جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهزهیر (لنډه کیسه) لیکوال: استاد نجیب منلی

زهیر (لنډه کیسه) لیکوال: استاد نجیب منلی

یوه ورځ چې د فلسفې استاد ورته د علمي شک د ښیګڼو په هکله خبرې کولې، زهیر ته یوه شیطاني وسوسه پیدا شوه، فکر یي وکړ چي د ټولو هغو ستړیاوو د کسات موقع په لاس ورغلې چې د فلسفې په درسونو کې یې د استاد له لاسه ګاللې وې:

–         ښه، نو ستاسې د وینا پر اساس باید چې په هر څه کې شک وکړم؟

–         په هر هغه څه کې باید شک وکړې چې د علم پر بنسټ نه وي ثابت شوي.

–         دا ثابته شوې ده چې چا ته چې درد ورسېږي چېغه وهي؟

–         نه، ځکه چې دا د هر فرد د خوی او خاصیت پورې تړلې ده.

–         که زه اوس ستاسې لاس تاو کړم، تاسې به چېغې ووهـﺉ؟

–         نه، ځکه چې ته زما لاس نه تاووې.

–         ولې به یې نه تاووم؟

–         ځکه چې ته د دې کار د کولو له پاره هېڅ دلیل نه لرې.

–         نو دا لازمه ده چې سړی دې د هر کار د کولو له پاره یو دلیل ولري؟

–         بالکل!

–         دا خبره د علم پر بنسټ ثابته شوې ده؟

–         په وارو، وارو.

–         ښه نو، وبه ګورو چې څومره پر علم باور کېدای شي!

دا یې وویل، د استاد لاس یې کلک ونیوه او په ځو ثانیو کې یې ورته هډوکی څو ځایه مات کړ. استاد په بغارو، بغارو منډې کړې او پاچا ته یې شکایت وکړ. پاچا چې له حاله خبر شو، تصمیم یې ونیو چې زوی به یې شپږ میاشتې، له ښاره بهر، د غره په یوه سمڅه کې، کوټه قلفي وي او له هېڅ انسان سره د تماس نیولو حق به نه لري. شپږ میاشتې وروسته چې له زندانه راووت، وطن یې په یو عجیب غم کې ښکېل ولید. لومړی یې له خپلو ساتونکو څخه پوښتنه وکړه چې څه خبره ده خو چا ځواب ور نه کړ. تصمیم یې و نیو چې ښار ته ولاړ شي او ځان په حال خبر کړي. شاوخوا خپرې شوې چوپتیا حیران کړ. د ښار په واټونو او کوڅو کې خلک د پخوا په څېر تلل راتلل خو هېڅ غږ نه تر غوږه کېده. هر څه، له انسانانو نیولې، تر ځناورو او د اوبو تر ویالو، هېڅ شي غږ نه درلود. د چوپتیا د ماتولو له پاره زهیر د ښار مرکزي میدان ته ورغی چې هلته به همېشه یو لوی ډول ځړېدلی و او د مهمو پېښو پر مهال به د خلکو د خبرتیا له پاره وهل کېده. هر څومره په زوره چې یې د ډول څرمنې ته ګوزارونه ورکول، هېڅ غږ ترې نه راووت. چې ستړی شو، دربار ته ولاړ. هلته د هیچا ورته نه پام کېده.

که څه هم د شپږو میاشتو کوټه قلفۍ پر مهال له چوپتیا او یوازېتوب سره روږدی شوی و، خو ګومان یې وکړ چې په دغه حال کې به لېونی شي. اوه ورځې او شپږ شپې یې په همدې شان تېرې کړې. په اوم ماښام یې د شپېلۍ یوه غمجنه نغمه واورېده چې له ځنګله څخه راتله. په منډه، منډه یې ځان ورورساوه. یو بوډا یې ولید.

–         سلام بابا جانه!

–         وعلیکم سلام شهزاده. په لیدو دې خوښ شوم.

–         ته ما پېژنې؟

–         داسې څوک به هم وي چې شهزاده زهیر و نه پېژني؟ لکه چې د یوازېتوب دوره دې ختمه شوه؟

زهیر په غمجن اواز ځواب ورکړ:

–         هو او نه!

–         پوه نه شوم.

–    خبره دا ده چې هلته، په هغې سمڅې کې زه یوازې وم خو دلته تر هغې بتر یوازې یم ځکه چې ګڼ خلک وینم خو هیڅوک څه نه وایي. نه پوهېږم چې څه خبره ده؟

–         کښېنه، زه به درته ټوله کیسه وکړم.

زهیر د بوډا څنګ ته کښېناست او هغه ورته وویل:

–    ډېر پخوا، دلته په ښکلېخوا کې یو هیبتناک دېو حاکم و. د هغه د قوت راز په دې کې و چې په خپله خوښه یې خپل رعیت ته د خبرو کولو ځواک وربخښلای شو، او ترې یې اخیستلای هم شو. له دې سره، هغه دومره ظالم و چې د هوا مرغانو هم په ښکلېخوا پېښه نه کوله. وطن په وېره او غم کې ډوب و. یوه ورځ د سیمې یو هلک نیت وکړ چې خپل هېواد له دغه شره خلاص کړي. شنېلستان ته ولاړ، له هغه ځایه یې یو څو بوټي راوړل، په یو صراحي ډوله لوښي کې یې و ایشول. د دېو اروا د بوټو بوی ځانته راښکله او په صراحي کې بنده شوه. هغه زلمي، د صراحي سر بند کړ، بیا یې د پخو خښتو یو لوی دېوال جوړ کړ او هغه صراحي یې په کې بنده کړه. د « دېو بند» کلا به دې په یاد وي؟ شاوخوا پینځه میاشتې مخکې یوه ډېره زوروره سیلۍ په ښکلېخوا کې ولګېده. داسې ښکاري چې هغې سیلۍ به د دېو بند د کلا دېوال نړولی وي او د دېو اروا به یې بېرته خوشې کړې وي.

–         ښه نو اوس چاره څه ده؟

–         یواځینۍ لار یې دا ده چې اوس بیا څوک شنېلستان ته ولاړ شي او هغه بوټي ترې راوړي.

–         زه به لاړ شم کنه!

–    هن…. زور لرې، چالاک یې، زړور یې خو د دې ډول سفر له پاره دا شیان کفایت نه کوي. یوازې عقل او پوهه شنېلستان ته د تللو لار پرانستلای شي او…

–         او ستا په اند زه نه عقل لرم او نه پوهه؟

–         ما نه غوښتل چې دومره سپینه یې درته ووایم.

–         مننه چې دومره دې زما خیال وساته. خو زه فکر نه کوم چې زما دغه کمی دې زما د بري خنډ شي.

–         څنګه؟

–    زما په اړه به خلک هر څه، هرڅه وایي خو ما له درباریانو سره په ګډ ژوند کې د حکومت کولو چل زده کړی دی. زه پوهېږم چې په بریالۍ توګه د دې دنیا د چارو سرته رسول وړتیا نه غواړي، یواځینی شی چې ورته په کار دی، له ځان سره د وړ کسانو ساتل دي. چې شاوخوا ته دې سم کسان راټول وي، بیا دې هېڅ کار نه ورانېږي.

–         دا دې د پاخه عقل خبره وکړه.

–         ښه نو زه به سبا روان شم.

–         بریالیتوب دې غواړم.

پر سبا یې شهزاده زهیر د خپلې پاچاهۍ تر ټولو ښه دوه اسونه راوستل، یوه ښکلې ګاډۍ یې ورپورې وتړله، د لارې څوری یې واخیست او روان شو. څرنګه چې لوری ور ته نه و مالوم نو کله به چې لاره صافه وه، د اسونو ملونې به یې خوشې کړې او په ګاډۍ کې به ویده شو. یوه ورځ چې دی ویده و، ناڅاپه د ګاډۍ اسونه و ترهېدل او له لارې ووتل. شهزاده راویښ شو، هلته یې یو ځوان ولید چې د لارې په منځ کې اوږد غځېدلی و. شهزاده ګومان وکړ چې مړ دی، را کښېووت، ځوان یې له دواړو پښو ونیوه چې یوې خوا ته یې کړي. لا یو قدم یې هم نه و کش کړی چې ځوان په خوبولي غږ وویل:

–         څو بجې دی؟

–         د غرمې له دولسو نه څو دقیقې تېرې دي.

–         لږ مې په ارام پرېږده! په دولسو بجو نو څوک چا له خوبه راپاڅولي؟

–    نه، داسې خو څوک نه کوي، خو ته هم د لارې په منځ کې پروت وې، زما اسونه دې و وېرول، نو ماویل چې یوې خوا ته دې کړم.

–         ښه، ښه، ته اسونه هم لرې؟ دا خو ډېره جالبه ده.

–         هو، که غواړې چې تر کوم ځایه دې ورسوم… چېرې دې نیت کړی دی؟

–         هر ځای چې وی.

ځوان له دې خبرې سره سم، ګاډۍ ته د ختلو په هڅه کې شو.

–         زه زهیر نومېږم، د ښکلېخوا شهزاده یم.

–         مشرف شوم. ما ته لاسښوری علي وایي.

–         چېرته روان یې؟

–         هیچرته هم نه.

–         څه کوې؟

–         هېڅ.

–         له کوم ځایه راغلی یې؟

–    زه خلکو له خپل کلي راشړلی یم. زما ستونزه دا ده چې دوه د فلز ټوټې لاس ته راشي، زه یې په یو خاص ډول سره یوځای کړم او داسې یو بوږنوونکی غږ ترې پورته شي چې د خلکو غوږونه کڼوي.

زهیر یوه شېبه په چورت کې تللی و، بیا یې وویل:

–    جالبه ده. ګوره، زه روان یم شنېلستان ته ځم او داسې انډیوالان مې په کار دي چې زما غوندې احمق نه وي. که خوښه دې وي، راسره ولاړ شه.

–         نو تا سره به څه وکړم؟

–         بیا به ګورو.

زهیر او علی خپل سفر ته دوام ورکړ. لوری خو څرګند نه و خو هره لار به چې پر مخ ورغله پرې به تلل. یوه اونۍ لار یې ووهله چې ناڅاپه پرې زورور باران راکوز شو. د سړک خواته، یو کوچني ځنګل ته یې پنا یوړه. دلته زهیر وویل:

–         زه خو دلته نه پاتې کېږم!

–         ولې، څه درباندې وشو؟

–         ته ښه پوهېږې چې تندر پر هماسې ځایونو لوېږي چې دنګې ونې په کې ولاړې وي.

–         ریښتیا ده، خو اوس خو موږ ته هېڅ خطر نه شته ځکه چې تالنده او برېښنا نه شته.

–         نو څه، چې تالنده او برېښنا نه شته؟

–         چې تالنده او برېښنا نه وي، هلته تندر نه لوېږي.

–         دا خبره خو دې د علم پر اساس ثابته نه ده.

–         څنګه؟

–         لږ فکر وکړه. پرته له تندر څخه تالنده او برېښنا وي که نه وي؟

–         خود وي، دا نو بیا څه پوښتنه ده؟

–         چې پرته له تندر څخه تالنده او برېښنا وجود درلودای شي نو پرته له تالندې او برېښنا تندر هم لوېدلای شي!

شور ماشور په جنګ واووښت او ګوزارونه شرو شول. علي، د دې له پاره چې په جګړه کې یې عینکې ماتې نه شي هڅه کوله چې خپلې عینکې په کوم خوندي ځای کې کښېږدي. په دې کې یې پر سر یو سوک ولګېد او له سوک سره سم پر ځمکه پرېووت. عینکې یې له لاسه خطا شوې او څو متره لېرې، د یوې پلنې درغنې خواته ولوېدې. علي، چې بې عینکو یې څه نه لیدل، په څلوربولې روان و، لاس یې پر ځمکه تپاوه او زهیر ورته له خندا شین و. په خټو ککړ علی چې عینکې پر سترګو کړې، زهیر ته یې غږ کړ:

–         زهیره، دلته راشه!

–         څه خبره ده؟

–         دا درغن ډېر لږ وخت وړاندې چا ښورولې ده.

زهیر تیږه له نظره تېره کړه او علي ته یې امر وکړ چې و یې ښوروی.

–         زه یې ولې و ښوروم؟

–         باید موږ هر یو خپله برخه کار وکړو. ما پیدا کړه، ته یې وښوروه!

–         تا پیدا کړه؟

–    خود ما پیدا کړه. که ما انتظار وېستلای وای چې ته خپلې عینکې خوندي کړې او وار مې درباندې نه وای ړومبی کړی، ستا عینکې به دلته نه وای لوېدلې او چې هغه دلته نه وای لوېدلې موږ به هېڅکله هم نه وو متوجه شوي چې دا تیږه ښورېدلې ده.

علي چې هر څومره زور وواهه، تیږه یې بې ځایه نه شوای کړای. زهیر یې خوا، خوا ته کېده او ملنډې یې پرې وهلې. علي له ډېره قهره زهیر په ملا کې په سوک وواهه. زهیر موازنه له لاسه ورکړه، دوه درې قدمه منډه یې وکړه، پښه یې په یوه کوچنۍ ډبره ولګېده. د لوېدو پر مهال یې پام شو چې د کوچنۍ تیږې له ښورېدو سره، غټه درغن هم و ښورېده.

–    څوک چې خدای بېکاره پیدا کړي وي د کار تمه ترې نه ده په کار! سهار راهیسې لګیا یې دا یو کوچنی کاڼی نه شې ښورولای، لېرې شه چې زه یې در ته ایسته کړم.

دا یې وویل او پر هغې کوچنۍ تیږه چې څو شېبې مخکې یې پښه پرې لګېدلې وه، ودرېد. په دې تيږې د زهیر د وزن له زیاتېدو سره سم، هغه غټه درغن ورو ورو، په غرهار او ګړمبهار په ښوېېدو پیل وکړ. لږ مهال وروسته، په هغه ځای کې یوه تنګه زینه راڅرګنده شوه چې لاندې یوې خونې ته ورکوزېده. علي مخکې، زهیر ورپسې دواړه کښېوتل. یوې پراخې خونې ته چې یوې کوچنۍ ډیوې روښانه کړې وه، دېوالونو ته یې په ولاړو الماریو کې په زرګونو کتابونه ایښي وو، غولی په کاغذونو داسې ډک و چې د پښې ایښودلو ځای په کې نه و. یو سړی د کاغذونو پر باره پروت و، پښې یې غزولې ، او کتاب یې لوست. دا نابللی مېلمانه پرې ښه و نه لګېدل خو بیا یې هم خپل غوسه کنټرول کړه او په موسکا یې وویل:

–         ستړي مه شـﺉ، دې خوارې جونګړې ته په خیر راغلﺉ.

–         مننه. له تاسې څخه د داسې بې وخته راتګ له امله بخښنه غواړم.

د خبرو په وخت کې زهیر چاته د لومړیتوب وار نه ورکاوه. د خونې خاوند وویل:

–    – خیر، پروا نه لري. دا یوه بدیهي خبره ده چې کوم فرد یا افراد چې د طبیعت له ناخوالو سره مخ شي، او دا اکثره اوقات داسې واقعات وي چې د فع یې له محالاتو څخه وي نو بیا سعی کوي چې ځان ترې په یو ډول محفوظ ولري. اوس نو چې تاسې دلته د یو تصادف پر بنا حضور موندلی دی، مخکې له دې چې زه تاسې ته دعوت درکړم چې د قیام له حالته د قعدې حالت ته انتقال وکړﺉ، له تاسې څخه په خورا احترام تقاضا کوم چې ما ته د خپل ځان په اړه د علم حاصلولو فرصت راکړﺉ او راته ووایاست چې تاسې څوک یاست؟

–    زه زهیر نومېږم، د ښکلېخوا ولیعهد شهزاده یم او دا ملګری مې د لاسښوري علي په نامه یادېږي. موږ د شنېلستان پر سفر روان یو.

–    ما ته د دغه محل په اړه علم نه دی حاصل. زما نوم الن دی او دغه، تحت الثرا منزل مې د دې له پاره غوره کړی دی چې په ارامه په کې د خلقت په اړه تفکر او تعمق وکړای شم او پر اسرارو یې علم حاصل کړم. خلاصه او د خبرې د اختصار په خاطر، زه په هغه څه بوخت یم چې د نړۍ اوسنیو او پخوانیو عالمانو، د اراوو او انظارو په اتفاق سره د ټولو پوهو او علومو مور بللې، هغه څه چې ټول علوم له دې ځایه استخراجېږي، پر اسبابو او علتونو بحث کوی او معلول سره ډېر کار نه لري او انسان ته چې خورا عاجز مخلوق دی دا توانایی وربخښي چې ځان لوړو مدارجو ته ورسوي او په تدریج سره علت العلل، مطلق ذات ته ځان ورسوي او انساني امورو ته د مجموعي، جامع او وسیع نظر وړتیا پیدا کړي….

زهیر علی ته مخ ورواړوه او په غوږ کې یې ورته وویل:

–         فیلسوفانو په شان اوږدې خبرې کوي!

فیلسوف الن، هغه ریښتیا هم د فلسفې لاروی و، خپلو نابللو مېلمنو ته د ایرو یوه ډېرۍ وښودله او ورته یې وویل چې هلته ځانونه تاوده کړي او خپلې جامې وچې کړي. زهیر ، چې تل به یې پر خپل ملګري ملنډې وهلې چې د هېڅ ښې نه دی، ځان مخکې کړ چې اور تازه کړي. علي ولاړ چې د اوبو جام راډک کړي، زهیر پنډ او بکر سره و ټکول خو د اور سپرغۍ، د دې پر ځای چې په نغري کې ولوېږي د کاغذونه پر یوه بنډل ولګېده. تر څو یې چې ورته پام کېده، ټوله، تر ځمکې لاندې خونه د اور لمبو ونیوه. درې واړو کسانو په مټې ځان د اور له منځه راویوست خو له کاغذونو او کتابونو څخه، یوه د ایرو ډېرۍ پاتې شوه.

الن چې ، د کلونو خواري یې د اور خوراک شوه، زهیر او علي ته وویل چې اوس یې چې کتابي څېړنې له منځه ولاړې، ښه به وي چې هغه هم له دوی سره شنېلستان ته ولاړ شي او هلته یو څه ساحوي څېړنې وکړي.

درې واړه ملګري سره په خوشالۍ روان وو، داسې ښکارېدل چې دا وروستۍ خواشينوونکې پېښه یې هېره کړې ده. اوس نو زهیر او علي ډېر وخت په خوب تېراوه، ځکه چې الن به چې خوله بېرته کړه د فلسفې خبرې به یې کولې چې د دوی ورته زړه تنګېده او بل دا چې د الن جغرافیایی معلومات دومره پراخه وو چې اوس یې هېڅکله هم د تصادف له مخې لوری نه غوره کاوه. له همدې امله یې د یوې میاشتې په اوږدو کې هېڅ ستونزه و نه لیده.

یوه ورځ چې له یو کوچني ځنګله څخه تېرېدل یو ډاروونکی شان خرهار یې واورېده. ګاډۍ یې ودروله، او د دې نا اشنا غږ د چینې په لټه کې شول. ډېر ژر یې په یوه ونه کې یو غټ تور کوټ ولید چې را ځوړند و او دا غږ ترې راواته. زهیر سمدلاسه یو کاڼی راواخیست او، پرته له دې چې خپلو ملګرو ته خبرداری ورکړي، ګوزار یې پر ې وکړ. کوټ د فیلسوف پر سر راولوېد. فیلسوف تر کوټ لاندې لاس او پښې وهل. علي او زهیر چې ورنېږدې شول یو طالب یې ولید چې په کوټ کې نغښتی دی او کلک په خوب ویده دی.

–         ته څوک یې؟

–         زه، زه یم.

–         څه نومېږې؟

–         زه هېڅکله ځان ته نوم نه اخلم.

–         نوم دې څه شی دی؟

–         ګومان نه کوم چې پر «نوم» دې د شي اطلاق وشي.

چې هر څومره پوښتنې يې وکړې، درې لاروي پر دې بریالي نه شول چې د طالب نوم زده کړي. په دې کې فیلسوف وویل:

–         -د تېرو پېښو بقا، پر سر د ډبرې د ګوزار له یاد سره ادغام موندلی دی او څرنګه چې د انانیت ادراک نه شي کولای چې په دوو بېلو بېلو زمانو کې په یوه حالت پاتې شي، او څرنګه چې د یادونو کثرت د ماضي د پاتې شونو یو په بل کې ننوتل دي نو شعور د یادونو له کتلې څخه دبېلښت جوهر په خپل وجود کې نه لري. زموږ د طالب ملګري په شعور کې د کاڼي ګوزار، زما پر سر د رالوېدلو ترضیضي واقعه او دې ته نور ورته تروماتیک حوادث د دې لامل شوي دي چې د ده طالبي انا د ده له اسمي انا سره په ټکر کې راغلی. له بل لوري د یو شخص د هویت پېژندل، په واقعي مانا د محالاتو له جملې څخه دي نو د یو فرد د تشخیص له پاره او له نورو افرادو څخه د هغه خاص فرد د ظاهري تفکیک له پاره انسانانو یوه اسانه طریقه موندلې چې هغه د اسماوو کارول دي. دا اسما یا نومونه په طبیعي ډول نه تثبیتېږي بلکې په اکثرو حالاتو کې د نوم تثبیت یو قراردادی عمل دی چې په سمبولیک ډول د یو صوتي ترکیب او یو عیني موجود شخص یا جنس تر منځ یوه فرضي معادله برقراره شي او د ټولنې یوه برخه دغه معادله د یو عیني واقعیت په توګه و مني. په دې ډول دغه صوتي ترکیب د ټولنې د هغه خاص عنصر سره مترادف و ګڼل شي چې دا صوتي ترکیب ورته ځانګړی شوی دی. د دې اجتماعي تړون غایه دا ده چې هغه اجتماعی عنصر چې موږ یې د انسان د نوعی یو ځانګړی تبلور بللای شو، له نورو ورته اجتماعي عناصرو څخه بېل شي او په عین حال کې دغه عیني موجود چې د زماني ظرف له مخې په دوامداره توګه بل شکل غوره کوي د یو ثابت مادي حقیقت په توګه و پېژندل شي. اوس نو که طالب جان وغواړي چې زموږ د سفر ملګری شي او که تصمیم ونیسي چې په همدې ځای کې، يا پر یو بل مهال، په یو بل محل کې له موږ څخه بېل شي، د ده عینیت زموږ د ذهنیت دایرې ته ورننوتی دی او موږ به اړتیا ولرو چې په یو ډول نه یو ډول د ده عینیت تداعي کړو. د دغې ضرورت له مخې، اوس چې موږ له دغه نوي واقعیت سره مخ شوي یو، د دغه واقعیت د تداعي له پاره موږ یو ژبني عنصر ته اړتیا لرو. د اختصار له مخې باید عرض وکړم چې که دی نه شي کولای موږ ته هغه زموږ د ضرورت وړ ژبنی عنصر راکړي چې زموږ او د ده د ملاقات له حادثې د مخه د ده وجود تعریفولای شي په دې دلالت نه کوي چې زموږ د ژوند د لارې او د ده د ژوند د لارې تقاطع، پر دغه زماني او مکاني ظرف کې، زموږ له فردي ارادې پورته د یوې بلې عالي ارادې تقاضا ده. نو له دې امله، موږ به په هر صورت کې اړ یو چې د ده موجودیت د خپلو یادښتونو په ترڅ کې په یو ډول نه یو ډول تثبیت کړو او دغه تثبیتي وسیله باید هم زموږ او هم دده له پاره د دمنلو وړ وي.

زهیر علي ته وکتل او پوښتنه یې وکړه:

–         دا څه اوتې بوتې وایي؟

علي چې په خپله هم نه و پوه شوی، د ملنډو په ډول ورته وویل:

–         که د فلسفې استاد ته دې سم غوږ نیولی وای اوس به پوه شوی وې.

فیلسوف که څه هم باوري و چې خپل مقاصد یې په پوره وضاحت د فصاحت او بلاغت له اصولو سره سم افاده کړی و، غوښتل چې نور توضیحات هم ورکړي چې طالب جان پرې وار ړومبی کړ:

–         استاد وایي، او داخبره یې بېخي ریښتیا ده، چې تاسې باید ما ته یو نوم پیدا کړئ.

شهزاده وویل:

–         په هغه ځای کې چې زه بندي وم، یو طالب زما د زندان له پیره دار سره اړولي وو چې د وحشي حیواناتو له وېرې په ونو کې ویده کېده، که څه هم په هغه سیمه کې پرته له دوه دریو سویانو او یو څو مېږیانو بل وحشي حیوان نه و. هغه طالب نجیب نومېده نو موږ به هم خپل ملګری نجیب و بولو.

څلورواړه ملګري په همدې نامه سره سلا شول. نجیب د خپل تېر ژوند په اړه لږ معلومات ورکړل:

–         لکه له کالیو مې چې ښکاري، زه په یوه مدرسه کې طالب وم چې د خوبیانو مدرسه نومېده. زموږ د مدرسې مشر استاد او خطیب په دې باور و چې د یو دیني عالم له پاره، له خدای تعالی سره د نزدېکت تر ټولو غوره وسیله خوب دی ځکه چې هغه څوک چې ویده وي له ګناه څخه خلاص وي. موږ خپل وخت په پوره عدالت د خپلو دریو فعالیتونو تر منځ تقسیم کړی و: د ورځې اته ساعته مو کار او تعلیم ته ځانګړي کړي وو، اته ساعته مو ساعت تېریو ته وقف کړي وو او اته ساعته مو خوب کاوه. یوه ورځ، مازیګر مهال له خوبه راپاڅېدم، په باغ کې مې یوه داسې ښکلې پېغله ولیده چې ښاپېرۍ ورپورې شرمېدلې. په منډه مې ځان ورورساوه. پوښتنه مې ترې وکړه چې ته څوک یې، هغې راته وویل چې د شیطان یوه مجسمه بڼه ده او غواړي چې له ماسره تفاهم وکړي. هغې ماته شیطاني وړتیاوې راوبخښلې او زما روح یې تر خپلې ولکې لاندې راووست. له بده مرغه ملګري راباندې ډېر ژر پوه شول، څکه چې ما په ناڅاپي ډول کار کول ډېر کړل. زه یې له مدرسې څخه وشړلم. ما په ځنګل کې استوګنه پیل کړه، د شپې به د وحشي ځناورو له وېرې په ونو کې ویده کېدم او د ورځې به مې کار کاوه. نه پوهېږم چې زه ولې او څرنګه له تاسې سره یو ځای شوی یم. همدومره پوهېږم چې سر مې ډېر درد کوي، لکه چا چې په تيږو ټکولی وي.

ملګرو ورته شنېلېستان ته د تلو وړاندیز وکړ او نجیب هم ورسره مل شو.

زهیر چې یواځې روان شوی و اوس درې تنه داسې ملګري درلودل چې هر یو یې د ګڼو کمالونو څښتن و. داسې ورته ښکارېده چې اوس نو خامخا خپل هدف ته رسېدونکی دی. هغه به ډېر وخت په دې باندې فکر کاوه چې له سفره وروسته به ښکلېخوا څه ډول اداره کوي.

طالب او فیلسوف خپل معلومات سره شریک کړي وو او داسې لار یې غوره کړې وه چې نېغه شنېلستان ته وتلې وه. خو یوې ناپېژندلې سیمې ته، دومره اوږد سفر، خامخا ځینې ستونزې لري، تر دې ځایه سفر بېخي بې خطره و. د څلورو انډیوالانو د سفر تر ټولو لویه ستونزه هغه مهال را څرګنده شوه چې د دوي لاره یوه ځوړند پله ته ورسېده چې پر داسې یوې حیرانوونکې ژورې درې باندې غځول شوی و چې د لمر وړانګې یې ځمکې ته نه رسېدې. الن، نجیب او علي ویل چې پر دې خطري پله له اسانو او ګاډۍ سره تېرېدل ناشونی کار دی. وړاندیز یې وکړ چې هر یو د خپل توان په اندازه سامان په شا کړي او نور سفر په پښو وکړي. زهیر بیا ویل چې دومره بار پر شا وړل ګران کار دی او په داسې لار کې چې اوږده یې معلوم نه وو، د اسانو او ګاډۍ پرېښودل ورته بې احتیاطي ښکارېده.

پرته له دې چې د نورو ملګرو مشورې ته تم شي، زهیر اسان او ګاډۍ پر ځوړنده پله وروخېژول. څو قدمه لا نه و تللی چې د پله پړي وشلېدل او زهیر له اسانو او ګاډۍ سره لاندې ولوېد. علي او الن چې دا حال ولید دواړه بې هوښه پرېوتل خو نجیب له خپلې توبرې څخه یو جادویي پړی راوایسته چې د شیطان یو سوغات و. پړی یې د درې بېخ ته ورخطا کړ او زهیر یې پرې په هوا کې وتاړه. زهیر چې اوس د نجیب پر مټو د مرګ له کومي د راوتلو په حال کې و، په ارام زړه شاوخوا منظرو ته کتل. هلته یې په یوه سمڅه کې چې د درې په کمره کې ایستل شوې وه، یوه ښکلې نجلۍ ولیدله. چې را پورته شو نجیب ته یې کیسه وکړه. علي او الن لا هماغسې بې هوښه پراته وو. نجیب و پتېیله چې د جادویي رسۍ په مرسته هغه ښکلې نجلۍ هم وژغوري. د سترګو په رپ کې ورکوز شو. نجلۍ د اوسپنو په زنځیرونو داسې تړل شوې وه چې د سمڅې تر خولې پورې يې ځان په ډېره خوارۍ کشولای شو. نجیب پرې غږ کړ:

–         سلام بي بي. ډېر خوښ یم چې په داسې ښکلي ځای کې له تا سره مخ شوم.

–         ډېر مهربانه یې.

–         خپه کېږې خو به نه، که د نوم پوښتنه دې وکړم؟

–         له بده مرغه زما ظالم مېړه، ریافي دیو، زه د خپل نوم له اخیستلو منع کړې یم.

–         ته خو به دلفین ښاپېرۍ نه یې چې څو کاله د مخه، د اتلسمې کلیزې په ورځ، د ریافي په نامه یو بې رحمه دیو د الجبرا له سیمې راتښتولې وه؟

–         زه په خپله یم. ته نو زما له کیسې څنګه خبر یې؟

–         بیا به یې در ته په کلاره ووایم. اوس دې باید له دې ځایه وژغورم. د ریافي په اړه را ته یو څو خبرې وکړه.

–         ډېر څه در ته نه شم ویلای. د دې سمڅې په تل کې، د زړه تنګۍ د ویالې پر غاړه، ټوله ورځ ویده وي. په پینځلسو ورځو کې یو وار زما لیدو ته راځي، په یو منګي کې را ته د هغې ویالې اوبه راوړي چې زه یې څښم او بیا دوه اونۍ په هماغو اوبو پایم. ته هېڅ تصور نه شې کولای چې دا اوبه څومره ترخې دي او تر هر څه لا بده یې دا ده چې کله چې اوبه و څښم بیا شپه او ورځ د ریاضي قضیې حل کوم او د فزیک فارمولونه ثابتوم. سمه لېونۍ یې راڅخه جوړه کړې ده.

–         اوس درسره شته؟

–         څه شی؟

–         هغه اوبه؟

–         ډک منګي مې دلته خوا ته ایښی دی.

–         غواړې چې و دې ژغورم؟

–         دا به دې راباندې لوی احسان وي.

نجیب خپل جېبونه و لټول، یوه بکره، د هوایي وزې وېښته، د الماسو اوړه او په یو واړه بوتل کې د بحري غوا شیدې یې سره را ټول کړل. د بکرې په مرسته یې د هوایي وزې وېښته وسېزل، ایره یې د بحري غوا له شېدو سره ګډه کړه، د الماسو اوړه یې په کې واچول او ښه یې سره ولړل، بیا یې دا ټول د زړه تنګۍ د ویالې په اوبو کې حل کړل. وروسته یې له ځان سره څه انتر، منتر وویل بیا یې دلفین ښاپېرۍ ته وویل:

–         زه چې څه وایم، ته هماغه زمزمه کوه او دغه اوبه د سمڅې د تل لوري ته ورشینده:

ریاضي د زړه خوراک دی اوفیزیک سمه بلا ده

په دې دواړو ریافي تړلې ملا ده

د ده مرګ ته مې راوړې، له شیطانه فارمولا ده

ریاضي ده، که کیمیا ده، که فیزیک غوندې بلا ده

د ورانکارو مشغولا ده، د ورانکارو مشغولا ده

زه به شعر ترینه ساز کړم ، ریافي به پرې دراز کړم!

دلفین ښاپېرۍ لا وروستۍ جمله نه وه خلاصه کړې چې د سمڅې له تله یو وحشي غوندې غږ راغی او ورسره سم هغه زنځیر چې دلفین ښاپېرۍ پرې تړلې وه په خړو خاورو بدل شو.

طالب او ښاپېرۍ ځانونه په جادویی رسۍ وتړل. رسۍ لکه د مار، پر کمره وختله او دواړه یې روغ رمټ له ځانه سره یوړل.

په دې وخت کې زهیر علي او فیلسوف را په سد کړي وو. کله چې طالب او ښاپېرۍ ورورسېدل، زهیر وویل:

–          هلکو، کمال به مې منۍ! دا ځل مې بېخي معجزه وکړه!

چې علي ترې پوښتنه وکړه چې بیا یې څه کړي، زهیر ورته په کرکجنه لهجه وویل:

–         ریښتیا هم چې د منطق په هغه لاره هم نه یې تېر شوی! لږ فکر وکړه. که زه له اسانو او ګاډۍ سره پر پله نه وای ورغلی نو موږ به څنګه خبر شوي وو چې دلته ښاپېرۍ بندي ده؟

الن وویل:

–         د شهزاده وینا د علیت له اصل سره تناقض نه لري . د زهیر سرزوري، چې یوه ورځ به په دې اړه یو کتاب لیکم، د دې معلول، چې اوس دلفین له موږ سره ده، بالوسیله علت تشکیلوي. له بل لوري، دا هم ثابته ده چې یو علت ګڼ معلولونه رامنځ ته کولای شي لکه دا هم چې ثابته ده چې کله کله ګڼ علتونه سره یو ځای شي او یو واحد معلول را منځ ته کړي خو په دې وروستي حالت کې ښه خبره دا ده چې علي واقعه له علت څخه بېله وګڼل شي. یوه علي واقعه یوازې هغه وخت علت بلل کېدای شي چې هم مهاله نورې علي واقعې هم رامنځ ته شي. د زهیر اراده د یو شمېر نورو علي واقعو د علت حیثیت لري چې په نهایي نتیجه کې یې دلفین له بنده خلاصه شوه خو د دې تر څنګه همدغه علت یو بل معلول هم وزېږاوه او هغه دا چې هغه توحیدوونکی واقعیت چې د دې خونړۍ درې دواړه څنډې یې سره نښلولې او موږ پرې باید شنېلستان ته اووښتي وای ونړېده. اوس نو د طبیعت د قانون له مخې هر هغه شی چې د جاذبې د قوې تر اثر لاندې راشي، که حایل و نه لري نو د ځمکې د تل په لور ځي او موږ هم په لومړي تقریب کې شیان یو چې د پله له نشتوالي سره که موږ و غواړو چې له دې غاړې هغې بلې غاړې ته واوړو او کومه وسیله پیدا نه کړو نو قهراً او جبراً به د درې بېخ ته لوېږو.

–         نجیبه دا بیانیه ژباړلای شې؟

–         و یې ویل چې کله چې زهیر د ځان وژلو هڅه وکړه، پول یې ونړاوه.

–         دا خو ریښتیا وایي، اوس نه پوهېږم چې څنګه به تېرېږو؟

زهیر په بې پروایې وویل:

–         غم مه کوه. لکه تر دې ځایه مې چې ستاسې هره ستونزه حل کړې ده، اوس به هم یوه لار در ته پیدا کړم. تاسې همدومره وکړئ چې دا خپلې بېکاره ککرې په کار واچوئ.

تر څو چې د حل یوه لاره پیدا کېده، پینځو واړو دوستانو تصمیم  ونیوه چې یوه شېبه دمه وکړي. له موقع څخه په استفادې، علي ټوله ماجرا دلفین ته تېره کړه. دلفین وخندل:

–         زه یو اس لرم چې په خورا لږ وخت کې به مو شنېلستان ته ورسوي خو ستونزه دا ده چې پینځه کسه پرې په یو وخت کې نه شي سپرېدلای.

نجیب وړاندیز وکړ چې که له شاوخوا ونو څخه څو څانګې راغوڅې شي او یوه ډولۍ ترې جوړه شي، پینځه واړه ملګري کولای شي چې په ډېره اسانۍ د اس پر شا ځانونه ځای کړي. زهیر علي ته مخ ورواړاوه:

–         و دې لیدل چې څنګه په اسانۍ مې دا مشکل هم حل کړ؟

دلفین له جیبه یو شپیلی را وایست، پوکی یې ورکړ او دسترګو په رپ کې یو الوتونکي اس ځان راورساوه. د علي او نجیب په ګډو هلو ځلو ډولۍ هم جوړه شوه. ډولۍ یې پر اس کلکه وتړله او ټول په کې کښېناستل. دلفین وویل چې د دې اس کولای شي چې تر شنېلستان پورې پاتې لار په نیمه ورځ کې ووهي. پينځه واړه په ډولۍ کې ارام ناست وو، ټوکې ټکالې یې سره کولې. یو وخت خبره د حیواناتو خوا ته ولاړه. دلفین په وارخطایې ملګرو ته اشاره وکړه چې نورې خبرې بس کړي. بیا یې ورته وویل:

–         یوه مهمه خبره مې هېره شوې ده چې له حرکت کولو تر مخه مې باید درته ویلې وای. یو حیوان دی چې زما اس یې باید نوم وانه وري که نه نو هرڅه به خراب شي.

–         کوم حیوان؟

–         د خزنده ګانو د کورنۍ یو حیوان دی چې لنډې پښې لري، د هډوکو یوه کاسه یې پرشا ده او ډېر ورو حرکت کوي.

زهیر په خندا شو:

–         دومره نخرې نو ولې کوې، خو سم ووایه چې د کیشپ نوم به په خوله نه اخلئ!

زهیر لا د کیشپ نوم نه و اخیستی چې الوتونکي اس ځان نېغ کړ، په هوا کې ورک شو او ډولۍ، سره له مسافرینو په یوه جبه کې راولوېده.

ټوله ورځ یې له دغه ځایه د وتلو یوه لار ولټوله خو کومې نتیجې ته ونه رسېدل. مجبور شول چې شپه په همدغه نمجن، بوین، له ماشو ډک ځای کې تېره کړي. ټول زهیر ته په غوسه وو او په خپل ژوند کې د لومړي ځل له پاره زهیر هم په خپل زړه کې دې ته حاضر و چې پړه په غاړه واخلي. که څه هم د عادت له مخې یې یو دوه ځله هڅه وکړه چې بل کوم یو ګرم کړي خو خوند یې ور نه کړ. دغه نا اشنا احساس د زهیر له پاره دردوونکی و. غوښتل یې چې په علت یې پوه شي خو دا خبره یې له بل چا سره نه شوه شریکولای. د لومړي ځل له پاره یې باید خپلې یوې پوښتنې ته د منلو وړ ځواب په خپله پیدا کړی وای. چې هر څومره یې دا خبره په خپل فکر کې شاربله یو ټکي یې په مغزو کې منګولې لګولې: له هغه وخته چې دلفین له ډلې سره یو ځای شوې وه، زهیر ته ځان بدل ښکارېده. دا خبره ورته د نه منلو وه خو ورو ورو یې زړه ته ولوېده چې پر ښاپېرۍ مین شوی دی. زهیر ډېر ځله د هغې نجلۍ په اړه فکر کړی و چې د ده د ژوند ملګرې به وي. هغه خیالي انځور له دلفین سره هېڅ ورته والی نه درلود، خو د زهیر په سینه کې یو نا اشنا شان درد دغه واقعیت هم تت کړی و. زهیر ډ خپلې ځوانۍ ټول کلونه په دې فکر تېر کړي وو چې د ښکلېخوا ولیعهد شاهزاده باید یو غښتلی، پر ځان حاکم شخص وي، مینه یې د ضعف وروستی حد باله او دې ټکي ته تسلیمېدل ورته ناشوني وو چې ځان مین وګڼي.

دلفین هم چې د پېغلتوب ټول وخت یې د یو بې رحمه، بد شکله او بدخویه دیو په بند کې تېر کړی و، د زهیر په لیدو یې په زړه کې یوه عجیبه نا ارامي پیدا کېده. دا هم ریښتیا وه چې د سفر په ملګرو کې یې نه د الن ډېرو خبرو، نه د علي ماشومانه حرکاتو او نه د نجیب بې خونده او بې ځایه ټوکو داسې څه درلودل چې د یوې پېغلې ښاپېرۍ زړه ته دې لار وکړي. خو هغه په دې هم پوهېده چې د ښاپېرۍ او انسان تر منځه د ګډ ژوند خیال محال دی.

وضعیت له زغمه وتی و. یوازې فیلسوف، چې په هره خبره او هر پېښه کې یې، هر څومره وړه او بې مانا به چې وه، د تعجب وسیله لیدله، نور ټول د نهیلۍ په تاو سوزېدل. زهیر او دلفین هم د خپلو نویو زېږېدلو احساساتو او د خپلې ازلي ناکامۍ له دردونو سره لاس او ګرېوان وو.

څو ورځې په همدې ډول تېرې شوې. الن په خپله فلسفه کې ډوب و، نجیب چې کلونه، کلونه یې په ونو کې شپې تېرې کړې وې، په دې بوخته کې بې خوبۍ د لېونتوب تر پولې رسولی و، د علي کولمو له لوږې سریندې غږولې، دلفین او زهیر د خپلو احساساتو په توپان کې نښتي وو. ناڅاپه دعلي سترګې پر یوه مرغه ولګېدې چې پر يوه پکي ورِغوټه شو او په یوه شېبه کې یې له ستوني تېر کړ. علي په ارمانجن انداز کې وویل:

–         کاشکې زه هم مرغه وای، اوس به مې له لوږې څه غوښتل؟

الن چې د علي دا خبره واورېده، له ځان سره یې وویل: په ځینو فرهنګونو کې دا انګېرنه هم شته چې هر انسان، په ځان کې دننه یو حیوان هم لري. د فیلسوف دې خبرې طالب نجیب له خوبه راپاڅاوه:

–         فیلسوف صاحب بالکل ریښتیا وایي! موږ دې ته غره یو چې انسانان یو، اشرف المخلوقات یو. که زموږ انسانیت د دې لامل کېږي چې له لوږې مړه شو نو شرف یې په څه کې دی؟ راځئ چې هغه حیوانات راویښ کړو چې زموږ دننه اوسي!

دا یې وویل، خپل ملګري یې راټول کړل او خپل بادار، شیطان یې مرستې ته راوغوښت:

–         باداره ما خپل روح ستا د قدرت د رازونو په بدل کې درسپارلی دی. اوس یې وخت دی چې د دغو رازونو پر مټ، د څه وخت له پاره زموږ انساني ماهیت ویده کړې او حیواني ماهیت مو رابرسېره کړې.

د شیطان ځپلي طالب له دې غوښتنې سره سم علي په ښاپېرک بدل شو، الن نه سلایي جوړ شو، دلفین د مار بڼه غوره کړه، نجيب کونګ شو او زهیر د چونګښې په بڼه را څرګند شو. نجیب ډېر ژر د خپلې غوښتنې په شیطاني ماهیت پوه شو: مار په جبه کې د ژوند کولو هېڅ چانس نه لري، چونګښه او سلایي که سره یو ځای وي، د طبیعت په مقتضی به سلایي د چونګښې خوراک شي. ډېر ژر یې خپله غوښتنه بېرته واخیسته او پخواني حالت ته راوګرزېدل. ټولو په خپل دغه نوي حالت بحث پیل کړ.  بالاخره دې نتیجې ته ورسېدل چې کونګ به مار په خپلو پنجو کې داسې ځوړند ونیسي چې مار کونګ ته ضرر و نه رسوي او کونګ وکړای شي چې هغه د هوا له لارې د اوبو له خطره وژغوري؛ سلایي او ښاپېرک به سره یو ځای ګرزي او چونګښه چې جبه یې د ژوند طبیعي چاپېریال دی، باید ځان په خپله له دې ځایه وباسي. سره یې ژمنه وکړه چې د جبې په شمالي څنډه کې به بیا سره یوځای کېږي. څرنګه چې کونګ او ښاپېرک د ورځې په رڼا کې ړانده وي، پرېکړه یې په دې شوه چې ماښام تیاره به بېرته خپلې حیوانې بڼې نیسي او له دې ځایه به ځانونه وکاږي.

سهار مهال یوې غونډۍ ته ورسېدل. دلفین ټوله شپه د خپل برخلیک په اړه چورت وهلی و، نه یې له هغه سره ګوزاره کېده او نه بې له هغه ژوند ورته خوند ورکاوه. فکر یې وکړ چې که له خپل حیواني ماهیت څخه په استفادې چونګښه وخوري نو هم به یې یار خپل شي او هم به یې ژوند د یو نامناسبه وصلت قرباني نه شي. تر څو چې نجیب دې ته ځان جوړاوه چې بیا خپل بادار د مرستې له پاره راوغواړي، پر چونګښه یې ورټوپ کړ. کونګ چې خطر محسوس کړی و، په یوه شېبه کې چونګښه څو متره اخوا و غورځوله او ډېر ژر یې په خپله هم انساني بڼه ونیوه او ملګري يې هم خپل اصلي حالت ته راوګرزول.

فیلسوف چې اخوا، دې خوا و کتل یو بوټی په نظر ورغی چې د مار زهر یې خنثی کولای شول. غوښتل یې چې په دې اړه خپلو ملګرو ته فلسفیانه توضیحات ورکړي خو علي وخت ضایع نه کړ، په منډه یې څو پاڼې سره و ژویلې او د زهیر پر ټپ یې کښېښودلې.

ټول په دې باور وو چې دلفین چې څه کړي وو، هغه د دې د مار د طبیعت غوښتنه وه نو ځکه هيچا پرې بد نه ویل. خو دلفین ته ځان ښه نه ښکارېده او له دې ډلې سره پاتې کېدل یې نور مناسب نه ګڼل. کله یې چې ملګري د سفر د ستړیاوو او د حوادثو د فشار له امله ویده شول، پر شګو یې څو کرښې ولیکلې او خپله مخه یې ونیوه.

کله چې څلورواړه ملګري راویښ شول، دلفین یې و نه لیدله خو پر شګو لیکلو کرښو یې پام ځان ته ورواړاوه.  دلفین له خپلو ملګرو مننه کړې وه او پر دې یې خواشیني ښکاره کړې وه چې نه وه بریالۍ شوې چې د انسانانو په ډله کې ځان ته ځای پیدا کړي. څلورواړه ملګري د ښاپېرئ په تلو ډېر غمجن شول، خو هېڅ یې هم له لاسه نه کېدل نو د شنېلستان لار یې ونیوله.

د دې غونډۍ شمال ته یوه ستره شګلنه دښته وه. پوره پنځوس ورځې یې په ډېر کړاو په شګو کې مزل وکړ. ډېرې لوږې او تندې یې وګاللې خو په پای کې یې سترګې د شنېلستان پر دنګو دېوالونو ولګېدې. کله چې ور نېږدې شول، ویې لیدل چې له دېواله اووښتل نا شوني وو. یوازې یوه دروازه وه چې یوې ډاروونکې بلا پرې پیره کوله. د دروازې د پاسه په غټو تورو لیکل شوي وو: «له دې ټکي اخوا د شنېلستان تلپاتې، خدای ورکړې پاچاهي پیل کېږي»

زهیر او ملګرو یې سره مشوره وکړه چې په څه ډول د شنېلستان پاچایې ته ورننوځي. هېڅ یوه زړه نه ښه کاوه چې بدشکله پیره دار ته ورنېږدې شي او پوښتنه ترې وکړي. په اخر کې علي له ملګرو وغوښتل چې د فلز یو څو ټوټې ورته پیدا کړي. یواځینی فلزی شی چې ورسره و، هغه یې د څپلیو مېخونه وو خو هیچا هم د خپلو څپلیو له سپړلو انکار و نه کړ. علي په ډېر لږ وخت کې مېخونه سره تنظیم کړل او د وروستي مېخ له ایښودلو تر مخه یې ملګرو ته وویل چې په غوږونو کې ګوتې کښېږدي. بیا غلی، غلی پیره دار ته ورنېږدې شو او وروستی مېخ یې هم پر ټاکلي ځای کښېښود. هغه زړه بوږنوونکی غږ چې د علي له جوړ کړي ماشین څخه راووت دومره له زغمه وتلی و چې پیره دار هر څه پر ځای پرېښول، دوه یې خپلې وې، دوه یې پور کړې ، داسې وتښتېد لکه هېڅ چې دغه ځای ته راغلی نه و. د پیره دار له تېښتې سره سم څلور واړه په غلا د شنېلستان د پاچاهۍ پر دروازه ورننوتل.

د دېول ور اخوا، د څو سوه مترو په فاصله کې ځمکه په اغزنو بوټو فرش وه. دوی چې د خپلو څپلیو مېخونه یې د پیره دار د ځغلولو له پاره مصرف کړي وو ټول یبلې پښې وو. چې پر اغزو به یې قدم ایښوده، له سترګو به یې ورسره د اور لمبې ختلې خو بیا هم ټول په پوره صبر او حوصله روان وو. له اغزیو هم واووښتل او سمې لارې ته شول، ماښام چې تیاره خپره شوه یو بل تر هغه لومړي پیره  دار لا بدشکله او بد ورږه پیره دار په مخه ورغی. الن وروړاندې شو او په قاچاقي توګه د شنېلستان خاورې ته د راتلو فلسفه یې ورته پیل کړه. درې جملې یې لا نه وې ویلې چې پیره دار داسې په خوب ویده شو چې د توپ په غږ به هم نه وای راویښ شوی. که څه هم د لارې ستونزې په اسانه هوارېدلې خو دوی دومره په وضاحت سره په دغه هېواد کې پردي ښکارېدل چې ډېر ژر بندیان شول. په زندان کې زهیر بېخي خپل حواس له لاسه ورکړل، ټوله ورځ به یې اسویلي کول. ملګرو یې چې هر څومره کوښښ وکړ چې ډاډ ورکړي ګټه یې و نه کړه. یوه ورځ یې د انتقاد په بڼه وویل:

–         – دا هر څه ستاسې له لاسه دي. زه خو خدای وهلی وم چې داسې یو سفر ته مې زړه ښه کاوه خو پر تاسې څه شوي وو چې له ما سره مو ملتیا وکړه؟ د دنیا خوارۍ مو وګاللې، تر دې ځایه مو ځان راورساوه خو څه ګټه یې وکړه؟ موږ په دغه زندان کې څه کولای شو؟ ګورﺉ، که ښه راسره کوﺉ همدلته مې زندۍ کړﺉ چې زه ستاسې له شره خلاص شم او تاسې له ما څخه بېغمه شﺉ.

علي ورته ځواب ورکړ:

–         زما هم زړه کېږي چې همدلته دې له دنیا تېر کړم خو بیا به هم ستا له ګیلو نه خلاصېږم!

یو کال یې په بند کې تېر کړ خو چا یې پوښتنه ونه کړه. له هغې ورځې چې نیول شوي وو، د دې یو کال په اوږدو کې ترې چا یوه پوښتنه کدرې هم و نه کړه چې د څه له پاره راغلي دي. هر کال یو وار به د پاچا له خوا زندانونو ته تفتیش استول کېده. کله چې دې زندان ته مفتشین راغلل او د بندیانو خبرې یې واورېدې نو فکر یې وکړ چې تر اوسه لا څوک په غلا شنېلستان ته نه وو داخل شوي نو دا قضیه له پاچا پرته بل څوک نه شي فیصله کولای. شاهي ماڼۍ ته یې ولېږدول.

پاچا د مسافرو کیسې تر تاثیر لاندې راووست، زړه یې پرې وسو او ورسره  یې د مرستې ژمنه وکړه. د شنېلستان د پوهانو عمومي کنفرانس را وغوښتل شو چې مالومه کړي چې کوم بوټی د ښکلېخوا د چوپتیا د ماتولو له پاره په کار دی. درې زره، د بېلابېلو علمي څانګو پوهان راټول شول چې هر یوه یې دوه یا درې فرضیې درلودې. زهیر به چې هره ورځ د کنفرانس تالار ته ورغی، ماښام به یې اعصاب نور هم پسې دردېدلي وو، په دومره عالمانو کې د یوې ستونزې حل ورته ناشونی ښکارېده. الن هره ورځ د شنېلستان ملي کتابتون ته ورته، چې که کومه کتابي حللاره پیدا کړي. نجیب به له جادوګرو سره بحثونه کول او د هغوی په غیبي علومو کې به یې خپله ورکه لټوله.

علي دوه درې ورځې د دربار له کاتبانو سره تېرې کړې او ډېر ژر خبر شو چې د زرګونو کلونو را په دې خوا د شنېلستان ادارې د خپلو ټولو، حتی ډېرو عادي، اجراآتو ارشیف ساتلی دی. له ځان سره یې فکر وکړ چې که د زهیر معلومات دقفیق وي او څو پېړۍ وړاندې کوم تن له ښکلېخوا څخه شنېلستان ته راغلی وي او له دې ځایه یې له ځان سره کوم بوټی وړی وي، ضرور به یې کوم ځای کې، کومه فورمه ډکه کړې وي او په کوم دفتر کې به یې له چا اجازه اخیستې وي. له پاچا ځخه یې د ارشیف د اسنادو د څېړلو اجازه واخیسته.

مخکې تر دې چې زهیر لیونی شي، یا د شنېلېستان پوهان یو بل سره ووژني، علي هغه دوسیه پیدا کړه چې دېرش پېړۍ وړاندې ، د زهیر په نامه د ښکلېخوا د یو اوسېدونکي د راتګ او له دې ځایه د چای او لاچي د وړلو واقعات په کې ثبت شوي وو.

څومره چې څېړنې او پلټنې اوږدېدې، هماغومره د زهیر حوصله کمېده. دوه کاله او اته میاشتې کېدې چې ده خپل سفر پیل کړی و او تر اوسه یې لا څه لاس ته نه وو ورغلي. کله به دې خبرې ته چورت یوړ چې هغه لار چې دوی د دلفین پر جادویي اس وهلې وه، د هغه په اړه دوی هېڅ ډول معلومات نه درلودل چې څومره وه او له کومو ځایونو تېره شوې وه. فکر به یې کاوه چې که هغه بوټي پیدا هم کړي د بېرته تلو چاره به د راتلو تر چارې لا ستونزمنه وي. د زهیر ډېرې اندېښنې، د هغه د ملګرو د کار خنډ کېدلې نو درېواړو پرېکړه وکړه چې په یوه پلمه زهیر د پاچا دربار ته واستوي او هلته یې په یو ډول بوخت کړي. د شنېلستان د پاچا یوازینې لور چې میسېلیا نومېده د جادو په کار کې پخه استاده وه او زهیر ته یې خبرو خوند هم ورکاوه.

کله چې علي او نورو دواړو ملګرو خپل د اړتیا وړ بوټي و موندل، له شنېلستان څخه یې د هغوی د ایستلو له پاره ټول قانوني او اداري مراحل طی کړل او بېرته تګ ته اماده شول، زهیر هم ورته خبر ورکړ چې له میسېلیا سره یې د واده چارې پر لاره شوې دی. ور ته ویې ویل چې هغه ښځه چې ده تل په خپلو خیالونو کې د ځان له پاره انځور کړې وه، همدغه میسېلیا وه.

د سفر د اړتیاوو پر اساس د شنېلستان پاچا دا ومنله چې کوژده او واده په یوه ورځ وشي. د شنېلستان د جادوګرو د فدراسیون مشر د خپلو سیالانو په استازۍ، میسېلیا او زهیر ته د واده په سوغات کې داسې یوه قالینه وروبخښله چې هر چېرته به دې چې غوښتل، په ډېر لږ وخت کې به یې هلته رسولې. علي چې وېرېده چې زهیر به بیا لکه د دلفین له اس سره یې چې کړي وو، د دې قالینې جادو ته هم زیان ورسوي، مخکې له دې چې د چا ورته پام شي، د زهیر پر سر د کوتک داسې ګوزار وکړ چې ځای پر ځای یې بې هوښه کړ.

د سترګو په رپ کې قالینه له شنېلېستان څخه ښکلېخوا ته ورسېده. له رسېدو سره سم زهیر او ملګرو د چوپتیا خوروونکی دېو په یوه کوزه کې بندي کړ او هېواد خپل اصلی حالت ته راستون شو. د ښکلېخوا پاچا سمدلاسه د خپل هېواد د مشرانو جرګه راوبلله او دغه اعلامیه یې ورته ولوسته:

« د لوی خدای په سپېځلي نامه،

زموږ ګران هېواد ښکلېخوا د خپل تاریخ یو تور پړاو تر شا پرېښود. زموږ پاکې خاورې ته د خوشالیو بیا راتګ زموږ د ګران ولیعهد د ژمنتیا، درایت او هوښیارۍ نتیجه ده. د ښکلېخوا پاچا د خپل زوی، والاحضرت زهیر د هڅو ستاینه کوي او هغه د دې وړ بولي چې د هېواد د مشرتابه چارې په غاړه واخلي. له همدې امله اعلیحضرت همدا نن د پاچاهۍ تاج د خپل ولیعهد شاهزاده زهیر پر سر ږدي او په خپله هم ورسره بیعت کوي. د ښکلېخوا د مشرانو جرګه هم د اعلیضرت دغه پرېکړه په خورا خوښۍ تصویبوي او اعلیحضرت دویم زهیر د پاچا په توګه او علیاحضرته میسېلیا د ملکې په توګه پېژني.

ژوندی دې وي د ښکلېخوا ځوان او زړه ور پاچا، دویم زهیر!»

اوه ورځې د ښکلېخوا د چوپتیا د ختمېدو او د نوي پاچا د ټاکل کېدو په مناسبت په ټول هېواد کې مېلې وې. د زهیر په امر چونګښه، سلایي، کونګ او ښاپېرک د هېواد سپېڅلي ژوي وبلل شول او د هېواد په بیرغ کې ځای شول. مار هم، د نیمه سپېڅلي ژوي په توګه د ملي بیرغ پر لاستي رسم شو.

د دې له پاره چې بل ځل بیا د هېواد وګړي په ورته مصیبت کې ښکېل نه شي، چای او لاچي د ښکلېخوا او شنېلستان د دوستۍ د سمبول په توګه د ښکلېخوا ولسي څښاک وبلل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب