مخلوق په توګه د داستاني شخصیت په رامنځته کولو کې له هر جنس او له هر عمر سره کار لري چې يا يې لیدلی او يا يې ورسره تعامل درلودلی.

په داسې حال کې چې زه یوه ښځه يم، د یوې لیکوالې په توګه، مصنوعي هوښ يم.

لیکل د پنځونې يوه پروسه ده، چې له ژبې او قالب نه په ګټې اخستنې د یوه نوي څېز د رامنځته کولو لپاره یو څه له شاوخوا ماحول څخه را اخستل کېږي.

زه هغه لیکواله نه یم چې خپل ژوند په داستان کې را واخلم. زه په پراخه کچه مرکزي کرکټر ته په کتو لیکلو ته دوام ورکوم. دا که لومړی شخص وي که درېیم او که د دواړو يو ترکیب وي، خو دا باید ووایم چې خودبینه لیکواله نه یم.
زه په دې باورمنه يم، کله چې یو څوک یوازې وي او فکر کوي، بیا هم مخاطب يې یو ځانګړی کس دی.

زه په رښتيا دا حس کوم چې د لیکوال کار د ژوند معنی کول دي، ټول هنرمندان هڅه لري چې ژوند ته معنی ورکړي.

زما هیڅ یوه لیکنه او خبرې زما د داستانونو په اندازه واقعي نه دي.

لیکوال هغه ناظر شخص دی چې ستاسو په وړاندې درېږي. هغه څه چې نوموړی په يو شخص کې مومي، هغه مثالي کړوړه نه دي، چې په بنسټ يې یو کرکټر رامنځته شي او د کتاب برخه وګرځي، بلکه د هغو فردي اشارو ټولګه ده چې د نړۍ په معمولي هینداره کې نه منعکس کېږي. منظور  دا دی چې لیکوال له همدې شېبو او اشارو په انتخاب لاس پورې کوي او د نورو شخصیتونو د رامنځته لپاره ترې ګټه پورته کوي.

لیکوال په خپله يو داستان دی. هغه خپله له داستان څخه وځي چې لوستونکی له داستاني واقعیت سره مخامخ شي.

د داستان واقعیت د هغه په هدف کې نغښتی دی.

ژباړه: صدیق الله بدر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب