جمعه, مې 3, 2024
Home+زما ګاونډی، لوی لیکوال نصیر احمد احمدي / سلما بدري

زما ګاونډی، لوی لیکوال نصیر احمد احمدي / سلما بدري

خاطرات(۱)

د واورې سپین بڅرکي د ځمکې خواته ورو ورو کوزېدل. د ماښام تیارو هم د واورې سپین والی نشوای پټولای. زه په پخلي لګیا وم، سابه مې پخول. مور مې د ماښام لمونځ کاوه. ما یو قاب له سابو ډک کړ، وچه ډوډۍ او لږ څه نور خوراکي توکي مې هم ورسره کېښودل. په منډه له پخلنځي ووتم. مور ته مې غږ وکړ:

مورې! زه ژر بېرته راځم.

غږ مې وانه ورېد. د حویلۍ دروازه مې خلاصه کړه. مخامخ د ګاونډي دروازې ته مې وکتل. په واوره کې د قدمونو کرښې ښکارېدې. ورغلم، دروازه مې ټک ټک کړه. څو شېبې وروسته احمدي صاحب راووت په خوښۍ یې وویل:

ـ ورېرې ستړې مسې!

له مننې وروسته مې د خواړو پتنوس ورته ونیو، په خندا یې وویل:

ـ  دا لږ مخکې کور ته راورسېدم. د ماشومانو مور مې د پروېز( د احمدي صاحب زوی) دوی سره غزني ته لېږلي دي اوس حیران وم چې ځان ته څه تیار کړم. ډېره ډېره مننه.

ـ وړ یې نه ده کاکا جانه. لومړی پخلی مې دی خدای د وکړي چې خوښ دې شي.

ـ څنګه به مې نه خوښیږي، ستا د لاس به وي او خوندور به نه وي!؟

ګوره! که ماسره ډوډۍ خورې خو راځه کنه نو ځه چې مریضه به شې.

له دې پېښې ډېر کلونه تېر دي خو زه لا تر اوسه هم چې سابه پخوم راته یادیږي.

روح دې یې ښاد وي.

۲۰۱۷م کال

خاطرات (۲)

د حویلۍ دروازه یې خلاصه وه، ورننوتم. حویلۍ کې څوک نه ښکارېدل. غږ مې وکړ:

ـ مدینې!!

د کړکۍ له هاخوا یې ولیدم موسکی شو، ویې ویل:

ـ ورېرې! راځه د ننه.

کوټې ته د ننه شوم. بالښت ته یې ډډه وهلې وه. لورانې یې زما هرکلي ته ودرېدې، مېرمنې یې غېږ کې ونیولم. له روغبړ وروسته یې راته وویل:

ـ ښه نو ادبیاتو ته کامیابه شوې؟

د هو په دود مې سر وخوځاوه. مېرمنې یې په خندا وویل:

ـ داده بله لیکواله هم پیدا شوه.

ما احمدي صاحب ته وکتل، ومې ویل:

ـ ادبیات به څنګه وایم؟ سخت راته ښکاري.

په پوښتونکي نظر یې راته وکتل. زیاته مې کړه:

ـ باید لیکل وکړم، خو؛ نه یې شم لیکلی. غواړم لکه تاسو کیسه لیکونکې شم، خو؛ هېڅ مې ذهن ته نه راځي. الهام مې تښتېدلی.

په خندا یې وویل:

ـ الهام څوک دی؟

ځواب مې نه درلود. بیا یې وخندل زیاته یې کړه:

ـ ګوره بچۍ! لیکل کوه، هر څه لیکه، د ورځې د څه وکړل، چېرته لاړې، څه د وخوړل، کوم څه د خوښ شول، ولې؟ کوم دې خوښ نه شول، ولې؟ دا هر څه ولیکه. پیل یې همدا دی. یوه ورځ به له ما مخکې وې. زه باور درباندې لرم.

بیا یې لور ته مخ کړ ویې ویل:

ـ لورې! ورشه له لمارۍ زما کتابونه راوړه.

څو شېبې وروسته یې زما مخې ته لس کتابونه کېښودل، ویې ویل:

دا ووایه، زما لخوا درته ډالۍ.

په کتابونو مې ګوتې تېرې کړې. مننه مې ترې وکړه. ویې ویل:

ـ وروسته له دې مې چې نوی کتاب چاپېده، لومړی یې تاته دروړم. وعده ده.

هر نوی کتاب به یې په خپله زموږ تر کوره راوړه او په خپلو لاسونو به یې راکاوه بیا به یې ویل:

ـ غلطۍ یې نیسه ادیبې!

ډېر وخت وشو چې زموږ دروازې ته چا نوی کتاب رانه وړ. ډېر وخت شو چې لا مې هم سترګې د یوه نوي کتاب په تمه دي.

له مرګ وروسته یې د غڼې ځاله کتاب چاپ شو. دا ځل یې لور راغله په ډکو سترګو یې نوی کتاب راته ونیو.

۲۰۱۹م کال

خاطرات (۳)

کور ته یې وروغوښتم. ورغلم. راته یې وویل:

ـ ښه نو چې زه دې ونه غواړم ته خو نه راځې. دا څنګه ورېره یې چې د کاکا پوښتنه دې نه کوې؟

ـ کوم یې کاکا جانه.

ـ کله یې کوې.

څنګ ته ناستو ورېرو ته یې وکتل ویې ویل:

ـ دغه نجونو ته دې کم راوستم. هر وخت ورته وایم چې له سلما یې زده کړئ او ته مې یو ځل احوال هم نه اخلې.

مملې( د احمدي صاحب ورېره) ماته وکتل ویې ویل:

 ـ هو! کاکا مې رښتیا وایي.

راته ویې کتل، خندا کې یې وویل:

ـ ټوکې کوم چې خپه نه شې.

ـ نه ولې به خپه شم.

خپلې لور ته یې وکتل، ویې ویل:

ـ دغه وینې، ښوونځي ته یې لېږم چې درس زده کړي خو؛هلته خوراک کوي.

ټولو وخندل لور یې( للمه) سره واوښته ویې ویل:

ـ یه! داسې نه ده.

ما وویل:

ـ په ژوند کې به یوه زه، یوه للمه ډنګرې نه شو.

مشرې لور( مدینه) یې پسې زیاته کړه:

ـ او موږ به چاغې نه شو.

ویې خندل د کوچنۍ لور په سر یې لاس تېر کړ، ماته یې وکتل، ویې ویل:

ـ دغه للمه تاته سپارم. د ځان په څېر دې یې تکړه کړه. زه بوخت یم کنه نه مې په عذابولې.

ـ نه څه عذاب. په دواړو سترګو.

للمې ته یې مخ کړ ویې ویل:

 دا دې استاده ده، احترام یې کوه.

بیا یې ماته وکتل ویې ویل:

ـ ګوره! که یې درس نه و زده، وهل هم روا دي.

ما ورغبرګه کړه:

ـ بېلکل روا دي.

کله کله به یې د لور په کتابچه کې ځینې یادښتونه راته پرېښودل. خو له مرګ وروسته مې یې لور ونه لیده او نه مې هم هغه یادښتونه ولوستل.

۲۰۱۸م کال

خاطرات (۴)

څو کاله مخکې یې یو سور رنګ موټر اخیستی و. حویلۍ ته په ننباسلو او راویستلو کې ورسره پتنګ و. تر ډېره به یې زما ورور ته ویل چې موټر را ننباسه یا یې وباسه.

هره د جمعې ورځ به له کورنۍ سره چکر ته تله. موټر به یې داسې ډک کړی و چې که دروازه دې خلاصه کړې وای، یو دوه تنه به ترې راغورځېدل. ډېری وخت به ماته راغی ویل به یې چې راځه که چکر ته ځې.

ما به چې د موټر وضعیت ولید، نه به مې ورته وویل. ده به ټینګار وکړ؛ راځه کنه، تا او للمه به د موټر په سر کېنوم، په سیټ کې خو د دوو تنو ځای نیسئ. بیا به مو وخندل. ده به په خوښۍ د موټر له ښیښې راته لاس وښوراوه او بیا به موټر په چټکۍ له کوڅې ووت.

خاطرات (۵)

د اسد میاشت وه. هوا ګرمه وه. د شنبه مازدیګر څلور بجې شاوخوا به وې. زه له پوهنتون نه راغلم. د حویلۍ دروازه بنده وه. ټک ټک مې کړه. تلیفون مې راوویست. واتسپ مې کاته. دروازه لا هم خلاصه نه شوه. دا ځل مې په لغته ووهله. له شا یې راباندې غږ وکړ:

ـ داسې نه کیږي، سمه یې ماته کړه.

جټکه مې وخوړه شاته مې وکتل. موسکی و. ومې ویل:

ـ نه یې خلاصوي کاکا. په دې ګرمۍ کې ورته منتظره یم.

ـ دا لا د اونۍ پیل دی ته دومره بې حوصلې یې. چې د اوونۍ اخر کې به دې څه حال وي.

کوچني ورور مې دروازه پرانیسته. کور ته د ننوتلو په حال کې مې ورته وویل:

ـ کاکا ماسره نه ځې؟ چای به درته تیار کړم.

ـ ستا په لاس د دروازې ټکوهلو ته له وسې نه کیږي، بیا به ماته چای ښه تیار کړې! ځه ورځه بچۍ. که دې له دوکانه څه پکار وي چې درته رایې وړم؟

ـ نه مننه کاکاجانه پخیر لاړ شې.

۲۰۱۹م کال

خاطرات (۶)

د پسرلي موسم وروستۍ میاشت وه. د سهار او مازدیګر لخوا نرم شمال په انسان ښه لګېد. زه د حویلۍ په انګړ کې له خپلې کورنۍ سره په شنه چمن کې ناسته وم. شمال د زردالیو پاڼې ورو ورو خوځولې. د حویلۍ دروازه وټکېده. پلار ته مې وویل چې زه به ورشم.

د حویلۍ دروازه مې پرانیسته. مخامخ راته له خندا ډکه خوله ولاړ و. له روغبړ وروسته یې وویل:

ـ برق مو شته؟

ـ هو شته دی.

ـ زموږ خو نشته، باید زموږ هم وای ځکه یو فاز کې یو.

ـ ستاسو لین به غلو وړی وي.

سمدستي یې د اسمان خواته وکتل بیا یې ماته وکتل ویې ویل:

ـ نه نو، په رڼا ورځ غله څه کوي.

ـ هسې ټوکه مې وکړه کاکا، زموږ هم برق نشته.

په خندا یې وویل:

ـ مضرې.

ـ خیر کاکا برق به راشي تشویش مه ورته کوه.

د هو په دود یې سر وخوځاوه بیا یې وویل:

ـ تر ماښامه به په تمه شو که رانغی بیا دې پلار ته ووایه چې یوه چاره یې وکړو.

ـ سمه ده کاکاجانه. خو راځه کور ته چای به هم وڅښې او خپله به خبرې هم ورسره وکړې.

ـ سلامته دې وې. ځم چې کمپیوټر مې خلاص پرې ایښی، ارزو( د احمدي صاحب کوچنۍ لور) به اوس ښه څه پکې کړي وي.

پینځه شپږ قدمه یې واخیستل. زه تر هغه ولاړه وم چې کور ته د ننه شو.

۲۰۱۹م کال

د برق د نشتون سره یې نه لګېده. هر کله به چې برق لاړ یا به کور ته راغی یا به مې یې پلار ته زنګ کړ چې دا ولې لاړ. څه وکړو، کنه وي برقي راولو او دې ته ورته نورې پوښتنې به یې کولې.

خاطرات (۷)

د کور په انګړ کې په کتاب ویلو لګیا وم. کوچنی ورور مې په منډه راغی په لنډه ساه یې وویل چې احمدي صاحب د غواړي. په بېړه ورغلم. له روغبړ وروسته یې وویل:

ـ ورېرې ځمه کلي( قره باغ) ته، که کوم څه دې پکار وي غږ وکه.

ـ ډېره مننه کاکاجانه پخیر لاړ شئ او پخیر راشئ.

ـ ډېر تشکر. یعنې چې څه دې نه دي پکار!

سترګې مې د فکر کولو په دود وغړولې بیا مې وویل:

ـ کاکا که زحمت نه درته کیږي لږ تار درسره راوړه.

ـ د څه شي تار؟

ـ هغه د قره باغیانو تار چې چکن ټکري پرې ګنډي.

ـ شه شه. سمه ده خو کوم رنګ؟

ـ صبر زه به یې یوه نښه درکړم.

په منډه کوټې ته د ننه شوم د ګوتې د بند په اندازه مې د  تار نښه ورته راوړه. تار ته یې وکتل ویې خندل بیا یې وویل:

ـ لږ ډېر به دې راوړی و دومره هم سختي مه کوه.

ـ کاکا دا تار باید ضایع نه شي ځکه چې ماته مدینې( د احمدي صاحب لور) راوړی.

ویې خندل بیا یې وویل:

ـ ښه نو که ورک شو بیا؟

ـ خو رنګ خو دې یې په یاد دی، جیګري رنګ تار دی کنه.

ـ سمه ده پخیر.

خدای پاماني یې وکړه.

یوه اوونی وروسته بیا راغی، په دروازه کې ولاړ و. ورغلم. لاس کې یې دوه رنګه تارونه و؛ ژېړ، ګلابي.

ویې ویل:

ـ هغه د تار نښه رانه ورکه شوه، بازار کې مې همدا خوښ شول. خدای د وکړي چې ستا هم خوښ شي.

تار مې ترې واخیستل ډېره مننه مې ترې وکړه.

لاتر اوسه هم هغه تارونه شته راسره. ګنډل نشم پرې کوی، وایم هسې نه چې خلاص شي.

۲۰۱۹م کال

خاطرات (۸)

د جوزا میاشت وه. مازدیګر و خو لا هم هوا ګرمه وه. راتلونکې میاشت روژه وه. موږ د کوټو قالینې مینځلې. یو برس کم و. مور مې راته وویل چې د مدینې له کوره برس راوړم. زه هم ورغلم. پرته له دې چې دروازه ټک ټک کړم کور ته ورننوتم. دوی هم د حویلۍ پر مخ قالینې مینځلو ته غوړولې وې. د احمدي صاحب دری لورانې او دری ورېرې یې پر مینځلو لګیا وې. احمدي صاحب او مېرمن یې پاس ناست و. د شین چای پیالې ورته ایښې وې. د مینځلو تماشه یې کوله. زما په لیدلو په خندا شو ویې ویل:

ـ پخیر راغلې. عجب وخت کې راغلې. لورې یو برس ورکړه.

ما وخندل ومې ویل:

ـ هو، برس راکړه چې کور ته یې وړم. زموږ همدا حال دی.

ـ نه نو اوس راغلې یې خپله برخه کار به دې کوې.

ما وخندل ومې ویل:

ـ زه له کاره دلته راوتښوم او ته مې دلته هم نه پرېږدې.

په کړس یې وخندل بیا یې وویل:

ـ اې ټمبلې! دا چاغ خلک ټول ټمبل وي.

ـ نه زه نه یم ټمبله. راکړه برس چې اوس یوه دقیقه کې قالینه درته پریمینځم.

ـ مدینې! برس ورکړه.

مدینې برس تر شا نیولې و نه یې راکاوه. ویل یې که یې کور ته وړې درکوم یې کنه دلته دې نه پرېږدم چې څه ته لاس وروړې.

ومې منله. برس مې ترې واخیست. کېناستم چې قالینه پریمینځم. احمدي صاحب په منډه راغی ویې ویل:

ـ هله بچۍ جګه شه زه خو ټوکې کوم.

ـ پوهېږم کاکا. خو ما ویل چې درته ثابته یې کړم چې ټمبله نه یم.

خندا کې یې وویل:

ـ هسې خو راته معلومه یې.

له خدای پامانۍ وروسته یې له کوره ووتم.

۲۰۲۰م کال

خاطرات (۹)

د قرنطین ورځې وې. شپه ورځ به ویده وم. فکر مې کړ دا به د ژوند پای وي. لوستل، لیکل هر څه مې پرېښودل. د شنبې په یوه مازدیګر چې کله له خوبه پاڅېدم، ذهن کې څه راتېر شول. مور ته مې وویل چې ځم د مدینې دوی کره ویې منله. د احمدي صاحب کور ته ورغلم. پوشتۍ ته یې ډډه وهلې وه. شاوخوا یې لورانې او ورېرې ناستې وې زه هم کېناستم. له روغبړ وروسته مې وویل:

ـ کاکا! غواړم دنده ولرم. یو څه وکړم. کور کې مې بیخي حالت خراب دی او ورځ په ورځ خرابیږي.

ـ د پوهنتون څووم کال دې دی؟

ـ دویم کال. څلورم سمستر.

ـ ګوره بچۍ! دا حالت تل داسې نه پاتې کیږي. یوه ورځ به راشي هر څه به بېرته سم شي. ته زحمت وباسه. دا ډېر ښه چانس دی. مطالعه وکړه او پاتې شوه د دندې خبره؛ زه چې چېرته دنده کوم هغه فول ټایم دی یعنې ټوله ورځ به کار کوې، نو که ستا پوهنتون شروع شي بیا مجبوره یې چې دنده پرېږدې. داسې نیم نیم کارونه په درد نه خوري. ته کولی شې په خپل مټ ډېره ښه دنده واخلې خو په دې شرط چې حوصله به کوې.

ما هم ورسره ومنله او د کتابونو لوستلو ته مې شروع وکړه.

۲۰۲۰م کال

خاطرات (۱۰)

د پوهنتون نه راغلم. کوڅه کې مې له لرې وپېژاند. له بل سړي سره په خبرو لګیا و. کله کله به یې وخندل. مخکې له دې چې دروازې ته ورسېږم، ده هم له سړي نه خدای پاماني واخیسته. سلام مې ورکړ. له روغبړ وروسته یې وویل:

ـ زموږ د حوېلۍ مرچ دې خوړلې؟

 د سر په خوځولو مې د نه ځواب ورکړ.

بیا یې وویل:

ـ راځه لږ به درته وشکوم. حاجي صاحب ته یې ورکړه. زړه ته یې ګټور دي.

ومنې منله ورپسې شوم. دروازه کې ورته ودرېدم. څو دانې شنه مرچک یې راکړل بیا یې وویل:

ـ ترخه دي ته یې نه شې خوړلی پلار ته دې یې ورکړه.

موسکۍ شوم خدای پامانې مې ترې وکړه.

۲۰۱۹م کال

خاطرات (۱۱)

د سنبلې میاشت وه. هوا ډېره ګرمه وه. لمر د لوړو بلډنګونو په سر ښکارېد. زه په کوڅه کې روانه وم چې له شا راباندې غږ وشو:

ـ ورېرې!

 جټکه مې وخوړه په بېړه مې شاته وکتل. لاس کې یې د ژېړو مڼو ډکه کڅوړه وه. خندل یې. له روغبړ ورسته یې رانه پوښتنه وکړه:

ـ درسونه دې څنګه دي؟

ـ بیخي ښه دي شکر دی.

ـ ګوره که کومه ستونزه و ماته وایه. زه هلته ډېر شناخت لرم.

ـ که ستونزه وه، ولې نه حتما درته وایم.

زما د خبرو پر مهال مې له څنګه ورک شو. شاته مې پسې وکتل. ولاړ و د کڅوړې له منځ نه یې مڼه راایستله. ویې ویل:

ـ صبر چې نه راوځي.

ـ راځه کاکا څه یې کوې.

 راغی لاس کې یې څو مڼې نیولې وې. ومې ویل:

ـ یوازې یوه اخلم بس.

ـ دا بله هم واخله. حاجي صاحب ته یې ورکړه. ګټه لري.

مڼه مې ترې واخیسته. زه د خپل کور دروازې ته ودرېدم او هغه خپل کور ته ننوت.

 پلار مې ډېر پرې ګران و. د خپل ورور نه یې کم نه ګاڼه. او په پلار مې هم بېحده ګران و.

۲۰۲۰م کال

خاطرات (۱۲)

د سرطان میاشت وه. زموږ د حوېلۍ زردالو پاخه شوي و. پلار مې څو سره سره زردالو راوشکول او ماته یې راکړل چې احمدي صاحب ته یې یوسم. ما هم ومنله. د زردالو جالۍ مې راواخیسته او کور ته یې ورغلم. احمدي صاحب په حوېلۍ کې ناست و. وروسته له روغبړ څخه مې د زردالیو جالۍ مخته ورته کېښوده. په خندا یې وویل:

ـ اوس دا زردالو دي که مڼې؟

ـ زردالو دي کاکا.

ـ دومره غټ، غټ!؟

ـ هو، زموږ د حوېلۍ دي کنه.

ویې خندل بیا یې وویل:

ـ زموږ د حوېلۍ هم بې جوړې دي. بیا یې غږ وکړ:

ـ لورې! ورشه یو څو زردالو راوشکوه.

څو شېبې وروسته یې د چهارمغز په اندازه زردالو زما مخې ته کېښودل. احمدي صاحب وویل:

ـ قوارې ته یې مه ګوره خوند ته یې ګوره.

ما هم وخندل او له کوره یې راووتم.

۲۰۱۹م کال

خاطرات (۱۳)

د ۲۰۲۱ کال د دلوې میاشت وه. د دې کال لومړنۍ واوره ورېدلې وه. په ژمي کې به معمولا احمدي صاحب خپله کورنۍ غزني ته لېږله او دی به کور کې یوازې و. تل به یې زما پلار ته ویل چې, ماشومان مې نه وي ډېر ښه لیکل کولی شم. دا ژمی یې هم ماشومان کور نه وو. ساړه ډېر و خو واوره ډېره نه وه شوې. زه مې له ورور سره په واورو کې په مستۍ لګیا وم. یو بل مو په توپونو ویشتل چې دروازه وټکېده. ورور مې د دروازې خلاصولو ته ولاړ ما هم زر د واورې توپ جوړ کړ او ورپسې وار مې کړ. دروازه خلاصه وه توپ د احمدي صاحب د پښو سره ولګېد. مخامخ یې راته وکتل. ما مې دواړه لاسونه سر ته وړي وو او د پښېمانۍ احساس مې کړ. راته ویې خندل نور یې هېڅ هم ونه ویل او ولاړ.

خاطرات (۱۴)

هر کله به یې چې لیدم، درس ته به یې هڅولم. یوازې زه نه، د ټولو نجونو د زدکړې طرفدار و. د احمدي صاحب د کور دروازه ټولو زدکړیالو نجونو ته بې پوښتنې پرانیستې وه. د ده کره به یې لرې لرې خپلوانې راتلې زده کړې به یې وکړې او بېرته به کلي ته ستنې شوې. د مرګ تر وخته یې هم ورېرې ده کره اوسېدې او ده هم لکه د خپلو لورانو داسې زیار پرې ایست او هڅولې یې. زما هېڅکله نه هیریږي چې؛ خپلو لورانو او ورېرو ته به یې وکتل بیا به یې وویل:

 خدای مې دې تر هغه وخته نه وژني چې زده کړه پرې وکړم او یوځای ته یې ورسوم. بیا که مړ هم شم فرق نه کوي.

په دې نیمګړې دنیا د هېچا ارمان پوره نشو.

خاطرات (۱۵)

احمدي صاحب به چې تل غزني ته تلو، د کور کلۍ به یې موږ ته راکوله او ویل یې چې په کور مو پام وي. احمدي صاحب لکه زموږ د کورنۍ غړی داسې و. په کور به مو تل پام کړ. دا وروستی ځل چې راغی د کرونا اوج و. ماشومان یې ټول غزني ته لېږلي و. ده هم غوښتل ورپسې ورشي.

دروازه وټکېده. مشر ورور مې ورغی. روغبړ یې ورسره وکړل.  په شین ماسک یې مخ پوښلی و. ما یې غږ وپېژاند. زه په دویم پوړ کې وم. له کړکۍ مې ورکتل. ورور مې غوښتل غېږ کې یې ونیسي خو احمدي صاحب ونه منله ویل یې، زړګیه! مریض یم چې رانه ودې نه نیسي. ورور مې خندل ویل یې، احمدي صاحب هېڅ خبره نه ده ډېر ژر به جوړ شې چې تشویش ورته ونه کې. له څو نورو خبرو وروسته یې کلۍ زما ورور ته ورکړه او لاړ. دا تګ یې له کوره وروستی تګ شو بیا په خپلو پښو رانغی..

۲۰۲۱م کال

خاطرات (۱۶)

وروسته له هغه چې غزني ته لاړ، تلیفون یې بند و. څو ورځې وروسته مې پلار ورسره وغږېد، ویل یې کوما کې وم خو اوس ښه یم. خو غږ یې ښه نه و. څو ورځې یې بیا تلیفون بند و. کله مې چې پلار بیا زنګ ورته وکړ ورور یې و. ویل یې کابل ته مو راوستلی. امیري شفاخانه کې دی خو څوک نه ورپرېږدي. وروسته له هغه به مو هره ورځ زنګ ورته کړ. ورور به یې کله کله کور ته راغی ځینې مهم توکي به یې له کوره وړل. د شنبه ورځ ماښام قضا و. زه مې خپله کوټه کې وم کورنۍ مې حوېلۍ کې ډوډۍ خوړله. تلیفون مې وشرنګېد. ټولګیوال مې و. اوکې مې کړ. وروسته له سلام نه یې سمدستي وویل چې، په فیسبوک کې یې لیکلي و چې احمدي صاحب وفات شوی، رښتیا ده؟؟

په وجود مې یخه تبه شوه ما ویل نه. شکر ژوندی دی. جوړ دی. دروغ یې ویلي.

تلیفون مې بند کړ په منډه مې پلار ته ورغلم ومې ویل:

ـ پلارکه! ټولګیوال مې ویل چې احمدي صاحب وفات شوی زه یې نه منم ته خو یو زنګ ورته وکړه.

پلار مې جوړه کړې مړۍ بېرته په کاسه کې کېښوده. جګ شو. سر یې وګرځېد. تر لاس مې ونیو ویل یې ښه یم. مور مې په زړه لاس ایښی و له پرېشانۍ سره یې غوسه ګډه وه ویل یې داسې غږ څوک نه کوي. پلار دې د زړه تکلیف لري او احمدي صاحب ژوندی دی هر چا چې ویلي دروغ دي.

زه په منډه پلار پسې ورغلم. د احمدي صاحب دروازه یې ټکلوله. کوم زنانه ورته ویلي و چې د احمدي صاحب وینې ته اړتیا ده ورور یې همدا اوس ورغی چې وینه ورکړي.

خو دا تسلي د دروغو ښکارېده. پلار مې د څو نورو ګاونډیو دروازې هم وټکولې، ټولو پر فیسبوک علان لیدلی و. خو هېڅوک له رښتیا نه و خبر.

څو ساعته تېر شول. پلار مې دا څو ساعته په کوڅه کې ګرځېد، کله به کور ته راغی. زه په کړکۍ کې ناسته وم. یوازې دعاوې مې کولې. د شپې شاوخوا دولس بجې وې چې امبولانس مو کوڅه کې ودرېد. پلار مې په مړاوو قدمونو کور ته راغی هېڅ یې هم نه ویل. مور مې تر لاس ونیو ویې ویل صبر ولره. ما منډه کړه لوڅې پښې ووتم. له کوره یې د چغو او ژړا غږونه اوچت شول. امبولانس دوه دری قدمه زموږ له کوره لرې ولاړ و. غوښتل مې ورشم ویې وینم، مور مې تر لاس نیولې وم نه یې پرېښودم ویل یې نارینه ډېر دي. دواړه د دروازې په خوله کې کېناستو. خولې مو په څادر کلکې نیولې وې چې د ژړا غږ مو څوک وانه وري. تر هغه وخته ناست و چې امبولانس له کوڅې ووت او دی یې هم راڅخه یووړ.۲۰۲۱م کال

– – – –

د احمدي صاحب مرګ دومره سخت و چې لا تر اوسه مې هم ژړوي. هغه یوازې زما ګاونډی نه و، زما ملګری، کاکا، استاد، رهنما و. هغه زما د لارې څراغ و. د ده یادونه او خاطرې ډېرې خوږې دي. خندانه څهره مې یې ذهن کې ده. خوږې خبرې یې لکه اوس هم چې اورم خو نشتون یې ډېر سخت دی. ما یې هره خاطره د اوښکو په ملتیا لیکلې. زر ځلې مې ویلي چې، ای کاش ژوندی وی. اوس بیا هم وایم: ای کاش چې ژوندی وای.

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده. 



1 COMMENT

  1. بدرۍ خوره مننه جې زیار مو ویستي او خاطرې مو لیکلي دومره په خونده مو لیکلي چې د هرې خاطرې وروسته دا ویره راسره وه چې دا خاطره مو وروستی نه وي او ژر یې ختمې نه کړم بل وروستی خاطر چې د احمدي صاحب د مرګ و هغې مي یو ځل بیا غونې زیږه کړل هغه ماښام یې راپه یاد کړ چې ما یې هم د مرګ خبر په فیسبوک ولوسته ساه مې نیولي شوه او وجود می بې حرکته شوه نور مي دمه نه وه دوه رکعاته نفل لمونځ مې پسې وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب