د پسرلي به لومړۍ ورځې شپې وې. مامې ملګرى راسره كړ، سيخ مې د حشمت خان د ډنډ له غاړو سره ښكته كړ. شين توپيو او زيړنكو چې د شلګر په علاقوکې په تريخ څړمني د ولاړو شوتلو په پولو الوزي راالوزي په اوبوكې يې مښوكې غوپه كولې. لرې يوې هيلۍ سينه په اوبو ايښي وه، څپو به ټيټه او هسکه کړه ته وا د اوښ په شا کډه بارده.
زيړنكه تكه زيړه ده. د شين توپۍ بيا وزرونه تور سينه سپينه يو، يو غږ كوي. د ملګري په ككرۍ مې باران نه تم كيده له رڼې ككرۍ به يې رارغښت، لكه مرغلرې به يې ږيرې ته ورګډېدې. ږيره يې سره تللي وه. په اوبوكې پوکڼۍ جوړيدې، ورانيدې له پورته يو د وه درې باران طلب اوبوته راټيټ شول. دا مرغه له پښو لنډ، له رنګه سپين چك، خو وزرونه يې بيا اوږده دي، په لمده بل كې پيدا كيږي، غوښه به پاو نلري. له لوخو سره نږدې چونګښو سرونه راهسك كړل، جوجري به يې وپړسول وبه چرېدې. له ملګري مې نه وم خبرخو پرما يې كورړى ښه لګيده. دوى له موږسره دا ليبې رااخيستې وې.
دواړه ترولاړې ونې لاندې ودريدو. تورو توتكيو ته خداى وركړې وه، له پاسه به يې پيكه راوكړه، سينه به يې د ډنډ له اوبو سره وجنګوله، د سترګو په رپ كې به په هواشوې، ما ته يې يوه لنډۍ را په زړه سوه وايي:
د ليلا خوله شنكى كاريزدى
شنكي كاريزته هرمرغه غاړه وهينه
د اوبو له بلې ژۍ سره يو په ونه لڼډ سړى ټوغ ټوغ روان و، پسي كتل مې لږ نورهم پسي كوپ شو. د ټوپك له ډز سره مرغا ن والوتل، چونګښې غلې شوې .له پاسه شپانه رمه را رهي کړې وه، ميږو به اوربوزنه لا اوبوته نه وو وړي، وريي يې غولانځوته په ګونډو شول، اوس نو بارا ن پښه نيولې وه. ټكى، ټكى ورېده، باد په يوه چيغه و، دغره له څنډويې وريځې پسې واخيستې، د لمر د وړانګو دريڅه راخلاصه شوه، د نمجنې خاورې بوى مې تر سپږمو شو. د غره له غاښې سره بوډۍ ټال ودراو. موږ په هماغه ورځ لږپورته وخاتو .
له هسکې اوبه تکې شنې ښكاريدې.ته وا آسمان رانسکور شوی دى، لمرغوټه و راښكته شوو، د ماښام اذانونه مو كورته راورسول. دوه د رې كاله وروسته مې بيا په همدې ځاى پيښه وشوه، د نږدې كورونو د مردارو اوبو نرۍ شيلې قول ته ورماتې وې، د مچانو غومبر جوړ وو.
له اوريدو په نوره نړۍ كې د داسې ځايونو ښه ساتنه كيږي، د تفريح، منظرې او د موسمي مرغانو لپاره د تم ځاى او دمې مناسب ځاى وي .خو په دې دومره وخت كې د هیچا هم دې ټکي ته پام نه شو، له دې معلوميږي. سپاره خو پريږده، پلي مو هم قيضه نشواى كړاى.
د ظاهربابا په زمانه كې به بابا په خپله په همدې قول کې ښكارکاوه، يو وخت به د کابل ښار مشهورو ګودي پران بازانو دلته باديوې په هوا کولې بل دا چې دا سيمه د هغه بالاحصار ډډ ته پرته چې ډېرو غازيانو او مېړنو په تورو ساتلي.