جمعه, مې 17, 2024
Home+د طبیعت ننداره | انعام الله قاضي خیل

د طبیعت ننداره | انعام الله قاضي خیل

د اوبو د غاړې په یوه ستره تیږه ودرید، په مځکه یې د غره ختلو بیګ کیښود…
دواړه خواوو ته یې لاسونه وغځول، مخ یې اسمان ته پورته ونیو، سترګې یې بندې کړې،
په پزه یې اوږده ساه واخیسته، ویې ویل:
-شُکر خدایه!
د سترګو په پرانیستو څو ګامه مخته راغی، غږ یې وکړ:
-را پنجه که یاره، اخر هم ددې ښکلا (طبیعت) لیدو ته پروردګاره راوستو….
شُعیب په ونه دنګ، تسمه وجود او په ژبه نرم، شپږ مایله پیاده په غره د خپل ملګرې سره د یوه جهیل لیدو ته راغلی….
-د اوبو له بوتله یې غومبري ډک کړل، الحمدالله یې وکړه، وې ویل:
-بیشکه په غره ختل سخت وي، خو په دې زړه راښکوونکې طبيعت کې لږه شیبه پاتې کیدل له وجود او روحه ستړیا وباسي، که څنګه یاره؟
د شُعیب ملګری (صمد) ډیر ټوقي، په رنګ سور سپین، لنډ قد، په وجود دروند، د لوند بنین نه یې مالومیده چې پیاده مزل یې له بدنه ښه ښوله ایستې، ځواب یې ورکړ:
-خبره دې صحې ده انډیواله، خو زما پښې به درته ډیرې ښیراوې کوي هههه.
شُعیب، د ډبرې کوز سر ته ګامونه واخیستل، د رڼو اوبو مخ ته کیناست، په خندا یې وویل:
-هههه د پښو ښیرا دې خیر دې، خو چې روح دې دعا وکړې…
د خبرې په ختمیدو شُعیب په اوبو کې دواړه لاسونه ښکته کړل، ډکه لپه یې مخ ته وشینده….
صمد غږ وکړ:
-انډیواله دا ځای ریښتیا هم ډیر ښایسته او ارامه دی.
-خو دا بیا په عکس کې دسې نه معلومیږې لکه دا اوس چې ښکارې!!!
شُعیب په پټه خوله نرۍ مُسکا وکړه، ویې ویل:
-صمده دلته راشه دا ووینه!!!
-ددې رڼو اوبو مخ د زړه په سترګو را زووم (نیږدی) کړه!
-د نرمې هوا په ځواک جوړ شوي دې وړو موجونو خاموشه نڅا ته لږ ځیر شه….
– پوهیږې؟
-دا چاپیره غرونه له ورایه ددې اوبو د ښایست ننداره کوي…
-پورته دا د اوبو د برخې اسمان په مُسکُو سترګو کلک ولاړ دی…
-دا شین اسمان له خپله وجوده کله رڼا او کله د ستورو ډک لښکر دې اوبو ته ډالۍ کوي..
-ددې طبیعت دا نازولې اوبه په دُرست ځنګله ګرانې دي..
-هاغه خواوشا ټولې وني دې اوبو ته مور وایې، ددې ونو پاڼې د هوا په تال دسکون ټالونه وهې…
-دلته ددې اوبو په ګیډه کې دا لویې، واړه ټول کبان په ډیرې خوښخۍ یوې خوا بلې خوا سیلونه کوي…
-پوهیږې؟
-دا طبیعت د رب رسامي ده، دا هر څه دلته په یوه او بل میئن دي……
صمد خپله خاموشې پرې کړه، وې ویل:
-دا ته له کومې نړۍ غږیږې؟
-زمونږ خو دا شته سترګې له ډیرې ستړیا سم دید نه کوي ههههه
صمد خپلې خبرې وغزولې:
-ځه چې ځو انډیواله ناوخته کیږې، سبا زه کار ته ځم، باید په وخت بیده شم….
شُعیب د رب جوړ کړې طبیعته خپل خیال راستون کړ، په بنده خوله یې خاموشه مُسکا خوره شوه، له خپله ځایه هسک شو……

2 COMMENTS

  1. سلام
    یوه وړه خو په زړه پورې خبره:په پورته ادبي ټوټه کښې
    (ښوله )= د (خوٙله )
    په ځای ډیره ښه املاء ده.
    زما په آند که ټول پښتانه/ افغانان لیکوالان همداسې نوښتونو ته ځير اوسي، که خدای غوښتل املايي، انشايي او د وېلو ستونزې به حل شي. درنې هيلې او د یوې پوره او کٙره پښتو په لور!

    • علیکم سلام محترم ډاکټر صیب.
      له لوستلو مو مننه!
      ته به ډیره عفه راته وکړې او زه به د سالمې نیوکې لپاره درڅخه مننه وکړم.
      ان شاءالله د بیاځل لپاره به آسانه او کٙره پښتو لیکم.
      هیله ده زما په لیکنه خفه شوې نه یاست.
      مینه او مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب